چین او روسیه د سپوږمۍ پر سطحه فضايي اډه جوړوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i97458-چین_او_روسیه_د_سپوږمۍ_پر_سطحه_فضايي_اډه_جوړوي
د روسیې او چین د فضايي ادارو په خبره، پر سپوږمۍ د نړیوال په تمځای کې به په پراخه کچه ساینسي څېړنې تر سره شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 10, 2021 14:06 Asia/Kabul
  • چین او روسیه د سپوږمۍ پر سطحه فضايي اډه جوړوي

د روسیې او چین د فضايي ادارو په خبره، پر سپوږمۍ د نړیوال په تمځای کې به په پراخه کچه ساینسي څېړنې تر سره شي.

د روسیې فضايي ادارې روسکاسموس ویلي، د چین له ملي فضايي ادارې سره یې یوه هوکړه لاسلیک کړې چې له مخې به یې د سپوږمۍ پر سطحه څېړنیزه اډه جوړه کړي.

په دواړو هېوادونو د فضايي ادارو له لوري په خپرو شویو ویناپاڼو کې ویل شوي، چې دا تمځای به د نورو هېوادونو د ګټې اخیستو لپاره هم وي. دواړو هېوادونو دا هوډ داسې مهال کړی، چې روسیه فضا ته د لومړي ځل لپاره د انسان استولو ۶۰مې کلیزې لمانځلو ته چمتووالی نیسي.