ایران ته د ا یټمي وسلو دترلاسه کولو اجازت نه ورکوو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i95866-ایران_ته_د_ا_یټمي_وسلو_دترلاسه_کولو_اجازت_نه_ورکوو
د ایران لوړپوړو چارواکو په کرتو وئیلي دي ،ایران تل خپلونړیوالو حقوقو اوقوانینو ته پابنده دی او دا امریکا ده چې په یواړخیز اوکرغیړن ډول ئې پر نړیوالو قوانینو اوحقوقو سترګې پټې کړي او خپلو یو اړخیزو اقداماتو ته هماغه راز دوام ورکوي ، چې باید نړیواله ټولنه د دغو یو اړخیزو اقداماتو مخه ونیسي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 30, 2021 01:28 Asia/Kabul
  • ایران ته د  ا یټمي وسلو  دترلاسه کولو اجازت نه ورکوو

د ایران لوړپوړو چارواکو په کرتو وئیلي دي ،ایران تل خپلونړیوالو حقوقو اوقوانینو ته پابنده دی او دا امریکا ده چې په یواړخیز اوکرغیړن ډول ئې پر نړیوالو قوانینو اوحقوقو سترګې پټې کړي او خپلو یو اړخیزو اقداماتو ته هماغه راز دوام ورکوي ، چې باید نړیواله ټولنه د دغو یو اړخیزو اقداماتو مخه ونیسي.

 فارس خبری آژانس راپور ورکړ  د سپينې ماڼۍ د ملی امنیت سلاکار جیک سالیوّن د امریکا د سولې په موسیسې کې  په خپلو څرګندونو کې  ایران  دایټمي وسلو دترلاسه کولو لپاره یو ځل بیا په هڅې تورن کړی او  د  اسلامی ایران په ضد ئې دامریکائي چارواکو د چټي  ادعاګانو او تورونو په تکرارولو سره ادعا کړې ،  امریکا دولسمشر جوبایډن حکومت  لومړیتوب  ایټمي وسلو ته د ایران د لاس رسي  مخنیوی دی .

 ایټمي وسلو ته د  لاس رسي لپاره  د ایران د هڅې په باب د سپينې ماڼۍ د ملی سلاکار  له ملنډو ډکې څرګندونې په داسې حال کې دي چې  دایټمي انرزۍ نړیوال آژانس  تر دې دمه په کرتو پخپلو راپورونو کې  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته تهران پر پابندکیدا او  دایران د ایټمي پروګرام پر سوله ایز والي ټينګار کړی دی .

جیک سالیوان  په دوام کې ایران په لویدیځي آسیا سیمې کې  له ترهه ګرۍ په ملاتړ  تورن کړ او وئیلي ئې دي ، د ایران اقدامات په سیمې کې  دتاؤتریخوالو دزیاتیدا لامل شوي دي .

 له دې سره په یووخت  د سپينې ماڼۍ  ویندوي جن ساکي هم  بیګا ادعا کړې ،  د ایران او امریکائي چارواکو ترمنیځ    دلیدوکاتو په نظر کې په نیولوکې  لومړنی ګام دایران لپاره  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د ایران پابند کیدا ده .

Image Caption

 

 دا په داسې حال کې د ي چې د ایران لوړپوړو چارواکو په کرتو وئیلي دي ،ایران  تل خپلونړیوالو حقوقو  اوقوانینو ته پابنده دی او دا امریکا ده چې په یواړخیز  اوکرغیړن ډول ئې پر نړیوالو قوانینو اوحقوقو سترګې پټې کړي او خپلو یو اړخیزو اقداماتو ته هماغه راز دوام ورکوي ، چې باید  نړیواله ټولنه د دغو یو اړخیزو اقداماتو مخه ونیسي.