د امریکا د استازو مجلس د ټرمپ استیضاح تایید کړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i95361-د_امریکا_د_استازو_مجلس_د_ټرمپ_استیضاح_تایید_کړه
د امریکا د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي ویلي چې ټرمپ په ټاکنو کې د درغلیو تورونه پورې کړي دي، د ځینو ایالتونو وزیران یې درغلۍ ته هڅولي او تر ټولو مهمه دا چې لاریون کوونکي یې پر کانګریس خونړي برید ته هڅولي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 14, 2021 09:38 Asia/Kabul
  • د امریکا د استازو مجلس د ټرمپ استیضاح تایید کړه

د امریکا د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي ویلي چې ټرمپ په ټاکنو کې د درغلیو تورونه پورې کړي دي، د ځینو ایالتونو وزیران یې درغلۍ ته هڅولي او تر ټولو مهمه دا چې لاریون کوونکي یې پر کانګریس خونړي برید ته هڅولي دي.

د امریکا استازو مجلس د استیضاح پرېکړې ته ۲۳۲ مثبتې رایې ورکړې دي. له دې وروسته به دغه پرېکړه سنا ته ځي او که دغه مجلس هم رایه ورکړه نو ټرمپ به استېضاح شي او هېڅ وخت به بیا په ټاکنو کې ګډون و نه شي کړی.

د سنا د جرګې مشر میچ مک کانل بیا د ټرامب د استیضاح په غبرګون کې ویلي چي دا چاره به د بایډن د تحلیف تر مراسمو مخکې تر سره نه شي ځکه چي اوس د ټرامپ د استیضاح او عادلانه محاکمې لپاره مناسب وخت نه دی، کنګرس دې د ټرامب د عاجل استیضاح بر ځای بایډن د واک پر لېږد تمرکز وکړي.

 د امریکا تاریخ کې ټرمپ لومړنی رییس جمهور دی چې دوه ځله یې د استیضاح پرېکړه تایید کېږي. دا پرېکړه داسې مهال وشوه چې د امریکا د ملي ګارد زرګونو سرتېرو د استازو مجلس د ودانۍ ساتنه کوله او په واشنګټن کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.