په سومالیا کې دالشباب ۷۴ترهه ګر هلاک شوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i98518-په_سومالیا_کې_دالشباب_۷۴ترهه_ګر_هلاک_شوي
 الشباب ترهه ګره ډله  له ۲۰۰۷کال راهسې هڅه  کوي ،څو دسومالیا مرکزي حکومت نسکور کړي ، چې  په  دغه پړاؤ کې ئې تر دې دمه د لسګونو زره عامو خلکو وینه هم بهولې ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 05, 2021 09:42 Asia/Kabul
  • په سومالیا کې دالشباب ۷۴ترهه ګر هلاک شوي

 الشباب ترهه ګره ډله  له ۲۰۰۷کال راهسې هڅه  کوي ،څو دسومالیا مرکزي حکومت نسکور کړي ، چې  په  دغه پړاؤ کې ئې تر دې دمه د لسګونو زره عامو خلکو وینه هم بهولې ده .

 فارس خبري آژانس راپورورکړی،دسومالیا دپوځ  دمځکني ځواک قوماندان  محمد تهلیل بیجي  نن په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي ،د شبیلي سفلي ولایت  په اوطیغلي  او  بریري سیمو کې  په دوو پوځي مرکزونو د  الشباب ترهه ګرې ډلې د  جنایتکارو په حملې کې  دپوځیانو په ځوابی عملیاتو کې  کابو ۷۴ وسلوال ترهه ګرهلاک او په لسګونو نور هم ټپیان شوي  او دغه راز دولس نور هم ژوندي نیول شوي دي .

 دسومالیا دپوځ قوماندان  وئيلي دي ، په دغې حملې کې الشباب ترهه ګرې ډلې  زیات شمیر تجهیزات او نور وسایل هم تباه شوي دي .

 الشباب ترهه ګره ډله  له ۲۰۰۷کال راهسې هڅه  کوي ،څو دسومالیا مرکزي حکومت نسکور کړي ، چې  په  دغه پړاؤ کې ئې تر دې دمه د لسګونو زره عامو خلکو وینه هم بهولې ده .