د نړیوالې ایټمي موافقې لوري دې تاؤتریخوالی کم کړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i95870-د_نړیوالې_ایټمي_موافقې_لوري_دې_تاؤتریخوالی_کم_کړي
د امریکا پخوانی کرغیړن حکومت په ۲۰۱۸کال کې په یو اړخیز ډول له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ووتله او دغه راز ئې پر نړیوالې قوانینو او قواعدو سترګې پټې کړې خو هیچا ئې مخه ونه نیوله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 30, 2021 02:12 Asia/Kabul
  • د نړیوالې ایټمي موافقې لوري دې تاؤتریخوالی کم کړي

د امریکا پخوانی کرغیړن حکومت په ۲۰۱۸کال کې په یو اړخیز ډول له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ووتله او دغه راز ئې پر نړیوالې قوانینو او قواعدو سترګې پټې کړې خو هیچا ئې مخه ونه نیوله .

فرانس پریس آژانس راپور  ورکړی ،د ملګروملتو سرمنشي انتوني ګوتریش د تاؤتریخوالو دکمولو لپاره دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې ددرستو لورو دملګرتیا غوښتنه کړې،البته  له دغې نړیوالې ایتمي موافقې څخه دامریکا  په یواړخیز او غیر قانوني وتنې پسې ئې  ددغې نړیوالې موافقې په باب داختلافاتو  دسملاسی حل احتمال رد کړ.

 ګوتریش بیګاپه خبري ناستې کې ددې خبرې په کولو سره وئيلي دي،د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  لپاره د سملاسي لارې چارې  تمه نه لري .

 د ملګروملتوسرمنشي ټينګارکړی،له جامعې نړیوالې ايټمي موافقې د امریکا د وتلو په دلیل  زیاتیدونکي مشکلات،خنډونه اوپيچلتیاوې،د ایران په ضد د بندیزونو په اعمالولو کې ددغه هیواد ځیني اقدامات دي .

د امریکا پخوانی کرغیړن حکومت په ۲۰۱۸کال کې په یو اړخیز ډول له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  ووتله او دغه راز ئې پر نړیوالې قوانینو او قواعدو سترګې پټې کړې خو هیچا ئې مخه ونه نیوله .

 داپه داسې حال کې دي چې  دایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر پرون ناوخته  په انقرې کې د ترکیې له خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو سره په ګډ خبري کنفرانس کې په دې خبرې په ټينګارسره چې اوس دامریکا دنده ده چې جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته بیرته ستنه او خپلې ژمنتیاوې دې اجرا کړي ،وئيلي دي ،کله چې امریکا خپلې ژمنې اجرا کړي او  ایران  په دغو ژمنتیاؤ  دعمل کولو ګټه وويني نو په بشپړ ډول به خپلې ژمنتیاوې هم اجرا کړي او دا  د ایران د اسلامی جمهوریت  په ترټولو لوړه سویه  د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود  په وسیله اعلان شوي خبره ده .