د افغانستان د سولې بهیر حساسې مرحلې ته رسیدلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i98286-د_افغانستان_د_سولې_بهیر_حساسې_مرحلې_ته_رسیدلی_دی
ټاکل شوې ده د ترکیې استابنول په اپریل میاشت کې د کابل دحکومت او طالبانو ډلې د لوړپوړو چارواکو دغونډې کوربه شي  چې په دې اړه هم د ترکیې  خارجه وزیر د تاجیکستان غونډې تر څنګ د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره هم کیتنه او مشورې کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 31, 2021 00:00 Asia/Kabul
  • د افغانستان د سولې بهیر حساسې مرحلې ته رسیدلی دی

ټاکل شوې ده د ترکیې استابنول په اپریل میاشت کې د کابل دحکومت او طالبانو ډلې د لوړپوړو چارواکو دغونډې کوربه شي  چې په دې اړه هم د ترکیې  خارجه وزیر د تاجیکستان غونډې تر څنګ د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره هم کیتنه او مشورې کړي دي .

زمونږخبریال د آ ناتولی خبری آژانس له قوله راپور راکړ  د ترکیې خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو  چې هیواد ئې  په راتلونکي میاشت کې د بین الافغاني  غونډې دیوې برخې کوربه دی ، دافغانستان  دسولې په بهیر کې ئې  داوسنۍ وخت په احساس کیدا ټينګار کړی دی .

  مولود چاووش اوغلو  پرون  د آسیا دزړه نومې غونډې  کې  چې په تاجیکستان کې روانه ده ،  وئيلی دي ، د افغانستان د سولې بهیر  حساس او برخلیک ټاکونکي مرحلې ته رسیدلی دی .  دترکیې خارجه وزیر  په قطر کې د بین الافغاني  خبرواترو په ملاتړ سره وئيلی دي ، په عین حال کې  په افغانستان کې تاؤتریخوالی دوام لري  او په همدې دلیل  د سیاسی حل لارې ترلاسه کولو لپاره  یوه جامع اوربند ته ته اړتیا ده .

ټاکل شوې ده د ترکیې استابنول په اپریل میاشت کې د کابل دحکومت او طالبانو ډلې د لوړپوړو چارواکو دغونډې کوربه شي  چې په دې اړه هم د ترکیې  خارجه وزیر د تاجیکستان غونډې تر څنګ د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره هم کیتنه او مشورې کړي دي . د افغانستان ولسمشر په عین حال کې د دو شنبې په غونډې کې د نړیوالو اورګانونو د څارنې غوښتنه کړې ،څو په دې توګه  د قدرت  منتقلیدا د  شفافو انتخاباتو له لارې ترسره شي .