امریکایان دې د ایټمي موافقې له چوکاټه بهر غوښتنې نه کوي
د امریکا دکانګرس یو سل څلویښت جمهوری پالو اوډيموکراټو استازو دسه شنبې په ورځې دجوزف بایډن له حکومته غوښتي دي له ایران سره دې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ورآخوا موافقه وکړي .
فارس خبری اژانس راپورورکړی ، په ویانا کې دیره په نړیوالو اورګانونو کې د روسې سفیر او دایمی استازي میخائيل اولیانوف پخپل یوه ټولنیز پیغام کې له ایران سره د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې له چوکاټه دبهر موافقې په باب د امریکا د کانګرس د یوسل څلویښتو استازو په لیک غبرګون ښودلی او ددغه هیواد دولسمشر جوبایډن دحکومت په نامې دغه لیک ئې هغه څه ته درسیدا لپاره چې له ایران سره ئې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ورآخوا بللي او وئيلی ئې دي ، دامریکا د کانګرس د استازو دغه خبره له واقعیټه ډیره لیرې ښکاري .
د امریکا دکانګرس یو سل څلویښت جمهوری پالو اوډيموکراټو استازو دسه شنبې په ورځې دجوزف بایډن له حکومته غوښتي دي له ایران سره دې له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ورآخوا موافقه وکړي .
داپه داسې حال کې دي چې د ایران د اسلامی جمهوریت اړونده چارواکو په کرتو ټينګار کړی دی ، دې ته په پام سره چې واشنګټن په یواړخیز ډول د نړیوالې ایټمي موافقې په خلاف ورزۍ کولو سره په غیر قانوني ډول له دغې موافقې وتلی اوتهران د امریکا د دغه غیر قانوني اقدام په غبرګون کې ګام په ګام خپلې ژمنې کمې کړي دي ، که امریکا خپلې غلطیانې جبران کړي او بندیزونه لغوه کړي ، نو ایران به هم خپلې کمې کړائ شوي ژمنې بیرته اجرا کړي او که داسې نه وي ، نو د نړیوالې ایټمي موافقې په سر په نوي چوکاټ کې هیڅ ډول خبرې اترې نه کوي او پخپلو دفاعي توانمنیو هم دهیڅ ډول موافقې امکان هم نشته .