د امام محمد باقر(ع)دنیکمرغه زوکړه پر ټولو مبارک شه
د تهران ریډیو درست کارونکي هم په دې مناسبت دزړه له کومې داهل بیت علیهم السلام درستو مینه والو په تیره بیا تاسو خوږو دوستانو ته مبارکي وائي .
د رجب د میاشتې لومړۍ نیټه په مدینې منوّرې کې د اسلام دګران پیغمبر او د امامت د آسمان پنځم ځلانده ستوري حضرت امام محمد باقر علیه السلام دنیکمرغه زوکړې کلیزه ده په دې مناسبت له بیګا راهسې په درست ایران کې ددغه امام بزرګوار دنیکمرغه زوکړې او دهغه دسیرت په باب دستورې جوړیږي او داهل بیت علیهم السلام مینه وال ورسره خپل زړونه خړوبوي .
حضرت امام محمد باقر علیه السلام کُنیت ابوجعفر او تر ټولو مشهور لقب هم باقرالعلوم یعني دعلمونو څيرونکی دی .ځکه هغه بزرګوار د فکری مشکلاتو څيرونکی او علمونو دپيچلو مسئلو حل کونکی او د پوهې او معارف په پراخولو کې د خپل وخت غوره اوسرخیل شخصیت ؤ . دامام محمد باقر علیه السلام علمی منزلت او مقام تر دې حده ؤ چې د مسلمانانو او غیر مسلمانانو پشمول د تاریخ درست لیکوالانو له کومې استثنا پرته دهغه بزرګوار دکمالاتو په بیانولو کې دامام بزرګوار علمي مقام او عظمت ته اشاره کړې ده .
د تهران ریډیو درست کارونکي هم په دې مناسبت دزړه له کومې داهل بیت علیهم السلام درستو مینه والو په تیره بیا تاسو خوږو دوستانو ته مبارکي وائي .