بایډن دې نړیوالې ایټمي موافقې ته بیرته ونه ګرځي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i96356-بایډن_دې_نړیوالې_ایټمي_موافقې_ته_بیرته_ونه_ګرځي
داپه داسې حال کې چي د امریکا یو شمیر پخوانیو ډیپلوماټانو اوپوځي چارواکو جوزف بایډن ته سپارښتنه کړې له ایران سره دې له هر ډول ډغرې وهلو ډډه وکړي او زر ترزره دې نړیوالې ایټمي موافقې ته بیرته وګرځي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 11, 2021 02:14 Asia/Kabul
  • بایډن دې نړیوالې ایټمي موافقې ته بیرته ونه ګرځي

داپه داسې حال کې چي د امریکا یو شمیر پخوانیو ډیپلوماټانو اوپوځي چارواکو جوزف بایډن ته سپارښتنه کړې له ایران سره دې له هر ډول ډغرې وهلو ډډه وکړي او زر ترزره دې نړیوالې ایټمي موافقې ته بیرته وګرځي .

نیوزویک خپرونې  راپور ورکړی،  د امریکا یوسل شل جمهوری غواړو  ددغه هیواد ولسمشر جوزف بایډن ته د خطاب په یوه لیک کې  مدعی شوي ،  نړیوالې  ایټمي موافقې ته بیرته ګرځیدا  به دامریکا  دبهرني سیاست یوه سټراټژيکه تیروتنه وي چې  د اصلي تیروتنې له کړچار  څخه  لازیاته خطرناکه پایله درلودلی شي .

 په دغه  لیک کې راغلی دي ،د ۲۰۱۵کال  په موافقې کې داسې مادې  شته چې  په اساس ئې په ۲۰۲۵کال کې  د ایران ایټمي محدودیتونه ختمیږي  او په دغې موافقې کې  د تهران بالسټیک توغندوي پروګرام  او  د دوي سیمه ایز نفوذ پکې نه شاملیږي . 

Image Caption

 

 له دې مخکې  د امریکا څه دپاسه پنځوسو پارلیماني استازو ، ددغه هیواد ولسمشر  جوبایډن ته  په یوه لیک کې  له هغه غوښتي وو ، له ایران سره دې ایټمي موافقې ته بیرته ونه ګرځي  او د ایران په ضد دې د زیاتره دباؤ سیاست ته دوام ورکړي .

  داپه داسې حال کې چي د امریکا یوشمیرپخوانیو ډیپلوماټانو اوپوځي چارواکو جوزف بایډن ته سپارښتنه کړې له ایران سره دې له هرډول ډغرې وهلو ډډه وکړي او زرترزره دې نړیوالې ایټمي موافقې ته بیرته وګرځي .

د امریکا دقانون جوړونکو لالهاندي  له دې امله ده چې  د امریکا نوی ولسمشر مدعي دی ، نیّت لري،هیواد ئې جامعې نړیوالې ایتمي موافقې ته چې دامریکا مخکینی کرغیړنحکومت ورڅخه وتلی ؤ  بیرته وګرځي .

په عین حال کې د ایران اسلامی جمهوریت  روښانه کړې ده، دې ته په پام سره چې  واشنګټن  ددغې نړیوالې ایټمي موافقې یو لوری ؤ او  خلاف ورزي ئې کړې او د امریکا ددغه غیر قانوني او یو اړخیز  اقدام په غبرګون کې   د تهران  ژمنتیاوې کمې شوي  او که بندیزونه  ختم شي ، نو تهران به بیرته خپلو  ژمنو ته وګرځي .