ملګروملتونو د دوبۍ د واکمن د لور په حالت اندیښنه وښودله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i98702-ملګروملتونو_د_دوبۍ_د_واکمن_د_لور_په_حالت_اندیښنه_وښودله
تسنیم خبري اژانس وايي ملګروملتونو د متحده عربي اماراتو د دوبۍ د واکمن د لور په برخلیک باندې د اندیښنې په څرګندولو سره ټینګار وکړ د اماراتو حکومت تراوسه داسې ثبوت چې ثابته کړي میرمن لطیفه ال مکتوم ژوندۍ ده نه دی وړاندی کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 10, 2021 01:42 Asia/Kabul
  • ملګروملتونو د دوبۍ د واکمن د لور په حالت اندیښنه وښودله

تسنیم خبري اژانس وايي ملګروملتونو د متحده عربي اماراتو د دوبۍ د واکمن د لور په برخلیک باندې د اندیښنې په څرګندولو سره ټینګار وکړ د اماراتو حکومت تراوسه داسې ثبوت چې ثابته کړي میرمن لطیفه ال مکتوم ژوندۍ ده نه دی وړاندی کړی .

د ملګروملتونو د بشري حقوقو د لوړې کمشنرۍ د دفتر ویاند مارټا هورټاډو پرون وویل د اماراتو حکومت تراوسه د ثبوت د وړاندې کولو لپاره د ملګروملتونو غوښتنې ته چې ثابته کړي د دوبۍ د واکمن شیخ  محمد بن راشد ال مکتوم لور لطیفه ال مکتوم اوس هم ژوندۍ ده تراوسه هیڅ ځواب نه دی ورکړی .

هه په دې خبرې سره چې د ملګروملتونو چارواکي غواړي د میرمن لطیفه ال مکتوم د حالت په هکله په جینیوا کښې د متحده عربي اماراتو له استازي سره غونډه ترسره کړي وویل په دغه ناسته کښې به حتما د لطیفه د  خور «شمسه» موضوع هم مطرح شي .

مخکې  میرمن لطیفه یوه (۱) ویډیو خپره کړي وه چې هغې پکښې ویلي وو زه خپل پلار په یوه(۱) کور کښې یرغمله  کړي یم .

د دوبۍ د واکمن شیخ محمد بن راشد ال مکتوم لور لطیفه ال مکتوم په دوه زره اتلسم (۲۰۱۸) میلادي کال کښې هڅه کړي وه د سمندر له لارې له متحده عربي اماراتو وتښتي خو کومانډو ځواکونه هغه د هندوستان سواحلو ته نږدې ونیوله .

د میرمن لطیفه ال مکتوم خور شمسه وايي زما خور په دوبۍ کښې په کور کښې نظربنده ده او زما د پلار حکومتي مامورین په هغې څارنه کوي او هغې ته نشه ییز مواد ورکوي .