د ایران په ضد بندیزونه هماغه راز پخپل ځاي پاتې دي 
https://parstoday.ir/ps/news/world-i98356-د_ایران_په_ضد_بندیزونه_هماغه_راز_پخپل_ځاي_پاتې_دي
  د ایران اسلامي جمهوریت  دجنورۍ په شلمه نیټه  دامریکا  دنوي حکومت  واک ته له رسیدا وروسته  اعلان کړی دی چې امریکا یو لوری  دی چې  له نړیوالې ایټمي موافقې وتلې او لومړۍ  دې امریکا  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د مادو په ا ساس پخپلو ژمنو عمل  ته بیرته ستنه شي  او د ایران له خوا ئې له تائيد اووریفیکیشن وروسته به ایران  هم خپلو ژمنو ته بیرته وګرځي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 01, 2021 08:25 Asia/Kabul
  • د ایران په ضد بندیزونه هماغه راز پخپل ځاي پاتې دي 

  د ایران اسلامي جمهوریت  دجنورۍ په شلمه نیټه  دامریکا  دنوي حکومت  واک ته له رسیدا وروسته  اعلان کړی دی چې امریکا یو لوری  دی چې  له نړیوالې ایټمي موافقې وتلې او لومړۍ  دې امریکا  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د مادو په ا ساس پخپلو ژمنو عمل  ته بیرته ستنه شي  او د ایران له خوا ئې له تائيد اووریفیکیشن وروسته به ایران  هم خپلو ژمنو ته بیرته وګرځي .

فارس خبری آژانس راپور ورکړی ،  د امریکا دخارجه وزارت ویندوي نډ پرایس په خبري ناستې کې وئيلي دي ، د ایران په ضد امریکا اوسني بندیزونه پخپل ځاي پاتې دي  او  بندیزونو ته دبې پامۍ  لپاره  د ایران هرډول هڅه ارزول کیږي .

 نډپرایس  بیګا د امریکا په خارجه وزارت کې پخپل خبری کنفرانس کې وئيلي دي ، د ایران او چین ترمینځ د جامعې موافقې  په باب به هم چې د امریکائي بندیزونو باندې دسترګو پټولو یوه هڅه ده ،  ارزونې وکړي   البته  واشنګټن  له بیجینګ سره  په ایټمي دوسیې کې  پخپلو ګټو کې غږمله دی .

دامریکا  دخارجه وزارت ویندوي په دوام کې وئیلي دي ،د ایران په ضد بندیزونه به له ډيپلوماټيکې  لارې پرته  لغوه نشي .

 نډپرایس له ملنډو په ډکو څرګندونو کې یو ځل  مدعي شوی ، امریکا له ایران سره  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته په ګډه بیرته ستنیدا ته تیاره ده خو دا ا یران دی چې په دې اړه  له خبرواترو سرغړوي .

  د ایران اسلامي جمهوریت  دجنورۍ په شلمه نیټه  دامریکا  دنوي حکومت  واک ته له رسیدا وروسته  اعلان کړی دی چې امریکا یو لوری  دی چې  له نړیوالې ایټمي موافقې وتلې او لومړۍ  دې امریکا  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د مادو په ا ساس پخپلو ژمنو عمل  ته بیرته ستنه شي  او د ایران له خوا ئې له تائيد اووریفیکیشن وروسته به ایران  هم خپلو ژمنو ته بیرته وګرځي . د تیرې دوشنبې په ورځې  پولیټيکو خپرونې  د دوو امریکائي چارواکو له قوله لیکلي وو ، چې  د امریکا حکومت  اوسنیو شرائطو ته په پام سره  په نظر کې لري ، ډ ير زر او شاید په یوې اونۍ کې  د خبرواترو د پیلیدو لپآره نوی وړاندیز  او پیکیج وړاندې کړي .