ورځپاڼو ته کتنه ۲۷-۱۲-۹۹
(last modified Wed, 17 Mar 2021 08:16:32 GMT )
Mar 17, 2021 12:46 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲۷-۱۲-۹۹

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو ځينو مهمو خبرونو ته ستاسو پام راوګرځوو:

په سر کښې هم جمهوري اسلامي ورځپاڼه رااخلو. دغې ورځپاڼې د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير له قوله وليکل: امريکه په لوېديځه اېشيا کښې د ناامنيو د رامنځته کېدو ذمه واره ده.

محمد جواد ظریف په تهران کښې په يوه غونډه کښې وویل: په سیمه کې د د امریکې تخریبي اقدامات یوازې په فوځي لاسوهنو پوري نه ختمیږي، د امریکې اقتصادي جګړه د ایران د ولس په وړاندې زیاتي ستونزې په تېره بیا د کورونا وبا په مسئله کښې رامینځ ته کړي دي.

ظریف زیاته کړه: ایران د ټولو ګاوڼدیو سره د خبرو اترو لپاره تیاري لري او د سیمي د راتلونکو طرحو لپاره د پردیو شتون یا لاسوهنو ته ضرورت نشته، مونږ د خبرو اترو له لاري کولې شوو سیمي ته ټولنیزه، اقتصادي او انساني وده ورکړوو.

ورځپاڼې د ايران د اسلامي جمهوريت د روغتيائي چارو د وزير په حوالې سره وليکل: ایران به د کورونا وېکسينو په ډګر کښې تر ټولو په غوره جوړونکي بدل شي.

سعید نمکي د فخر يو نومې  کرونا ضد وېکسينو د کلینیکل آزماینې په وړومبي پړاو کښې په ایران باندې لګول شویو بندیزونو ته په اشارې سره زیاته کړه: نن په ویاړ سره ويلې شوو چي د ایران اسلامي جمهوریت د بندیزونو سره سره په نړۍ کښې د کورونا د خپرېدو په مدیریت کښې د یو وتلی هیواد په توګه ځلیږي.

نمکي د ایران امریکې تر مینځ د کوویډ ۱۹ وائوسو د مدیریت په پرتله کولو سره، وویل: ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود د لارښؤنو په مټ د کور ونا په مدیریت کښې کامیاب شوے دے، حال دا چي امریکه تر اوسه د کورونا د بحران په کابوکولو کښې ناکامه پاتي شوې ده.

-----

د تهران چاپ رسالت ورځپاڼې د ايټمي انرجۍ د نړيوال آژانس د مشر په نقل سره وليکل: د ایټمي موافقې برجام غړي دې دایران له درې میاشتني فرصته استفاده وکړي.

رافایل ګروسي د اروپائي پارلیمان د بهرنیو تعلقاتو او دفاعي چارو د کمیشنونو په ویډیوئي کانفرنس کښې  پخپله وینا کښې هیله ښودلې ،  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې برجام  لوري دې  د ایران  له خوا په  ورکړې شوي درې میاشتني فرصت کښې د نړیوالې ایټمي موافقې د غړو ګډ کمیشن ته  بیرته ستانه شي یا لږ ترلږه  د بیرته ستنیدو لپاره يو حرکت شروع کړي .

  ګروسي  له ایران سره  شوي نړیوالې ایټمي موافقې ته د  امریکې بیرته ستنیدل ممکن بللي او وئيلي ئې دي ، دوي یعني امریکایان  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته له بیرته ستنیدو سره  دلچسپی لري ، البته تر دې دمه ځيني مسئلې شته چې باید شفاف سازي وشي . نړیوالې ایتمي موافقې ته دامریکې بیرته ستنیدل سخته چاره ده البته ناممکنه  نه ده .

---

د تهران چاپ اطلاعات نومې یوې بلې ورځپاڼې بيا د سوريې د سرچينو په نقل سره وليکل: د سورئې فوځ د وحشي صهیونیسټي رژيم توغنده اي حمله شنډه کړه.

د خبر له مخې د دغه هیواد دفوځ هوافضادفاعي ځواک، بیګا  د پلازمینې دمشق په شاوخوا د وحشي او تیریګر صهیونیسټي رژيم  له توغندوي حملې سره سخته مقابله کړې  او څو توغندي ئې په فضا کې تباه کړي دي .

ورځپاڼې د يمن په چارو کښې د ملګرو ملتو د خاص استازي له قوله وليکل: په یمن کښې ستر انساني ناورین د رامنځ ته کیدو په حال کښې دے.

مارټین ګریفیټس پرون په یو راپور کښې تاکيد وکړ،د یمن د صنعاء هوائي ډګر پرانیستل،د سونګو او نورو ضروري شیانو منتقلیدل په یمن کښې د عامو خلقو  په  خلقو  د مشکلاتو د اثراتو  د کمولو لپاره یو اصلي ضرورت دے ، چې باید  په اول فرصت کښې دغه  چاره ترسره شي .

-----------

اوس به د پاکستان چاپ ورځپاڼې راواخلو چې په سر کښې د راولپنډۍ جنګ ورځپاڼې ته لاس  کوو. دغې ورځپاڼې په وړومبي مخ په غټه سُرخۍ کښې ليکلي، د دغه هېواد پي ډي اېم ائتلاف د حکومت په خلاف لاريون کولو پروګرام وځنډوۀ، د دغه ائتلاف  مشر مولانا فضل الرحمان وويل، د ائتلاف يو  غړے ګوند پيپلز پارټي د قومي اسمبلۍ له چوکيو څخه په استعفاء باندې ځينې اعتراضات لري او له صلاح مشورو نه پس به فېصله وکړي.

ورځپاڼې د پاکستان د وزيراعظم عمران خان له قوله وليکل: د حکومت لپاره پي ډي اېم دومره خطره نه ده څومره چې ګراني ده. هغه پرون د کابینې په غونډه کښې د دې خبرې په کولو سره د رمضان په مبارکه مياشت کښې په غريبانانو او بې وزله خلقو د ګرانۍ د بوج د کمولو لپاره د اوۀ اشاريه اتۀ ارب روپو رمضان پېکج اعلان کړ.

--------

د پېښورچاپ مشرق ورځپاڼې بيا وليکل، په خېبرپښتونخوا صوبه کښې د کورونا وائرسو د خپرېدو د مخنيوي په خاطر  د دغې صوبې په نهو ضلعو کښې اسکولونه او مارکيټونه وتړل شول. دغه فېصله د خېبرپښتونخوا صوبې د وزيراعلی محمود خان په مشرۍ يوه غونډه کښې اوشوه او وويل شول چې په هره ضلع کښې چې په کورونا د اخته کېدو کېسونه له لس فيصدو زياتيږي هلته به اسکولونه او ښؤنځي بندولې شي.

ورځپاڼې په يو خبر کښې د پاکستان د سائنس او ټېکنالوجۍ د وزير فواد چودهري له قوله وليکل، په دغه هېواد کښې مېشته افغان کډوالو لپاره سمارټ کارډونه جاري کيږي.

ورځپاڼې د بهرنيو رسنيو له قوله وليکل: په اسپانيا کښې په هفته کښې د څلور ورځو کار او درې ورځو تعطيل نظام متعارف شو. او وويل شول چې دغه نظام د خلقو له ذهني روغتيا،تولیدي صلاحيتونو او د موسمي بدلونونو له اثراتو سره له مبارزې سره مرسته کوي او يو کامياب نظام دے.

-------

دا  هم د کابل چاپ ورځپاڼې چې په سر کښې مسير ورځپاڼه د سي اېن اېن په حوالې سره وليکل، دغه خبري چېنل په دوحه کښې د امريکې او طالب ډلې د موافقې په ناکامۍ باندې په اعتراف سره وويل: افغانستان کې حالات د دوحې هوکړې مطابق مخ ته نه دي روان او زياته يې کړه، امریکایي حکومت د افغانستان په اړه ځینې مسایل له امریکایانو پټوي. سي اېن اېن په خپل رپوټ کښې زياتوي: امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو حضور ته ادامه ورکول غواړي. سرچینه کاږي طالبان همدا اوس هم د وخت په ضایع کولو بوخت دي او دې ته په تمه دي چې د دوحې هوکړې نېټه پوره شي او که تر هغه وروسته امریکایي عسکر له افغانستان و نه وځي نو دغه ډله جګړو ته ادامه ورکوي.

ورځپاڼې د افغان ولسمشر له قوله وليکل: ولسمشر غني: طالبان د سولې پروسې د سبوتاژ  کولو هڅه کوي او په هرات او بغلان کې د وروستیو ماین چاودنو ذمه واري يې په طالبانو اچولې ده.

له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه  د ولسمشر غني له قوله وائي، د ملکي خدماتو او عامه تاسیساتو پر کارکوونکو، ساتونکو او استادانو چې د هیواد د اولادونو په روزنه او تحصیل بوخت دي، برید د اسلامي او بشري ارزښتونو خلاف جنایت دی اوهیڅ توجیه نه لري. ولسمشر زیاته کړې، د طالبانو له لوري د وروستیو تاوتریخوالیو زیاتوالی ښیي چې دا ډله نه یوازې د اوسني ناورین د سوله ییز او اساسي حل اراده نه لري، بلکې د وضعیت له پېچلي کولو سره د سولې برابر شوی فرصت سبوتاژ کوي.

------------

د کابل چاپ هشت صبح ورځپاڼې په خپل آنلائن سائيټ کښې وليکل: د افغانستان د ملي مصالحتي شورا د مشر عبدا... عبدا.... په مشرۍ يوپلاوے د افغانستان په اړه په روسيې کښې په غونډه کښې د ګډون لپاره نن ماسکو ته لاړ. د خبر له مخې په دغه پلاوي کښې د عبدا... عبدا... په شمول دولس تنه شامل دي.

-------

هېواد ورځپاڼې بيا وليکل د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د افغان سولې بهير څخه د ملاتړ په هدف د ګاونډيو او سيمې هېوادونوله هڅو مننه کړې او تمه يې ښودلې چې د افغان سولې په اړه روانې ګډې هڅې به مثبتې پايلې ولري.ورځپاڼه ليکې د روانې مارچ مياشتې په ۱۸مه په مسکو او په راتلونکې مياشت کې په دوحه کې د افغان سولې په اړه غونډې جوړېږي او تمه ده، چې د افغان کشالې د سوله ييز حل لپاره په کې پر معقولو حللارو خبرې وشي.

------