-
دیمن عسکرو دعربستان ۱۳ پوځیان وژلی دی
Jan 03, 2018 02:55زمونږخبریال وایی د یمن سرچینو د سعودی عربستان په« عسیر» ولایت کښې د یمن له پوځ سره په جنګ کښې د سعودی عربستان ددیارلسو(۱۳) عسکرو د وژل کیدا خبر ورکړ .
-
ایران دامریکا د چارواکو لاسوهنې وغندلې
Jan 03, 2018 00:49ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې دایران داسلامی جمهوریت نمایندګۍ بیګا په یوې(۱) بیانیې کښې په ایران کښې د وروستیو بلواو او تاوتریخوالی په ملاتړ کښې د امریکا د چارواکو لاسوهونکی ویناوې په کلکه وغندلې .
-
په ۲۰۱۸ کال کښې د ټولو لورو لخوا د برجام د اجرا په لازموالی د موګرینی تاکید
Jan 02, 2018 14:37د اروپائی اتحادیې د بهرنی سیاست مشرې وویل چې له ایران سره د اېټمی موافقې د بیا نه تائیدولو لپاره د ډونلډ ټرمپ د فېصلې له اعلانه وروسته د څو اړخیزې ګروهنې لپاره سختې شېبې رامنځته شوې.
-
شیخ حمود: په ایران د تور لګونو دلیل، د فلسطین او مقاومت په وړاندی د تهران دریځ دی
Jan 02, 2018 10:44د مقاومت عالمانو د نړیوالی اتحادیې مشر په ایران کی د بلواګرو اقداماتو په غندلو سره ټینګار وکړ: د ایران په خلاف د لویدیځ د تبلیغاتو او تورونو دلیل؛ د فلسطین او مقاومت په هکله د تهران دریځ دئ.
-
د مرغومي د دولسمې نیټې ورځپاڼې
Jan 02, 2018 09:02د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
-
امریکا افغانستان ته نور پوځیان استوی
Jan 02, 2018 04:06زمونږخبریال وایی دامریکا یوې ورځپاڼې ویلی دی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ افغانستان ته دنورو عسکرو استولوته چمتو کیږی .
-
دپاکستان ګوندونو د ټرمپ څرګندونو ته غبرګون وښود
Jan 02, 2018 02:44ایرنا خبری اژانس وایی دپاکستان یوشمیر سیاسی ګوندونو او فعالانو د نوی میلادی کال په لومړۍ ورځ د اسلام اباد په اړه دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې وغندلې .
-
دسوریې عسکرو د جیش الاسلام ډلې پرضد عملیات پیل کړی
Jan 02, 2018 02:26فارس خبری اژانس وایی دسوریې عسکرو د دمشق په ختیځ کښې په النشابیه ، حزرما او زریقی چورلیزونو کښې له څو میاشتو ځنډ وروسته د جیش الاسلام ترهګرې ډلې پرضد پوځی عملیات پیل کړل .
-
دامریکا مرستیال ولسمشر د ایران دبلواګرو ملاتړ وکړ
Jan 02, 2018 02:15زمونږ خبریال وایی دامریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس (Mike Pence)چې هیواد یې دایران په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې ستره دوسیه لری پرون په ایران کښې د وروستیو بلواو ملاتړ وکړ .
-
هند او پاکستان یوبل ته د اټومی مرکزونو فهرست ورکړ
Jan 02, 2018 01:58ایرنا خبری اژانس وایی د هندوستان او د پاکستان خارجه وزارتونو په یووخت په نوی ډیلی او اسلام اباد کښې له ډیپلوماټیکې لارې دخپلو اټومی مرکزونو فهرست یوبل ته ورکړ .