په اسراییلو کې ډیمونا ایټمی تاسیساتو ته نږدې توغندې لګیدلې دې
د دغه راپور په اساس صیهونیسټ میشته ښارګیو په ټولنیزو چینلونو کې لیکلی دی چی د لویدیځې غاړې په جنوب ، رام ا... ، یورشلیم او الخلیل سیمو کې د چاودنې غږ اوریدل شوی دې .
د فلسطین شهاب خبری اژانس له راپور سره سم د صیهونیسټ رژیم د ټیلی ویژن ۱۲ چینل اعلان وکړ نن سهار په نیواکی سیمو کې د خبرداری ټلۍ غږونه واوریدل شول او بیا ورپسې په صیهونیسټ میشته ښارګوټو کې د درندې چاودنې غږ واوریدل شو .
د دغه راپور په اساس صیهونیسټ میشته ښارګیو په ټولنیزو چینلونو کې لیکلی دی چی د لویدیځې غاړې په جنوب ، رام ا... ، یورشلیم او الخلیل سیمو کې د چاودنې غږ اوریدل شوی دې .
له دې سره چی تراوسه د دغو چاودنو سرچینه نده جوته شوی خو نه تایید شوی راپورونه د دې ښودنه کوی چی پیټریاټ دافع هوا پلیټ فارم د دیمونا ایټمی تاسیساتو ته نږدې یو توغندې معلوم کړی دې .
یوې صیهونیسټی ورځپانۍ هم لیکلی دی چی د اسراییلو زیرمه ځواکونه تیارسی شوی دی او احتمال شته چی توغندې له سوریې توغول شوی وی .
له بلې خوا د سوریې سرچینو ویلی دی چی د دغه هیواد د پوځ دافع هوا د دمشق په لوړو کې څو توغندی تباه کړی دي .
د سوریې سانا خبری اژانس د یوې سوریایی سرچینې له قوله لیکلی دی نن سهار صیهونیستی غلیم د سوریې د نیواکی جولان له لوری د دمشق په څو برخو څو توغندی ویشتلی دي چی له امله یې څلور سوریایی عسکر ژوبل شوی هم دي . دغې پوځی سرچینې جوته کړی ده چی د سوریې دافع هوا له دغو توغندویو سره مقابله کړی ده او پکې اکثره یې تباه کړی دي . صیهونیسټ رژیم تل له ترهه ګرو د ملاتړ لپاره د سوریې د پوځ په مورچو او بیخ بینایی تاسیساتو حملې کوی .