په ټیکنالوژۍ سمبال ماسک جوړ شو
Apr 13, 2021 07:56 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي امریکا په ټیکنالوژۍ سمبال یو(۱) سمارټ ماسک جوړ کړی دی .
د امریکا د دغه سمارټ ماسک ځانګړنه دا ده چې پکښې درې پکې (fans) او داسې ډیجیټل فلټرونه لګول شوي دي چې د سا د اخیستلو لپاره د هوا په پاکولو کښې مرسته کوي .
په دغه سمارټ ماسک کښې په درو (۳) پکو(fans) سربیره د بلو ټوت(blue tooth) هیډفون(head phone) او د مایکروفون(micro phone) اسانتیا هم شته او دغه ماسک په بیټرۍ سره تر اوو (۷) ساعتونو پورې کار کولای شي .
د دغه ماسک بیه درې سوه (۳۰۰) امریکايي ډالره ده .
ټیګونه