ورځپاڼو ته کتنه ۱۸-۱-۰۰
(last modified Wed, 07 Apr 2021 08:42:03 GMT )
Apr 07, 2021 13:12 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۱۸-۱-۰۰

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره زۀ ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو ځينو مهمو خبرونو ته ستاسو پام راوګرځوو:

وړومبې هم د تهران چاپ رسالت ورځپاڼه رااخلو چې د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر له قوله يې وليکل: نن يوازې يو غږ اورېدل کيږي او هغه دا چې د برجام ايټمي موافقې ټول لوري دې نتيجې ته رسېدلي دي چې  له برجام ايټمي موافقې او د هغې په ژمنو باندې پوره عمل کولو نه بغېر بله حل لاره نشته چې دا چاره د د ايران د اسلامي جمهوريت لپاره يوه نوې کاميابي ده.

ډاکټر حسن روحاني د کابينې په غونډه کښې زياته کړه: د روژې په مبارکه مياشت کښې به له شپيتۀ ميلين وطنوالو سره د سبسيډي له لارې معيشتې مرستې کولې شي.

----------

د تهران چاپ  جمهوري اسلامي په ويانا کښې د برجام د ګډ کمېشن د اتلسمې حضوري غونډې په اړه يې وليکل: په ويانا کښې د ګډ کمېشن په غونډه کښې د بنديزونو د ختمېدو افق روښانه شو. په خبر کښې د ايراني مذاکراتي ټيم د مشر له قوله يې وليکل: د ايران په خلاف د امريکې د ټولو بنديزونو ختمول د برجام ايټمي موافقې د احياء لپاره وړومبنے ګام دے.

د ورځپاڼې مطابق سيد عباس عراقچي زياته کړه، د ايران اسلامي جمهوريت دې ته تيار دے چې د ټولو بنديزونو له ختمېدو او د هغو له راستي آزمائنې وروسته خپل تلافي کېدونکي ايټمي اقدامات اودروي او د برجامي ژمنو پوره اجرا ته راوګرځي.

ورځپاڼې د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت د وياند له قوله وليکل: امريکه پکار دے ټول بنديزونه لغو کړي.

سعيد خطيب زاده له پریس ټی وی سره په خبرو کی وویل که امریکا غواړی ایټمی موافقه وژغوری نو باید ټول بایکاټونه لغوه کړي .هغه وویل ایران  د برجام د احیا لپاره د ګام په ګام هیڅ پروګرام نه قبلوی .

-------

د تهران چاپ ايران ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل: د ايران او تاجېکستان د دفاع وزيرانو د تعلقاتو په پراختيا تاکید وکړ.

د ايران د دفاع وزير د تاجېکستان د دفاع د وزير په کتنه کښې وويل: د دواړو هېوادونو مشترکات د تعلقاتو د پراختيا لپاره زيات ظرفيتونه رامنځته کولې شي. جنرل امير حاتمي په دغه کتنه کښې وويل: هيله من يوو چې د پسرلي د موسم د شروع کېدو په شان به له تاجېک دوستانو او وروڼوسره په دوو اړخيزو تعلقاتو او ملګرتياو کښې د يو نوي باب د شروع کېدو کتونکي يوو.

ورځپاڼې له مخې د تاجېکستان د دفاع وزير جنرل شېرعلي مېرزا هم په دغه کتنه کښې د ايران په اسلامي جمهوريت کښې په شتون د خوښۍ په څرګندولو سره د ايران له اسلامي جمهوريت سره  د سياسي، فوځي او دفاعي ملګرتياو او هر اړخيزو ملګرتياته د تاجېکستان اراده کلکه وبلله او واضحه يې کړه، د دواړو هېوادونو د تاريخي تعلقاتو د مخينې په مناسبت مو کړې شوي دي زياتو کلتوري او اجتماعي مشترکاتو ته په پام سره به ښو او ارزښتناکو سټراټيجکو نتائجو ته اورسيږوو.

----

همدارنګ د تهران يوې بلې اطلاعات ورځپاڼې د روسيې د رسنيو له قوله وليکل: پوټین تر ۲۰۳۶ کاله د ولسمشر پاتې کېدو قانون لاسلیک کړ.

د روسیې د نوي اساسي قانون پر اساس، ولادیمیر پوټین لاسلیک کړ، نوموړی به تر ۲۰۳۶ م کال پورې په واک کې پاتې شي.

د خبر له مخې ولادیمیر پوټین له تېرو دوو لسیزو راهسې د روسیې واکمن دے. دې ۶۸ کلن دے او د اوسني قانون له مخې به تر ۸۳ کلنۍ پورې د روسیې ولسمشر وي.په روسیه کې د ولسمشرۍ دوره شپږ کلنه ده.

ورځپاڼې د یمني رسنيو له قوله وليکل، د يمن فوځي او ولسي ځواکونو يو ځل بيا په توغنديو او ډرون الوتکې سره د سعودي د جدې ښار په فوځي او اقتصادي اهدافو حمله وکړه.

خبر زياتوي چې له دغو حملو وروسته د جدې ښار د هوائي ډګر ټول الوتونه په ټپه اودرېدل او همدارنګ د جيزان هوائي ډګر هم په بشپړه توګه بند کړې شو.

د خبر له مخې سعودي د دغو حملو د سر او مال تاوانونو په اړه څه نه دي ويلي.

------------

اوس به د پاکستان چاپ ورځپاڼو ته لاس کړوو چې په سر کښې جنګ ورځپاڼې ته لاس کوو. دغې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په سر کښې وليکل: د پاکستان د حکومت مخالف ائتلاف پي ډي اېم کښې درز رامنځته شو او اے اېن پي ګوند له دغه ائتلافه ووتۀ.

د ورځپاڼې له مخې اے اين پي يعني عوامي نېشنل پارټۍ تور ولګوۀ چې د پي ډي اېم ائتلاف ځينې ګوندنه دغه ائتلاف د خپلو ګټو لپاره استعمالوۀ او غوښتل يې چې اے اېن پي ته زيان ورسوي.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د روسيې خارجه وزير نهه کاله پس پاکستان ته په سفر راغے.

د خبر له سرګئ لاوروف په خپل سفر کښې د افغانستان د صلحې په بهير کښې د پاکستان د رول د اهميت په بيانولو سره ستائنه وکړه او وې ويل روسيه او پاکستان د ملګرو ملتو د منشور مطابق د سيمې د لانجو هوارے غواړي.

---------

د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې بیا وليکل:د پاکستان وزيراعظم په انتخاباتي اصلاحات د زرترزره کار شروع کولو حکم ورکړه. د خبر له مخې عمران خان وويل: پکار دے په انتخاباتو کښې د پېسو د استعمال مخنيوے اوشي.

د يو بل خبر له مخې  د خېبر پښتونخوا صوبائي حکومت په هغو ضلعو کښې چې پکښې کورونا زياته ده تر اتم کلاس پورې اسکولونه تر اختره پورې وتړل.

---------

او دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې،

 هشت صبح ورځپاڼې د سولې طرحې په تړاو دوو جنجالي موضوعاتو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د جمهوریت په ډګر کې دوه مسئلې د نورو پرتله ډېرې جنجالي دي چې ممکن د استانبول په ناسته کې د جمهوریت حوزه په دوو برخو سره وویشي.

ورځپاڼې لیکلي، د سولې تر هوکړې وروسته د سیاسي نظام جوړښت او د اوسني دولت برخلیک هغه دوه مهم مسایل دي چې په اړه یې بېلابېل نظرونه موجود دي.

ورځپاڼې همدارنګه ټینګار کړی چې د جمهوریت په حوزه کې باید د نظرونو اختلاف تر استانبول ناستې وړاندې حل شي که نه سنونزې به لا پراخې شي.

------

مسیر ورځپاڼې لیکلي چې ملګرو ملتونو، د ترکیې او قطر استازو د افغانستان په تړاو په ترکیه کې د جوړېدونکې غونډې په اړه ګډ کار پیل کړی او د دې تر څنګ ویل کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحه کې د طالبانو او افغان حکومت د مرکچي پلاوو استازو ته هغه لیک سپارلی چې په کې د ترکیې د غونډې اجنډا معلومه شوې ده.

----

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا وليکل ارغنداب ولسوالۍ له طالبانو پاکه شوه.

د ورځپاڼې په قول ملی دفاع وزارت وایی، افغان امنیتی ځواکونو د پیل شویو عملیاتو په ترڅ کې د کندهار ارغنداب ولسوالۍ په بشپړه توګه له طالبانو څخه پاکه کړې ده.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او سیاسی معیین پر دولتی مډالونو وستایل شول.

جمهوررییس غنی محمد حنیف اتمر ته د غازی امیر امان الله خان دولتی نښان او میرویس ناب ته د غازی میرمسجدی خان دولتی مډال د ورکړې پرمهال دواړو ته په ورسپارل شویو چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.په پای کې د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر او د یاد وزارت سیاسی مرستیال میرویس ناب د یاد نښان او مډال د ورکړې په خاطر له جمهوررییس څخه په مننې هېواد او هېوادوالو ته د خدمت په موخه یو ځل بیا خپله ژمنتیا وښوده.

--------

او دا هم مسير ورځپاڼه چې يې په يو خبر کښې وليکل: کرنې وزارت وايي، چې تېر کال په افغانستان کې څه باندې یو مټریک ټنه ورېښم تولید شوي دي. د دغه وزارت چارواکي وايي، چې دغه لرغونی صنعت په افغانستان کې یو ځل بیا د ودې په حال کې دی.

د کرنې وزات ویاند اکبر رستمي وایي: «زموږ معلومات ښيي چې په تېر ۱۳۹۹ هجري لمریز کال کې په افغانستان کې د ورېښمو تولید یو زر او ۹۹ کیلو ګرامو ته رسېدلی دی.»

ورځپاڼې په يوبل خبر کښې وليکل: افغانستان په روان مالي کال کې تر ۱۷ میلیاردو افغانیو ډېر پور اخیستی

افغان دولت په داسې حال کې په روان مالي کال کې له نړیوال وجهي صندوقه ۱۷،۴ میلیارده افغانۍ پور اخیستی، چې له دې مخکې یې له نړیوالو بنسټونو او هېوادونو ۱،۸ میلیارده امریکايي ډالر پور اخیستی و.

------

 

ټیګونه