د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i95910-د_تهران_او_کابل_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
د تهران  د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې  له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې دیوو،په پيل کې درته د تهران او ورپسې هم  د کابل چاپ ځيني ورځپاڼې   درسره شریکې کوو ،نو ترپایه  راسره  ملتیا وکړئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 31, 2021 09:01 Asia/Kabul
  • د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې

د تهران  د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې  له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې دیوو،په پيل کې درته د تهران او ورپسې هم  د کابل چاپ ځيني ورځپاڼې   درسره شریکې کوو ،نو ترپایه  راسره  ملتیا وکړئ .

دا هم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې  پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکل ي  دي،د ایران اسلامی انقلاب دوه څلویښت کلن شو ،خو دامریکا هغه ټول اوه ولسمشر ان بې درکه  شول چې د ایران داسلامی انقلاب په ضدئې دړکې  او ګواښونه کول .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي،په داسې حال کې چې په امریکا کې د کرونائي بحران له امله  د امریکائي ښاریزو دمړینو  شمیر کابو پنځو لکو  ته رسیږي ، ددغه هیواد ولسمشر جوزف بایډن  وئيلي دي ،کرونائي بحران لامل شوی ،څه دپاسه دیرش میلیون امریکایان دخوړلو لپاره کافی خواړۀ ونه لري.

 د

Image Caption

 

ایران دامام خمیني د فرمان د اجرائي کمیشن  د واکسن  تولیدونکي څيړنیزې ډلې مدیر حسن  جلیلي  دخبریالانو په ټول کې  وئيلي دي ،دایران  ؛ کوو ایران برکت ؛ نومې واکسن د بریتانوی کرونائي ویروس  مخه نیسي .

د پاکستان  دخارجه وزارت ویندوي زاهد حفیظ چوهدري  وئيلي دي ، این پي ټي تړون  دمونږ ګټې نه تامینوي ،ځانونه ددغه تړون درستو مادو اجرا ته پابند نه ګڼو .

 دافغانستان په اوو ولایتونو کې د افغان ملی اردو او طالبانو ډلې د وسلوالو ترمینځ په وروستیو اخ وډب کې کابو اویا کسان قرباني شوي دي .

صهیونیسټانو د فلسطین په لویدیځي غاړې په یرغل سره  اوه ویشت فلسطینیان برمته کړل .

د ایټالیا حکومت  د عمومي افکارو په دباؤنو سره پر عربستان او متحده عربی اماراتو د زرګونو توغندیوپلورل ودرول . له دې مخکې  دامریکا د ولسمشر جوزف بایډن حکومت هم پر اماراتو د ایف ۳۵ډوله جنګي الوتکو دخرڅولو موافقه ځنډولې  او دغه راز ځيني لور اروپائي هیوادونه هم په نظر کې لري ،  دیمن په ضد دسعودي ائيتلاف پر پيّلو هیوادونو د وسلو  او مهماتو پلورل ودروي .

          داهم  د تهران رسالت ورځپاڼه چې نن ئې پخپل انټرنیټي سایټ کې لیکلي دي ،د ایران د اسلامی شورا یا پارلیمان  مشر محمد باقر قالیباف  له قم ښار سره په خوا کې په فردو ایټمي کمپلیکس کې د یورانیمو دپخولو برخې له کتو وروسته په یولړڅرګندونو کې وئيلي دي ، په فردو ایټمي کمپلیکس کې د یورانیمو دشل فی صدي پخولو کار په  مینه ناک ډول دوام لري .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، دایران دا سلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف جنوبی قفقاز ،روسیې او ترکیې  له پړاویز سفره وروسته روښانه کړې ده ، د سیمې  له هیوادونو سره د ایران اتحاد او یووالی  له سیمې د ورآخوا مداخلت کونکو په خلاف درنده څپیړه ده .

د لبنان  یوه تکړه شناندي او لیکوال فادی بودیه په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي ،دمقاومت دجبهې قدرت  په امریکا کې د کوم خاص بهیر  له شتون یا  نه شتون سره  اړونده نه دی ، بلکې دغه چورلیز  پخپل ایمان او  مټو تکیّه لري .

د پرنسټن پوهنتون د نړیوالو حقوقو تکړه استاذ ډاکټر ریچرډ فالک ټينګار کړی ، ایران د ډونالډټرمپ د ولسمشرۍ په پړاؤ کې  دهغه او دهغه دحکومت د کرغیړنو  اقداماتو ، ګواښونو او دړکو ونه ویرید او ددغه واکوالۍ په وړاندې ئې  د ټرمپ  د سیاسي او نړیوالې ایټمي موافقې  په پلمه ګرځولو سره ډيرځير،هوښیار اوعاقلانه چلند وکړ،چې درسته نړۍئې اوس هم په ننداره ده.

د  سورئې په الحسکه او دیرالزور ولایتونو کې ددغه هیواد پوځ او دمقاومتي چورلیز مبارزانو  د تکفیری ترهه ګرو پنځه پټنځایونه او یو شمیر سرنګونه تباه کړي چې  بې شمیره وسلې ، مهمات او په لسګونو کلوګرامه چاودیدونکي توکي  او تجهیزات پکې کیښودل شوي وو .

د پاکستان  لومړی وزیر عمران خان وئيلي دي ، د تش په نامه اپوزیشن ائيتلاف پي ډي ایف  له ټایرونو هوا وتلې ده  او نور  ئې  ولس په دوکو او تشو شعارونو نه غولیږي .

  د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې  په داسې حال کې  د افغان امنیتي ځواک او وسلوالو طالبانو په ضد  نښتې او اخ وډب په زیاتیدا دی چې  په قطر کې د د واړو لورو ترمینځ   له طالبانوډلې سره دامریکا د سولې له موافقې وروسته د بین الافغاني  خبرواترو دترسره کیدا دایجنډا په باب  اختلافات هماغه راز پخپل ځاي دي ، البته نور افغان ولس  له دغو دوکه ورکونکو شعارونو او ډنډورو ستړی شوی او په دغه شان  خبرواترو هیڅ اعتماد نه لري.

داپه داسې حال کې دي چې پرون هم  دافغانستان په ننګرهار کې په یوې بوږنونکي پيښې کې په لسګونو  امنیتی مامورانو  خپل ژوند له لاسه ورکړی چې  پړه ئې هم طالبانو ډلې په غاړه اخستې ده .

          دا هم د تهران قدس آن لاین ورځپاڼه ده چې نن ئې پخپل انټرنیټي سایټ کې لیکلي دي ، دایران داسلامی انقلاب معظم لارښود د سباؤن لسیزې په لومړۍ ورځ نن سهار وختي د اسلامی انقلاب د  ارواښاد بنسټګر  حضرت امام خمیني په سپيڅلي حرم کې په شتون سره فاتحه لوستلې او غه راز ئې په بهشت زهرا هدیرې کې د   شهیدانو په قبرونو هم په شتون  او فاتحې لوستلو سره د شهیدانو د لوړ مقام درنښت کړی .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، دایران دا سلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف په یولړ څرګندونو کې په ډاګه وئيلي دي ، د ایران په وړاندې د امریکا دنوي ولسمشر جوبایډن  دریځ نهیلی کونکی دی او تر څو  چې امریکائي واکوالان پخپلو دریځونو  او کړنو کې بدلون نه وي راوستی  له دغه حکومت سره هیڅکله هم دخبرواترو امکان نشته .

د امریکاجنګ وزارت پنټاګان نیّت لري،ددغه هیوادپخواني کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ سره وفادارکسان د سلاکارۍ له پلاؤ او دندو ګوښه کړي .

 د امریکا د ملی امنیت سلاکار جیک سالیّون  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د بیرته ستنیدا  لپاره د لاچټک مهال ویش د برابرولو غوښتنه کړې ده .

د صهیونیسټ رژيم  یوې عبری ژبې ورځپاڼې معاریو لیکلي دي،درست  اسرائيل   په فساد او ترینګلتیاؤ کې ډوب دی  او که په دې اړه جدي اقدامات ونه شي،نو ممکنه ده د اسرائيلو وجود له سختو خطرو سره مخ کړي .

 ورځپاڼې بیا لیکلی دي،د افغانستان ولسمشر اشرف غني  وئيلی دي ، طالبانله امریکا سره دسولې په موافقې کې خپلو ژمنو ته پابند نه دي او  د افغانستان له بندونو  ددغې ډلې  په خوشي شوو بندیانو کې نوي فی صدي بیرته د جنګ ډګر ته ستانه شوي دي ، د سولې په وړاندې   له شرائطو سره اړونده کړچار ډير مهم دی طالبانو خپل مسئولیتونه نه دي ترسره کړي، او دخبرواترو میز ته له رسیدو د سرغړونې لپاره په پلمو پسې دي .

دنړۍ دکاتولیکانو رهبر  پاپ فرانسیس ستر دینی مرجع آیت ا... العظمي سید علی سیستاني سره دلیدوکاتو لپاره د د کب د میاشتې په پنځلسمه نیټه په درې ورځني سفر عراق ته ځي .

 

                اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځينو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستي او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،البته باید ووایو چې دغه لیکنې  ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .د  کابل چاپ ځينو ورځپاڼو دافغانستان دسولې او وروستیو بدلونونو  په اړه لیکنې او تبصرې کړي  او راتلونکی ئې د افغانستان لپاره تورتم بللی دی .

 د کابل چاپ هشت صبح  ورځپاڼې لیکلي دي ، افغان ولسمشر اشرف غني د عبدا... د سولې له تګلارې سره مخالف کړی.

خو دغې ورځپاڼې بیا پخپلې یوې سرمقالې کې لیکلی دي ؛ باید ستره قرباني ورکړي او له قدرت نه په شا شي::::خو د ورځپاڼې د لیکوال په وینا، د قدرت د دوام لپاره د ولسمشر اشرف غني مبارزه به، جګړه خپلې پېچلې مرحلې ته وغځوي، ځکه که تاوتریخوالی ډېرېږي، د پخلاینې فرصت به لا محدود شي.

ورځپاڼه مخکې  ليکي، دا څرګنده ده چې اشرف غني د طالبانو په وړاندې په جګړه کې ګټونکی نه‌دی، خو جنګ کولای شي د هغه لپاره په واک کې د پاتې کېدو ډېر فرصت ورکړي.

دا هغه ادعاوې دي چې افغان حکومت تل رد کړي او ټینګار یې کړی چې د داسې یوې سولې ته د رسېدو پلويان دي چې لاسته راوړنې پکې  خوندي شي او په رښتیني معنی سوله وي.

مسیر ورځپاڼې په دې پوښتنې سره خپله سرمقاله پیل کړې چې، آیا د اشرف غني د استعفا غوښتنه او د ولسمشر د واکمنۍ د دورې په پوره کولو ټینګار، معقول دریځونه دي او له سولې سره مرسته کولای شي؟

د لیکوال په وینا،هغوی چې د اشرف غني د استعفا غوښتنه کوي، دوه ډوله دي، یو دا چې د دې لپاره هېڅ بدیل نه‌لري او یوازې همدا وايي چې اشرف غني دې استعفا ورکړي.

ورځپاڼې دوهمه ډله هغه کسان بللي چې ورسره یوه طرحه او بدیل هم لري.

مسير ټینګار کړی چې د سولې لپاره دا قرباني او انعطاف باید ټول د یوې منظمې طرحې په چوکاټ کې وي چې په کور دننه پر هوکړې او ملاتړ سربېره باید پیاوړی بهرنی ملاتړ او تضمین هم ولري.

     هېواد دولتي ورځپاڼې د طالبانو ډلې د یوه  مشر عباس ستانکزي وروستیو خبرو ته اشاره کړې او لیکلي چې د روسانو په لمسونې  د نظام پر ضد غږ پورته کړی دی.

خو د لیکوال په وینا، ملت د خپل نظام او ولسمشر ننګه کوي او نه‌غواړي چې يو ځل بيا يې برخلیک د ده په خبره، د بلا په خوله کې ورکړل شي.

د لیکوال په خبره، د مؤقت حکومت په نامه د افغان وژنې لپاره بله دسيسه په هېڅ توګه د منلو او زغملو نه‌ده او په وینا یې دې برخه کې د امريکا او نړيوالې ټولنې ملاتړ هم شته دی.

ورځپاڼې طالب مشر عباس ستانکزی تورن کړی چې د مسکو د ګټو لپاره د افغانانو تباهي غواړي او د مؤقت حکومت په نوم هڅې د پرديو لاسوهنې لپاره د دايمي فرصت معنی لري او ملت نه‌پرېږدي چې کومه ډله دې دا پرَدۍ ایجنډا په افغانستان کې پلې کړي.