د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i98456-د_تهران_او_کابل_ځینی_نننۍ_ورځپاڼې
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځيني ورځپاڼې به هم د رسره شریکې کړو،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 04, 2021 07:37 Asia/Kabul
  • د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځيني ورځپاڼې به هم د رسره شریکې کړو،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي .

      دا هم د تهران  چاپ کیهان ورځپاڼه ده  چې پخپل انټرنیټي سایټ کې  ئې لیکلي دي ،  دامریکا ولسمشر جوبایډن په ډاګه اعتراف کړی دی ،امریکا د پيړۍ په ترټولو بد اقتصادي وضعیّت کې ده .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، د یمن دملی نجات حکومت دفاع وزیر  محمد ناصر العاطفی وئيلي دي ، که  سعودي ائیتلاف  وغواړي ، خپلو حماقتونوته دوام ورکړي ،نو  دیمن پوځ او  ولسی مبارزان  به د ؛ستر درد ؛ په نامې سره سټراټژۍ اجرا کړي او  دعربستان په مینځ کې به  له زیاتې موخې په شیشت کې راولي .

 دافغانستان دفاع وزارت په یوې ا علامیې کې وئيلی دي ، په بغلان ،کندهار ، لغمان ، فاریاب  او بدخشان ولایتونو کې د پوځ په مځکنیو او هوائي عملیاتو کې په وروستیو ۴۸ ساعتونو کې ۷۷وسلوال طالبان وژل شوي دي  او په لسګونو نور  ټپیان شوي دي . داپه داسې حال کې دي چې  په قطر کې د امریکا او طالبانو  ډلې ترمینځ د سولې موافقه  او دغه راز بین الافغاني خبرې اترې  دافغانانو لپاره نوره هیڅ  اهمیّت نه لري او زیاتره ولس په دې اند د ی چې دا یوازې د وخت تیرول دي . 

دبحرین د منامې پشمول په زیاترو ښارونو اوښارګیو کې  د آل خلیفه رژيم په ضد د انقلابی ولس  اعتراضونه او مظاهرې بیا پيل شوي او  دوي هوډ کړی ، چې د خپلو سوله ایزو موخو د ترلاسه کولو پورې به په کراره کې نه ني  او  خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي . 

د سورئې په ختیځ کې  خبرو سرچینو وئيلي دي ، امریکا هماغه راز په د یرالزور او الحسکه ولایتونو کې د سورئې  د فُسیلي سونګو په زیرمو کې  دخپل ځواک په پياوړي کولو بوخته ده .

د صهیونیسټ رژيم  جنګ وزیر بنی ګانټس ایشوا کړې ده ، اسرائيل د داخلی جنګ په لاره روان دی .

              دا هم د تهران چاپ ابرار ورځپاڼه  ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې  نن لیکلي دي ، د امریکا، جاپان ، جنوبی کوریا دملی امنیت سلاکارانو  د یوې ګډې اعلامیې په خاساس  چې د سپينې  ماڼۍ له خواخپره شوې ده ، موافقه کړې ،  څو د شمالي کوریا د ایټمي وسلو د له مینځه وړلو پورې خپلو درې اړخیزو  ملګرتیاؤ ته  دوام ورکوي .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،  د سورئې په دیرالزور او  الحسکه ولایتونو کې  د دغه  هیواد پوځ او مقاومتي چورلیز ځواکونو د تکفیري ترهه ګرو پر پټنځایونو په حملو سره د جنایتکارو تکفیریانو په لسګونو کسانو  ته مرګ ژوبلې اړولي او دغه راز ئې د دوي یو شمیر په سترو وسلو  سنبال ګاډي هم تباه کړي دي .

  د افغانستان په مختلفو سیمو کې  د افغان پوځ او وسلوالو طالبانو ترمینځ  اخ وډب هماغه راز دوام لري او  دا یوازې  بې ګناه او بې څوکه  افغان ولس دی چې  ددغو شخړو قرباني کیږي .

 د پاکستان  حکومتي چارواکو  د انګلستان له خوا په دغې فیصلې چې د  پاکستان هوائي الوت شرکت پي آئي اې  او له دغه هیواده د انګلستان په لور نور  الوتونو باندې بندیز لګولی ،  نیوکې کړي او وئيلي ئې دي  د انګلستان دچارواکو له دغې فیصلې د سیاسی موخو بوي راځي .

دسعودي عربستان  په ختیځي سیمو  القطیب او ځینو نورو ښارونو کې د آل سعود رژيم  د خپل سرو اقداماتو په ضد  اعتراضونه راپورته شوي او وئيل کيږي د آل سعود رژيم امنیتی مامورانو  دغه اعتراض کونکي یو ځل بیا په سخته ځپلي او یو شمیر کسان ئې هم نیولي دي .

د ایران د روغتیائي چارو وزارت  مرستیال ډاکټر حریرچي په هیواد کې د کرونائي ناروغۍ د موردونو زیاتیدا ته په اشارې سره   وئيلي دي په راتلونکو شپو ورځو کې که   روغتیائي پروټوکولونه رعایت نشي ، نو د کرونا څلورمې مرحلې رارسیدا احتمال  چې ډيره هم خطرناکه مرحله به وي ، زیات شوی دی ځکه چې  دتهران پشمول په ځینو ولایتونو کې د کرونائي ناروغانو  دشمیر زیاتیدا  ددغې خطرناکې بلا  دزیاتیدا بد ځيری ورکوي .

 داهم رسالت ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن ليکلی دي ، د  امریکا  خارجه وزیر آنتوني بلینکن  هماغه راز مدعي دی چې  واشنګټن او اروپائي ټرائيکا له تهران سره د  ډيپلوماټيک تعامل او ملګرتیا لپاره کلک هوډ لري  او د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  داحیاء په موضوع کې هم  غونډسکه  د ایران په ګراؤند کې ده .  داپه داسې حال کې دي چې  د ایران د  اسلامی جمهوریت اړونده لوړپوړو چارواکو په ډاګه وئيلي دي ،  هماغه شان چې امریکا په یو اړخیز اوغیر قانوني ډول له نړیوالې ایټمي موافقې وتلې او د ایران په ضد ئې بندیزونه بیرته لګولي دي ،باید هماغه شان په سرټيټي سره بیرته  دغې نړیوالې ایټمي موافقې ته وګرځي  او دایران په ضد لګولي درست  بندیزونه دې ختم کړي او  پخپلودرستو ژمنو دې عمل و کړي ، که داسې نه وي ،نو نه امریکاد  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې برخه ده او نه هم  مونږ له دوي سره کومې مستقيمې یا غیر مستقیمې  خبرې کوو او نه هم دوي د نړیوالې ایټمي موافقې برخه ګڼو  او دغه شان  داروپائي ټرائيکا  غړو هیوادونو ته هم روښانه کوو ، چې خپلواکه دریځ دې غوره کړي او د امریکا په یو اړخیز پالنې  او ددوي په پلۀ دې پل نه ږدي .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،په اردن کې  خبرو سرچینو وئيلي دي ،د ا ردن دپاچا   د ورور او پخواني ولی عهد پشمول  دسلطنتي کورنۍ یو شمیر  غړي  او د  لوړپوړي  چارواکي د کودتا په تور  نیول شوي ، دا هم وئیل شوي دي چې دغه کودتاچیان د عربستان  تالی څټي  دي او  دعربستان  له آل سعود رژيمه ئې  لارښونې  ترلاسه کولې څو په  اردن کې د  دوهم ملک عبدا... دپاچائي نظام په ضد کودتا وکړي .

د  عربی نړۍ ځینو خبرو سرچینو  وئیلي دي ،د یمن مارب ولایت د دغه هیواد پوځ او ولسی مبارزو کمیټیو د مبارزانو په لاس د آزادۍ په درشل کې دی او  دمارب سټراټژيک ښار  لویدیځي او شمالي سیمې   د یمن دپوځ او مبارزانو لاس ته ورغلي دي  او دغه راز د  آل سعود رژيم او ددوي اربابان  لالهانده شوي  چې که د مارب ولایت د دوي د تالی څټو له لاسه ووځي نو نور  په یمن کې د دوي خوبونه  په اوبو لاهو کیږي.په همدې خاطر ده چې د  عربستان ولی عهد محمد بن سلمان ته نفسیاتي ترینګلتیاوې ورپیښې شوي دي  او ممکنه ده  په دې اړه  د سعودي ائيتلاف په مشرانو کې تر ډیره حده سربدالي او اختلافات نور  هم زیات شي .

Image Caption

 

 اوس هم راګرځو دکابل چاپ ځینو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستي او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .

د کابل چاپ ورځپاڼو په سر کې داهم  مسیر ورځپاڼه ده ،مسیر ورځپاڼې لیکلي، د استانبول ناستې ته د یوې طرحې وړاندې کول په دې معنی نه‌دي چې دا یوازنۍ لاره ده او بله هېڅ لاره نه‌شته.

خو لیکوال ټینګار کړی چې د سولې لپاره د دې پلان پشمول ، ټولې طرحې باید په هر اړخیز ډول وارزول شي او هغه پلان چې معقول  او عملي وي، باید ومنل شي.

د لیکوال په اند پلان  باید داسې وي چې له سولې سره مرسته وکړي او د یو بل د چپه کولو هڅه پکې ونه‌شي.

ورځپانې ټینګار کړی، که خبره رښتیا د هر ډول قربانۍ وي، د هر ډول قربانۍ یوه لاره همدا ده چې پر بیلابیلو طرحو  کار وشي او تر ټولو معقوله او علمي طرحه چې ګواښونه کموي او د سولې چاره یقیني کوي، باید وټاکل شي او عملي شي.

=     د کابل چاپ  هیواد حکومتي ورځپاڼې د ترکيې ناستې په  اړه  لیکلي چې طالبان لاهم هڅه کوي ، د دوحې د غونډو په څېر دلته هم وخت ضايع کړي او د زور او تاوتريخوالي له لارې واک ترلاسه کړي.

وړاندې د افغانستان د  کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت لوی رياست اندېښنې را اخیستل شوي چې طالبان په دې هڅه کې دي ، په لويو ښارونو کې تاوتريخوالی ډېر کړي.

خو لیکوال ټینګار کړی چې افغان دولت به په هېڅ صورت د زور له لارې طالبانو ته واک ته د رسېدو اجازه ورنه‌کړي.

وړاندې سپارښتنه شوې چې د ترکيې غونډه د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده، افغانان او نړيواله ټولنه په دې غونډه کې وروستيو لاسته راوړنو ته په پام سره مهمه پرېکړه کوي او اړتیا ده اوسنی فرصت ضایع نه‌شي.

 

 

=      دکابل  چاپ  افغانستان ورځپاڼې بیا  د کرونا ویروس دریمې څپې ته په اشارې لیکلي چې دا ګواښ د افغانستان حکومت او خلکو ته یو خبرداری دی چې د احتیاطي اقداماتو لپاره له وړاندې غور وکړي.

ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي  چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په ننګرهار او هرات کې د کرونا د دریمې څپې راپور ورکړل شوی او په یوه ورځ کې د ۸۱ کرونائي  پېښو ثبت د خطر یو زنګ دی چې حکومت او خلک باید ورته جدي پام وکړي.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې د کرونا د درېیمې څپې ګواښ جدي دی او که چېرې ورته چمتووالی ونه‌نیول شي د تېر کال په څېر به د ځاني تلفاتو ترڅنګ خلک له ګڼو مالي زیانونو سره هم مخ کړي.