د هندوستان میرمنې د پولیسو په مرکز کښې مراسم وکړل
Apr 25, 2021 12:53 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د هندوستان په راجستان صوبې کښې د پولیسو یوې(۱) ښځینه غړي ته د کورونا ویروس د بدو شرایطو په وجه چټیانې ملاو نشوې چې له کبله یې هغې د پولیسو مرکز د واد په کور بدل کړ .
د هندوستان د دغه میرمنې د کورکمن د لګولو مراسم د پولیسو په مرکز کښې ترسره شول او عکسونه او ویډیوګانې یې هم په اینټرنیټ پاڼو خپرې شوې .
د ویلو ده چې په هندوستان هیواد کښې کورونا ویروس بیخي ډیر شوی دی او هره ورځ په لکونو کسان په دغه ناروغۍ ککړیږي .
په تیرو څلرویشتو(۲۴) ساعتونو کښې په هندوستان کښې په کورونا ویروس درې لکه شپږڅلویښت زره نور کسان ککړ شوي دي او دوه زره شپږ سوه څلرویشت نور کسان بیا مړه شوي هم دي .
د کورونا ویروس د زیاتیدا له کبله د هندوستان په پولیسو او د روغتونونو په عملې دباو زیات شوی دی .
ټیګونه