د هندوستان میرمنې د پولیسو په مرکز کښې مراسم وکړل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i99460-د_هندوستان_میرمنې_د_پولیسو_په_مرکز_کښې_مراسم_وکړل
زمونږ خبریال وايي د هندوستان په راجستان صوبې کښې د پولیسو یوې(۱) ښځینه غړي ته د کورونا ویروس د بدو شرایطو په وجه چټیانې ملاو نشوې چې له کبله یې هغې د پولیسو مرکز د واد په کور بدل کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 25, 2021 12:53 Asia/Kabul
  • د هندوستان میرمنې د پولیسو په مرکز کښې مراسم وکړل

زمونږ خبریال وايي د هندوستان په راجستان صوبې کښې د پولیسو یوې(۱) ښځینه غړي ته د کورونا ویروس د بدو شرایطو په وجه چټیانې ملاو نشوې چې له کبله یې هغې د پولیسو مرکز د واد په کور بدل کړ .

د هندوستان د دغه میرمنې د کورکمن د لګولو مراسم د پولیسو په مرکز کښې ترسره شول او  عکسونه او ویډیوګانې یې هم په اینټرنیټ پاڼو خپرې شوې .

د ویلو ده چې په هندوستان هیواد کښې کورونا ویروس بیخي ډیر شوی دی او هره ورځ په لکونو کسان په دغه ناروغۍ ککړیږي .

په تیرو څلرویشتو(۲۴) ساعتونو کښې په هندوستان کښې په کورونا ویروس درې لکه شپږڅلویښت زره نور کسان ککړ شوي دي او دوه زره شپږ سوه څلرویشت نور کسان بیا مړه شوي هم دي .

د کورونا ویروس د زیاتیدا له کبله د هندوستان په پولیسو او د روغتونونو په عملې دباو زیات شوی دی .