ترکیې کښې پوځي چورلکه نسکوره شوې ده
Mar 05, 2021 06:43 Asia/Kabul
د ترکیې دفاع وزارت وویل چې د دغه هیواد د ختیځ په بینګول ولایت کښې د پوځي هیلي کاپټر د نسکوریدو په پیښه کښې ۹ تنه مړه او ۴ زخمي شوي دي.
د ترکیې دفاع وزارت وویل چې د دغه هیواد د ختیځ په بینګول ولایت کښې د پوځي هیلي کاپټر د نسکوریدو په پیښه کښې ۹ تنه مړه او ۴ زخمي شوي دي.
د ترکیې د ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې دغه چورلکه په ځايي وخت پرون ماسپښین دوه نیمې بجې د موسم د خرابوالي له امله نسکوره شوې ده.
د دغې پیښې او په هکله نور جزئیات تراوسه نه دي ترلاسه شوې.