سریلانکا کې په حجاب او دیني مدرسو باندې پابندۍ ولګېدلې
Mar 15, 2021 03:56 Asia/Kabul
د سریلانکا د امنیت وزیرا په یوه خبري غونډه کې وویل چې په کابینه کې پرېکړه شوې چې د مسلمانو ښځو د مخ پر پټولو بندیز ولګول شي.
د سریلانکا د امنیت وزیر سارات ویراسیکر وايي چې حکومت غواړي چې په سرلانکا کې تر زرو ډېرې اسلامي مدرسې هم بندې کړي.
دا په داسي حال کې دی چي د سریلانکا حکومت تر دې مخکې د کرونا وایروس د خپراوی په دوران کې د مړو د اجباري سوځولو قانون هم پلي کړی و چي د مسلمانانو له غبرګون سره مخ شو.
په سریلانکا کې د سینهالی د حکومت په راتلو سره د ۲۰۱۹ میلادي کال راپه دې خوا د بشري حقونو فعالین په دغه هیواد کې د مسلمانانو په وړاندې د تېروتنو د زیاتېدو خبر ورکوي.
ټیګونه