مسکو په امریکې باندې نوې بندیزونه ولګول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i99014-مسکو_په_امریکې_باندې_نوې_بندیزونه_ولګول
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چي مسکو به د امریکې په ۸ چارواکو باندې بندیزونه ولګوي او ۱۰ تنه امریکایي ډیپلوماټان هم له روسیې څخه وباسي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 17, 2021 03:07 Asia/Kabul
  • مسکو په امریکې باندې نوې بندیزونه ولګول

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چي مسکو به د امریکې په ۸ چارواکو باندې بندیزونه ولګوي او ۱۰ تنه امریکایي ډیپلوماټان هم له روسیې څخه وباسي.

سرګئي لاوروف اعلان وکړ چي مسکو د امریکې وروستیو ناسمو اقداماتو او بندیزونو ته په غبرګون کې به ۱۰ تنه امریکایي ډیپلوماټان له روسیې څخه وباسي او د امریکې په ۸ چارواکو باندې بندیزونه ولګوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: کرملین د امریکې له سفیر څخه غوښتنه کړې چي د خپل هیواد سره د سلامشورو لپاره له مسکو څخه ولاړ شي.

لاوروف ټینګار وکړ چي له دې ټولو سره سره هیواد یې د بایډن او د پوټین د احتمالي خبرو اترو ټول اړخونه څیړي او دغه کار ته په مثبت نظر ګوري.

د امریکې حکومت د دې هیواد په ټاکنو کې د لاسوهنو په تور ۳۲ روسي چارواکو او شرکتونو باندې نوې بندیزونه ولګول چي د ټکنالوجیو په زمینه کې فعالي روسي کمپنۍ هم په کښې شاملي دي.