بایډن په لومړۍ کاري ورځ پنځلس فرمانونه صادر کړل
Jan 21, 2021 11:06 Asia/Kabul
د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپله لومړۍ کاري ورځ د پنځلسو فرمانونه په صادرولو سره د ټرمپ ځینې اقدامات لغوه کړي دي.
هغه د مسلمانو هېوادونو وګړو ته پر ورتګ بندیز لرې کړی دی، د کډوالو په اړه یې د ټرمپ تګلاره لغوه کړې ده، له مکسیکو سره یې د دیوال جوړولو پروژه لغوه کړه، د روغتیا له نړیوال سازمان د وتلو فرمان یې لغوه کړ، د اقلیم د ساتنې له نړیوال پروګرام سره بېرته یو ځای شو او دغه راز یې ګڼ نور فرمانونه هم صادر کړل.
هغه د لوړې تر مراسمو وروسته وویل: هیله لرم د نوي احکامو په لاسلیکولو سره د کرونا وایروس د خپراوی سره د مبارزې او د اقلیمي بدلون سره د مقابلې په ډګر کې خوځښت رامیڼځ ته کړم.
د ټرامپ د ادارې د سیاستونو لغوه کېدا د بایډن د ټاکنیزو ژمنو اصلي برخه ګڼل کېدا.
ټیګونه