امریکا نړیوالې ایټمي موافقې ته په ستنیدا ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i98296-امریکا_نړیوالې_ایټمي_موافقې_ته_په_ستنیدا_ده
 په یوه بل خبر کې روئيټرز خبري آژآنس د درو اروپائي ډيپلوماټانو  له قوله  راپور ورکړی ، اروپائي اتحادیه   نیّت لري ، دایران په ضد نوي بندیزونه ولګوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 31, 2021 01:16 Asia/Kabul
  • امریکا نړیوالې ایټمي موافقې ته په ستنیدا ده

 په یوه بل خبر کې روئيټرز خبري آژآنس د درو اروپائي ډيپلوماټانو  له قوله  راپور ورکړی ، اروپائي اتحادیه   نیّت لري ، دایران په ضد نوي بندیزونه ولګوي .

 ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ  داروپائي اتحادئې دبهرنی سیاست دکمیشن مشر جوزف بورل  له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د امریکا غیر قانوني وتلو ته له اشارې پرته  ادعا  کړې ،نړیوالې ایټمي موافقې ته د واشنګټن بیرته ستنیدا  ډيپلوماسۍ او وخت ته اړتیا لري .

 جوزف بورل  مدعی شوی ،  هغه  دجامعې نړیوالې ایټمي  موافقې د غږملونکي په توګه  هڅه کوي څو  دامریکا نوی حکومت  دغې نړیوالې ایټمي موافقې ته بیرته وګرځوي .  بورل همداراز منلې ده چې  دامریکا له خارجه وزیر آنتوني بلینکن  سره ئې  یوه اونۍ په مخکینۍ کتنې کې  جامعې نړیو الې ایټمي موافقې  ته دبیرته ستنیدا پشمول  په ځينو موضوعګانو  خبرې کړي دي .

 په یوه بل خبر کې روئيټرز خبري آژآنس د درو اروپائي ډيپلوماټانو  له قوله  راپور ورکړی ، اروپائي اتحادیه   نیّت لري ، دایران په ضد نوي بندیزونه ولګوي .

 په دغه راپور کې وئيل شوي دي ، په دغو بندیزونو کې یو شمیر ایراني چارواکي شاملیږي ، چې د بشري حقوقو  دخلاف ورزۍ په پلمه  ئې شتمنۍ هم تړل کیږي .

  په دغه راپور کې همدرااز وئيل شوي دي ، دغه بندیزونه په زیات احتمال سره نن اعلانیږي  ، البته  ددغو  کسانو نامې به  راتلونکي اونۍ او هاله چې دغه بندیزونه اجرائي شي ، اعلان کړي .  دغو درو اروپائي ډيپلوماټانو  وئيلي دي ،  د امریکا په شان اروپائي اتحادئې  هم  له ۲۰۱۱کال راهسې دبشري حقوقو دخلاف ورزیو په پلمه  د  ایران داتیاؤ کسانو په ضد  بندیزونه  لګولی دي ،او هرکال په اپریل میاشت کې  دغه بندیزونه  تمدید کیږی . دغه بندیزونه به نن یعني دچارشنبې په ورځ بیا نوي شي .