د کورونا ویروس د امریکا له پوځي لیبراتور خپور شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i98344-د_کورونا_ویروس_د_امریکا_له_پوځي_لیبراتور_خپور_شوی
زمونږ خبریال وايي د چین د بهرنیو چارو وزارت وویل دغه امکان شته چې کورونا ویروس د امریکا له پوځي لیبراتور خپور شوی وي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 01, 2021 01:06 Asia/Kabul
  • د کورونا ویروس د امریکا له پوځي لیبراتور خپور شوی

زمونږ خبریال وايي د چین د بهرنیو چارو وزارت وویل دغه امکان شته چې کورونا ویروس د امریکا له پوځي لیبراتور خپور شوی وي .

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هوا چونینګ د ملګروملتونو د روغتیا موسسې ډبلیو ایچ او بیانیې ته په غبرګون کښې  وویل په فورټ ډیټریک سیمه کښې د امریکا له پوځي ازمیښت ځای څخه د کورونا ویروس د خپریدا امکان شته .

د چین دغه ډيپلوماټې وویل له ووهان ولایت څخه د کورونا ویروس د خپریدا په هکله زیات تحقیقات ترسره شوي دي خو د تحقیق لپاره به د   امریکا د فورټ ډیټریک سیمې دروازې کله خلاصې شي ؟

هغې وویل ولې هیڅوک د امریکا د فورټ ډیټریک د لیبراتور په هکله پوښتنه نه کوي ؟د دغه لیبراتور  په هکله خبرونه په دوه زره نولسم (۲۰۱۹)میلادي کال کښې خپاره شول خو سمدستي هر څه پټ وساتل شول او دغه چپتیا د څه لپاره ده ؟

فورټ ډیټریک د امریکا یو(۱) بایلوژیکي لیبراتور دی چې د څلورمې (۴) درجې ازمیښت ځای ګڼل کیږي .

امریکا بایلوژیکي لیبراتورونه له هیواد څخه بهر  د اوکراین ، د ګرجستان د ارمنستان او د اذربایجان په شان هیوادونو کښې جوړ کړي دي کوم چې هر کاله د زرګونو کسانو د مړینې سبب کیږي او هیڅ اداره د امریکا د دغو لیبراتورانو په هکله هیڅ تحقیق نه ترسره کوي .