دسوریې عسکرو د جیش الاسلام ډلې پرضد عملیات پیل کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i62483-دسوریې_عسکرو_د_جیش_الاسلام_ډلې_پرضد_عملیات_پیل_کړی
فارس خبری اژانس وایی دسوریې عسکرو د دمشق په ختیځ کښې په النشابیه ، حزرما او زریقی چورلیزونو کښې له څو میاشتو ځنډ وروسته د جیش الاسلام ترهګرې ډلې پرضد پوځی عملیات پیل کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 02, 2018 02:26 Asia/Kabul
  • دسوریې عسکرو په غوطه شرقي په تیره بیا په تل فرزات او حوش الفضاییه جبهو کښې هم پوځي عملیات پیل کړي دي .
    دسوریې عسکرو په غوطه شرقي په تیره بیا په تل فرزات او حوش الفضاییه جبهو کښې هم پوځي عملیات پیل کړي دي .

فارس خبری اژانس وایی دسوریې عسکرو د دمشق په ختیځ کښې په النشابیه ، حزرما او زریقی چورلیزونو کښې له څو میاشتو ځنډ وروسته د جیش الاسلام ترهګرې ډلې پرضد پوځی عملیات پیل کړل .

دغه پوځی عملیات له څو میاشتې ځنډ وروسته اوناڅاپه په غوطه کښې په المرج سیمه کښې پیل شوی دی او حکومتی عسکر په دغه سیمه کښې د جیش الاسلام ترهګرې ډلې په مرکزونو د بمباریو په حال کښې دی او د ترهګرو پرضد درنې وسلې کاروی .

دسوریې عسکرو په غوطه شرقی په تیره بیا په تل فرزات او حوش الفضاییه جبهو کښې هم پوځی عملیات پیل کړی دی او له ځمکې او هوا څخه دټروریسټانو په مرکزونو بمبارې کوی  .