د مجتهدې بانو امین اصفهاني د وفات کلیزه
د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې... سره د خپل ملګري ... د یوې ایرانۍ مجتهدې او متفکرې بانو امین اصفهاني د تلین په مناسبت له یوه ځانګړی مطلب سره ستاسو په خدمت کې دی ،هیله ده د پام وړ مو وګرځي.
خوږو دوستانو،د ډېرو سیلانیانو لپاره،د ایران اصفهان ته سفر کول د فیروزي گنبدونو لیدل،د نړۍ په لوي او تاریخي میدان (نقش جهان) کې د ګام اخستل او د سیوسه پل او د لمر پريوتو په ښکلو منظرو کې د زایندهرود(سین) لیدل دي.خو دا ټول هغه څه نه دي چې له اصفهان څخه ئې اصفهان جوړ کړی دی.
تل په یاد ولرئ چې کله اصفهان ته سفر کوئ، نو یو بل ځای ستاسو په تمه دی؛ داسې ځای چې تاریخ، هنر او عرفان په آرامښت او معنوي چُپتیاکې د یوه بل ترڅنګ ویده دي.
د اصفهان په مینځ کې یو ځای شته چې نامه ئې «تخت فولاد» دی؛ یو له رازه ډک باغ چې د ایران د تاریخ مهمې برخې ئې په خپل زړه کې پټې کړې دي.
کله چې تخت فولاد ته ورسیږئ،نو ګواکې د یوه زاړه کتاب پاڼې په آرام او ډاډ سره اړوئ؛ دا هغه ځای دی چې د ایران تر ټولو ستر علمي، دیني او فرهنګي شخصیتونه له پیړیو راهیسې په ارامۍ سره پکې ویده دي. د هر یوه شخصیت مقبره یوه کیسه لري چې د اوریدو وړ ده.
له علامه مجلسي، چې د اسلامي نړۍ یو له مهمو حدیثي کتابونو «بحارالانوار» لیکوال دی، تر جهانگیرخان قشقايي پورې ، چې په اصفهان کې ئې فلسفه او عرفان ته وده ورکړې، له بابا رکنالدین شیرازي څخه، چې تاسو د عرفان نړۍ ته بیائي، ، د ایران د مشروطیت غوښتونکي تر خبریال صور اسرافیل پورې ، ټول دلته یوځای په آرام سره ویده دي.
حاکمان، عارفان ، شاعران او هنرمندان په دې آرامگاه کې هر یو یوه ضریح او ودانئ لري چې هر لیدونکي ته بلنه ورکوي او د تاریخي حقایقو په اړه فکر کولو ته ئې هڅوي.
له دغو تاریخي ودانیو څخه یوه «تکیه امین التجار» ده، چې د قاجاریه په پړاؤ کې یعني کابو دوه سوه کاله وړاندې جوړه شوى ده. سید محمد علي امین، چې د امین التجار اصفهاني په نامې مشهور و، دا ودانۍ ئې د خپلو قدرمنو د آرام لپاره جوړه کړه. هغه دا ځای د دیني مراسمو د ترسره کولو لپاره وقف کړ، څو د هغه ثواب د هغه وفات شوو خپلوانو ته ورسیږي. په ۱۳۶۲ لمریزکال کې د هغه یوازینۍ لور «نصرت بیگم» په دغې مقبرې کې خاورو ته وسپارل شوه او له هغې وروسته دا تکیه د «بانو امین اصفهاني مقبرې» په نوم مشهوره شوه. د ایران د اسلامي انقلاب له بریا وروسته دا ودانۍ بیا رغول شوې او په کې د سنتي او ماډرن معمارۍ هنر یوځای شوی دی. دا بقعه یا مقبره یو اوږد ګنبد لري، چې له نورو گنبدونو یا ګنبَسیو سره خورا توپیر لري. په دغې ودانۍ کې ګواکې دوې ګنبسئ یو د بل په زړه کې واقع دي، په داسې ډول چې یوه ئې د بلې نیمائي پوښلې ده. له بهر څخه چې ئې ګورې، ګواکې د یوې ښځې مخ وینې چې هم پر مخ نقاب لري او هم پر سر چادر.
دا ودانۍ د خپلو شبستانونو یا برآنډو او هالونو سره، د اسلامي حجاب سمبول دی چې له الهي معنویت سره یوځای شوی دی. د دې ځای معنویت د هغې لوئې روحاني میرمنې له امله دی چې په کې ویده ده. د ودانۍ په شکل ددغې گنبسئ په بالکل لاندې برخې کې ، د یوې داسې میرمنې د آرامځاي دی چې ټول ئې د ایران د لومړنۍ مجتهدې په توگه پیژني. یوه ښځه چې د زیاتې لیوالتیا او هڅو په مرسته ئې د اجتهاد مقام ترلاسه کړ او یوه بشپړه عارفه وه.

تقریباً په هغو شپو ورځو کې چې رضا خان د حجاب یا ستر لیرې کولو او منع کولو فرمان په صادرولو سره هڅه کوله ایرانئ ښځې د لوېدیځ له فاسد کلتور سره آشنا کړي، یو کتاب د نجف علماوو ته ورسېد. دا کتاب د خپلې دیني محتوا او علمي اعتبار له امله د لیکوال د علمي، دیني او عرفاني مقام څرگندونه کوله، لیکوال چې هیچا ئې حتی فکر هم نه کاوه چې یوه ښځه به وي. د هغه وخت د ښځو ترمینځ د فساد او بداخلاقیو له امله، عالمانو ته ډېره سخته وه چې باور وکړي د «اربعین» کتاب یوې ښځې لیکلی دی. دا شک تر هغه ځایه ورسید چې د نجف یو عالم د لیکوال د هویت د تایید لپاره اصفهان ته سفر وکړ. هغه له بانو اصفهاني سره له لیدو وروسته، له فقهې، د فقهې له اصولو، فلسفې، منطق او قرآن څخه پوښتنې وکړې او کله ئې د هغې سم او په ځاي ځوابونه واورېدل، یقین ئې حاصل کړ چې «سیده نصرت امین» د «اربعین» کتاب لیکواله ده. له دې پیښې وروسته، نورو علماوو هم له دغې ایرانئ بانو څخه پوښتنې وکړې او د هغې په دیني علومو د مسلط کیدا له معلومولو وروسته ئې، هغې ته د اجتهاد او روایت اجازه ورکړه. دا لومړی ځل ؤ چې عالمانو یوې ښځې ته د اجتهاد اجازه ورکوله. هغه نه یوازې د ایران لومړنۍ مجتهده وه، بلکې وروسته ډېرو نارینه ؤ هم له هغې څخه د هغې د اجتهاد اجازه ترلاسه کړه.
مجتهده بانو امین اصفهاني، له «اربعین» کتاب وروسته، چې د څلویښتو حدیثونو او فلسفي، عرفاني او فقهي بیانونو مجموعه وه، ډېر نور کتابونه هم ولیکل. د هغې یو بل ارزښتناک اثر «مخزن العرفان» دی، چې د قرآن تفسیر ته وقف شوی او دا لومړنی تفسیر دی چې د یوې ښځې له خوا لیکل شوی دی.هغې د «معاد» کتاب د انسان له دې نړۍ څخه تر آخرت پورې د سلوک په اړه ولیکه. دا کتاب هغو کسانو ته وړاندیز کېدلی شي چې غواړي د مرګ او له مرګه د وروسته نړۍ په اړه نور معلومات ترلاسه کړي.
«د خوشبختۍ لاره او زما ایماني خویندو ته سپارښتنه » د هغه کتاب نامه ده چې بانو امین په ځانگړي ډول ښځو ته لیکلی دی. په دغه کتاب کې هغې د کورنۍ اخلاقي او تربیتي موضوعګانې بیان کړي او موخه ئې دا ده چې وښئي خوشبختي او نیکمرغي د زړه په آرامښت کې ده او د زړه آرامي د اسلام د احکامو په پلي کولو پورې تړلې ده.
نصرت بیګم امین، د امین التجار اصفهاني لور، په ۱۲۷۴ لمریز کال (1895) کې په اصفهان کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او له څلور کلنۍ څخه ئې د قرآن او نورو علومو زده کړه پیل کړه. دا نجلۍ نه نجف ته تللې وه او نه کربلا ته، نه ئې د تهران د حوزې رنګ لیدلی ؤ او نه ئې د قم او اصفهان په حوزو کې قدم ایښی و. هغې تقریباً خپل ټول علمي مراحل په کور کې تیر کړل. تر هغه وخته چې د خپل مور او پلار ترڅنګ وه، هغوی ورته درس ورکاوه، او کله چې په دیارلس کلنۍ کې ئې کورنۍ جوړه کړه، خاوند ئې د هغې د ملاتړ لپاره استاذان کور ته رابلل. هغې د کور یوه خونه په کتابتون بدله کړې وه. د خونې په مینځ کې ئې پرده اچولې وه څو د هغې او استاد ترمینځ حجاب وي. هره ورځ استاد د پرَدې په یوه اړخ درس ورکاوه او شاګرده ئې په بل اړخ زده کړه کوله. حتی د هغې د بچیانو مړینې هم د زده کړې مخه ونه نیوله. په یوې اونۍ کې ئې د بیماریو په وجه خپل دوه واړه بچیان له لاسه ورکړل، خو د خاورو ته سپارلو وروسته په سبا ورځې ئې بیا استاد ته پیغام واستاوه څو د زده کړې او پوهې له کاروانه وروسته پاتې نه شي.
بانو امین،د اجتهاد له ترلاسه کولو وروسته، خپل ټولنیز فعالیتونه پیل کړل. هغه په دې باور وه که د علم نور ورته رسیدلی وي، نو باید په هغې کې ونه دریږي. هر عالم دنده لري چې د علم نور په خپلې ټولنې کې خپور کړي.
په پیل کې یو شمېر ښځې چې د دیني علومو زده کړې ته ئې لیوالتیا درلوده، د هغې کور ته د شاګردانو په توګه ورتللې، خو ورو ورو دغه کورنی تدریس د «مکتب حضرت فاطمه سلام الله علیها» په نامې سره د یوې حوزې تاسیس ته ورسید. په دغه مکتب کې شاوخواد اصفهان کابو زر نجونې په زده کړو بوختې شوې، او دا لومړنۍ حوزه وه چې په ځانگړي ډول ښځو ته وقف شوې وه.
په داسې حالاتو کې چې د پهلوي رژیم متدّینې کورنۍ اړ کړې وې چې د خپلو نجونو د عفت ساتنې او د هغوی د زده کړې اړتیا ترمینځ یو غوره کړي، بانو امین د نجونو یوه لیسه تاسیس کړه چې ټول ښوونکي، زده کونکې او کارکوونکې ئې ښځې وې. دا د هغو مومنانو لپاره د امید رڼا وه چې د علم زده کړې ئې له واجباتو گڼلې . د دغې فاضلې بانو هڅو او زیار د ایران د ډېرو نجونو لپاره د زده کړې لاره آسانه او ساده کړه.
د بانو امین ټول شاګردان په دې باور دي چې که څه هم بانو فقیه، عالمه او مجتهده وه، خو له ټولو زیاته یوه عارفه وه. ډېرې مکاشفې ورته پیښې شوې چې د ځینو شرح ئې په «نفحات الرحمانیة» کتاب کې راغلې ده.
هغې پخپله د خپلو عرفاني حالاتو په اړه ویلي: له ماشومتوب او کم عمره وروسته، بلکې له پیل څخه، زما زړه تل د یوه ناپیژندل شوي شي او امر (خدای متعال) پورې تړلی او متوجه و، او زما نفس د هغه د ادراک او پیژندنې لیواله و، خو نه پوهیدم چې حقیقت ئې څه دی او د رسیدو لاره ئې څنگه ده، تر دې چې زما پروردګار زما سترګې د توحید په نور روښانه کړې او زما زړه ته ئې د الهي اشراقاتو دروازې پرانیستې:::
مجتهده بانو امین، که څه هم ډېره شتمنه وه، خو نړۍ ته ئې هیڅ ارزښت نه ورکاوه، په ژوند کې ئې له افراط او تفریطه کار نه اخیست او د نفس خیال کولو ته ئې ډېر اهمیت ورکاوه. ویل ئې چې د نفس د مراقبت لاره دا ده چې هره ورځ له ځان سره ژمنه وکړئ چې مثلاً فلانئ گناه به نه کوم یا له فلانئ بد اخلاقي صفت څخه به ځان ساتم، بیا د ورځې په اوږدو کې مراقبت وکړئ چې خپلې ژمنې ته وفادار پاتې شئ، او د ورځې په پای کې محاسبه وکړئ چې څومره خپلې ژمنې ته وفادار پاتې شوي یاست، او که کوم ناسم کار مو کړی وي، خپل نفس مواخذه کړئ.
د بانو امین کور او د ژوند وسایل هیڅکله د زمانې د بیلابیلو سټایلونو، سنګار غوښتنې او وارد شوي لوېدیځي کلتور تر اغیز لاندې نه وو. همدا د هغې ساده چلند، ظاهري بڼه او ساده او روانه خبرې وې چې د ډېرو ګمراهانو د جذب لامل شوې. هر څوک چې لومړي ځل د بانو لیدو ته ورغلو، نو ناممکنه وه چې دویم ځل بیا ورنه شي. شاید که چا هغه نه پیژاندله او د هغې مجلس ته ورتللئ، نو په پیل کې به ئې د نورو حاضرینو په مینځ کې بانو نه شوه پیژندلی، او دا د دغې مجتهدې بانو د خضوغ او ساده ژوند نښه وه.
که څه هم مجتهده بانو امین یوه بشپړه عارفه وه او په اخلاقو، د ښځو عفت او حجاب ساتنې ته ډېره پابنده وه، خو هیڅکله له ټولنې سره له اړیکو نه ویریدله . هغې هر کله چې اړتیا لیدله، په علمي، دیني او د خلکو په مجلسونو او ناستو کې ئې ګډون کاوه او د خلکو د افکارو د روښانتیا لپاره ئې ویناوې کولې. د هغې ویناؤ زیاتره دیني او اخلاقي اړخ درلود او د ټولنې د عفت ساتنې او د خلکو د دیني پوهاوي د لوړولو لپاره ئې حپلې لیدتوګې څرگندولې. دا قدرمنه او توانمنه بانو بالاخره د علم او دین په لاره کې له ۹۷ کلنو هڅو وروسته، د ۱۳۶۲ لمریز کال د غبرگولي په ۲۳ (1983) له نړۍ سترګې پټې کړې او د هغې پاک مړی د اصفهان په تخت فولاد کې د نورو عالمانو او عارفانو ترڅنګ خاورو ته وسپارل شو. له هغه وخت راهیسې د هغې مزار د علم او تقوا د خلکو د زیارت ځای دی.
خوږو دوستانو تاسو ته بلنه درکوم چې هر کله ایران ته سفر وکړئ، حتماً د اصفهان لیدنه او د بانو امین اصفهاني زیارت په خپل پروګرام کې شامل کړئ. البته، مننه به وکړو که مونږ هم په هغه زیارت کې یاد کړئ.
نو له دې سره مو په نیاؤمن او پتمن خدای سپارو ، ا.... مو مل او ملګری
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************