د صهونیسټانو په جنایتونوسره د فلسطیني ملت هوډ اواراده نه کمیږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i99956-د_صهونیسټانو_په_جنایتونوسره_د_فلسطیني_ملت_هوډ_اواراده_نه_کمیږي
حفیظ چوهدري  د فلسطین  له ولسه په ملاتړ کې د پاکستان  دحکومت او خلکو په ژمنتیا په ټینګار سره  زیاته کړې ده ،  فلسطین  دهرپاکستاني په زړه کې ځاي لري او  د اسلام اباد د حکومت  دبهرني سیاست په لومړیتوب کې  دی .
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
May 07, 2021 05:13 Asia/Kabul
  • د صهونیسټانو په جنایتونوسره د فلسطیني ملت هوډ اواراده نه کمیږي

حفیظ چوهدري  د فلسطین  له ولسه په ملاتړ کې د پاکستان  دحکومت او خلکو په ژمنتیا په ټینګار سره  زیاته کړې ده ،  فلسطین  دهرپاکستاني په زړه کې ځاي لري او  د اسلام اباد د حکومت  دبهرني سیاست په لومړیتوب کې  دی .

 د پاکستان دخارجه وزارت ویندوي زاهد حفیظ چوهدري  پرون  د قدس د نړیوالې ورځې په درشل کې په اسلام اباد کې  د سیاسی مطالعاتو د اکاډمۍ په ویډیو ئي کنفرانس کې   د فلسطینو مسلمانانو  په نسل وژنې او په نیواکي ټاټوبي کې د صهونیسټي رژيم  په جنایتونو داندیښنې په څرګندولو سره  وئیلي دي ، د صهیونیسټانو په جنایتونو سره  دفلسطین د ملت  هوډ او شجاعت  نه لړزانه کیږي  ا و بلاخره بریالیتوب به د فلسطینو په نصیب وي . 

  حفیظ چوهدري  د فلسطین  له ولسه په ملاتړ کې د پاکستان  دحکومت او خلکو په ژمنتیا په ټینګار سره  زیاته کړې ده ،  فلسطین  دهرپاکستاني په زړه کې ځاي لري او  د اسلام اباد د حکومت  دبهرني سیاست په لومړیتوب کې  دی .

 د پاکستان دغه ډيپلوماټ  روښانه کړې ده ،   د دغه هیواد  اصولي دریځ  روښانه دی ، اسلام اباد  دفلسطیني ولس   د برخلیک د ټاکنې  له مسلم  حقه چورلټ ملاتړ کوي  او باؤري دی ، چې  د عادلانه او تل پاتې سولې لپاره ددغې موضوع حل ، د ملګروملتو  او داسلامی ملګرتیا موسیسې سره د اړونده  پریکړه لیکونو په اساس د فلسطین د  خپلواکه هیواد  دپلازمینې په توګه د قدس شریف   واقع کیدا ضروري ده .