-
د تل لپاره له اوکراین سره مرسته نه شو کولای
Oct 13, 2023 12:46د امریکا د سپینې ماڼۍ د استراتیژیکو چارو ږغملوونکی جان کربی رسنیو ته وویل اوکراین سره مو مرستو لپاره ۲۰۰ میلیون ډالره ځانګړې کړی دی، خو مرستې تل لپاره دوام نه شي موندلای.
-
روسیه په غزې باندې د صهیونیستي رژیم د بریدونو د ختمېدو غوښتونکې شوه
Oct 13, 2023 12:44د لوېدیځې اسیا په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی د فلسطین د ازادولو د کمیټې له منشي سره په خبرو کې د غزې تړانګې ته د سملاسي مرستو، اوبو ، درملو او خوراکي توکو د استولو په ضرورت ټینګار وکړ.
-
د الاقصی طوفان په عملیاتو کې د وژل شویو امریکایانو شمیر ۲۷ تنو ته لوړ شو
Oct 13, 2023 03:10د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا د ستراتیژیکو ارتباطاتو همغږي کوونکي خبر وکړ چې د اسرائیلي رژیم په خلاف د فلسطیني مقاومت د ځواکونو له خوا د الاقصی د طوفان په نوم له ناڅاپي عملیاتو وروسته په نیواکي فلسطیني سیمو کې د وژل شویو امریکایانو شمیر ۲۷ ته رسیدلی دی.
-
د الاقصی طوفان عملیاتو په اړه د روسیې او چین بېلابېل دریځونه
Oct 11, 2023 12:45د الاقصی د طوفان له عملیاتو وروسته، له صهیونیسټي رژیم سره د امریکا او د هغه د لوېدیځو ملګرو له بشپړ ملاتړ او حتی د واشنګټن له خوا دغه رژیم ته د پوځي مرستو او مهماتو له لیږلو سره سره، روسیې او چین د لوېدیځ د دوو سیالو قدرتونو په توګه، په دې برخه کې متفاوت دریځ غوره کړی او د لوېدیځ سیاستونه، په ځانګړې توګه د فلسطین د خلکو له حقونو څخه سترګې پټول، د وروستیو پېښو لامل ګڼلی دی.
-
هیله لرو چې د ایران اسلامي انقلاب په نړۍ کې له بدلون سره د ظهور لپاره زمینه برابره کړي
Oct 11, 2023 10:54د نیجریه د شیعیانو مشر ټینګار وکړ: هیله لرو چې د ایران اسلامي انقلاب په نړۍ کې له بدلون سره د ظهور لپاره زمینه برابره کړي
-
له نیجر څخه د فرانسوي ځواکونو د وتلو پیل
Oct 10, 2023 12:44له نیجر څخه د فرانسوي ځواکونو وتل پیل شول.
-
د نایجریا شیعه مشر سبا تهران ته راځي
Oct 10, 2023 12:33د نایجیریا د شیعه ګانو مشر "شیخ ابراهیم زکراکي" به سبا چهارشنبه تهران ته راشي.
-
بایډن د محرم اسنادو ساتلو په اړه د ځانګړي وکیل پوښتنو ته ځوابونه وویل
Oct 10, 2023 10:17سپینې ماڼۍ د سه شنبې په سهار اعلان وکړ چې د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن په خپل کور او شخصي دفتر کې د محرمو اسنادو د کشف په اړه له تحقیق کونکي سره خبرې وکړې او د هغه پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.
-
ایران د فلسطین د حماس په عملیاتو کښې لاس نلري
Oct 08, 2023 07:41رویټرز خبري اژانس راپور راکړی د امریکا یوه چارواکي د فلسطین د« الاقصی د طوفان» په عملیاتو کښې د ایران د لاس لرلو په هکله ادعاګانې رد کړې.
-
اته کلنې انجلۍ د پلار د خرڅولو اعلان خپور کړ
Oct 07, 2023 08:53زمونږ خبریال راپور راکړی د هندوستان په یوې سیمې کښې د پلار او د هغې د لور ترمینځ جګړې یوه عجیبه بڼه خپله کړي وه.