امریکادې د ایران په ضدظالمانه بندیزونه زرترزره ختم کړي
(last modified Sun, 07 Mar 2021 12:14:15 GMT )
Mar 07, 2021 16:44 Asia/Kabul
  • امریکادې د ایران په ضدظالمانه  بندیزونه زرترزره ختم کړي

وانګ یي وئيلی دي ، په تیرو څلورو کلونو کې امریکا له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په وتلو سره د ژمنو خلاف ورزي کړې ده او پر ایران ئې زیاتره دباؤنه تپلي دي چې په نهایت کې په لویدیځي آسیا سیمې کې د تاؤتریخوالو دزیاتیدا لامل شوي .

 فارس خبری آژانس  راپور ورکړی ، دچین خارجه وزیر وانګ ئي  نن په یولړ څرګندونو کې خبرداری ورکړی ،که امریکا  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته بیرته ستنیدا غواړي ، نو  باید د ایران په ضد غیر قانوني بندیزونه ختم کړي .

وانګ یي وئيلی دي ،  په تیرو څلورو کلونو کې  امریکا  له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  په وتلو سره  د ژمنو خلاف ورزي کړې ده او  پر ایران ئې زیاتره دباؤنه تپلي دي  چې  په نهایت کې  په لویدیځي آسیا سیمې کې  د تاؤتریخوالو دزیاتیدا لامل شوي .

 د ایران دا سلامی جمهوریت لوړپوړو چارواکو په کرتو  ټينګار کړی ،دې ته په پام سره چې  واشنګټن یو لوری ؤ  چې  دنړیوالې ایټمي موافقې خلاف ورزي ئې  کړې او  د امریکا د دغه غیر قانوني اقدام په غبرګون کې  تهران  هم خپلې ژمنتیاوې کمې کړي   دي  او د بندیزونو له ختمیدا وروسته به د تهران له خوا هم  ورته  ګامو پورته  شي .