تختروانچي:
بندیزونه د سوریې کړکیچ لااوږدوي
په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي وویل: د سوریې خلاف د یواړخیزو بندیزونو لګول یا زیانمنونکې اقدام دی او یوازې د دغه هیواد کړکیچ او د هغه د خلکو کړاؤنه زیاتوي چې د کرونا د خپریدو په شان له نورو ستونزو سره هم مخامخ دي.

د ایرنا د خبر له مخې مجید تخت روانچي پرون د امنیت شورا په هغه غونډه کښې چې د سوریې د انساني وضعیت په هکله ترسره شوه، زیاته کړه: په ۲۰۲۱ کال کښې په سوریې کښې د لوږې د خطر په هکله د ملګرو ملتو د سرمنشي وروستی رپورټ د دغې ستونزې د هواري لپاره د نړیوالو مرستو په ضرورت باندې ټینګار کوي.
هغه زیاته کړه: په داسې حال کښې چې اړمنو کسانو ته د انساندوستانه مرستو رسول لوړ وړومبیتوب او ضرورت دی، خو په اوږدې مودې کښې یې دوام په یوازې سر ستونزه نه هواروي او هم داشان دغه اقدام د هغو بنیادي اقداماتو ځاې نه شي اخیستې چې په سوریې کښې د پایداره صلحې، امنیت او ثبات د ضمانت لپاره ضروري دي.
په ملګرو ملتو کښې د ایران د ائمي استازي په دوام کښې وویل: وړومبنې او ترټولو مهم اقدام د ترهګرو د ختمولو، د ناغوښتو بهرنیو ځواکونو د وتلو او د سوریې د سرحدونو د امنیت د تامینولو له لارې د دغه هیواد د بشپړې واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ضمانت دی.
تخت روانچي هم داشان د سوریې د مهمو بیخ بیناؤ د بیارغاونې کوشش، د کډوالو د ستنیدو لپاره د مساعدو حالاتو برابرول او په سیاسي بهیر کښې لازیات پرمختګ نور ضروري اقدامات وبلل.