د افغانستان د سولې بهیر حساسې مرحلې ته رسیدلی دی
ټاکل شوې ده د ترکیې استابنول په اپریل میاشت کې د کابل دحکومت او طالبانو ډلې د لوړپوړو چارواکو دغونډې کوربه شي چې په دې اړه هم د ترکیې خارجه وزیر د تاجیکستان غونډې تر څنګ د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره هم کیتنه او مشورې کړي دي .
زمونږخبریال د آ ناتولی خبری آژانس له قوله راپور راکړ د ترکیې خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو چې هیواد ئې په راتلونکي میاشت کې د بین الافغاني غونډې دیوې برخې کوربه دی ، دافغانستان دسولې په بهیر کې ئې داوسنۍ وخت په احساس کیدا ټينګار کړی دی .
مولود چاووش اوغلو پرون د آسیا دزړه نومې غونډې کې چې په تاجیکستان کې روانه ده ، وئيلی دي ، د افغانستان د سولې بهیر حساس او برخلیک ټاکونکي مرحلې ته رسیدلی دی . دترکیې خارجه وزیر په قطر کې د بین الافغاني خبرواترو په ملاتړ سره وئيلی دي ، په عین حال کې په افغانستان کې تاؤتریخوالی دوام لري او په همدې دلیل د سیاسی حل لارې ترلاسه کولو لپاره یوه جامع اوربند ته ته اړتیا ده .
ټاکل شوې ده د ترکیې استابنول په اپریل میاشت کې د کابل دحکومت او طالبانو ډلې د لوړپوړو چارواکو دغونډې کوربه شي چې په دې اړه هم د ترکیې خارجه وزیر د تاجیکستان غونډې تر څنګ د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره هم کیتنه او مشورې کړي دي . د افغانستان ولسمشر په عین حال کې د دو شنبې په غونډې کې د نړیوالو اورګانونو د څارنې غوښتنه کړې ،څو په دې توګه د قدرت منتقلیدا د شفافو انتخاباتو له لارې ترسره شي .