-
ایران په قطر کښې د امریکا العدید هوايي اډه په کامل ډول غیر فعاله کړه
Jun 06, 2026 04:01ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا «ایر اینډ اسپیس فورس» مجلې په یوه راپور کښې د امریکا د یوه لوړرتبه چارواکي او د څو نورو خبرو چارواکو په قول چې غوښتل نومونه یې ایشوا نشي ولیکل: د ایران توغندوي حملو د قطر په العدید هوايي اډې کښې د امریکا د ګډو هوايي عملیاتو مرکز (CAOC)ته زیات تاوان رسولی او هغه یې غیر فعال کړی دی.
-
د ایران اسلامي جمهوریت د اټومي وسلو د جوړولو هیڅ پروګرام نلري
Jun 06, 2026 03:43ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې خبرې باندې ټینګار سره چې ماسکو د اټومي وسلو د جوړولو په زمینه کښې د ایران د هڅې په اړه هیڅ ثبوت نلري د ایران پرضد د جنګ د بندولو په هکله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ فیصله یوازنۍ سمه پریکړه وبلله.
-
د ایران د اسلامي جمهوریت د اټومي پروګرام موضوع به حل شي
Jun 06, 2026 03:20ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په «ویسکانسین» ایالت کښې په دغه ادعا سره چې د ایران د اټومي پروګرام موضوع تر زیاته حده پاې ته رسیدلې ده ادعا وکړه چې دغه موضوع به په هره ممکنه بڼه حل شي.
-
امریکايي ـ کاناډايي شنونکی: د امام خمیني (ره) د مقاومت پیغام لا هم په ټوله سیمه کې ژوندی دی
Jun 05, 2026 15:56پارس ټوډې – یوه امریکايي ـ کاناډايي لیکوال او شنونکي د ایران د اسلامي انقلاب د بنسټ اېښودونکي امام خمیني (ره) د رحلت د کلیزې په مناسبت ټینګار وکړ چې د حضرت امام د مقاومت پیغام د زورواکو او سلطهګرو ځواکونو پر وړاندې لا هم په ټوله سیمه کې ژوندی دی او دوام لري.
-
پوتین د امریکا او صهیونیسټي رژیم د بریدونو پر وړاندې د ایرانیانو یووالی وستایه
Jun 05, 2026 15:17پارس ټوډې – د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا او صهیونیسټي رژیم د بریدونو پر وړاندې د ایران د خلکو یووالی وستایه.
-
له ایران سره د امریکا جنګ په کوم ډول د ریپبلیکن ګوند په کمزورۍ بدل شو؟
Jun 04, 2026 15:26د تیرو میاشتو بدلونونه ښودنه کوي چې د ایران پرضد د امریکا جنګ نه یوازې خپلو اعلان شویو هدفونو ته رسیدلی نه دی بلکې سوکه سوکه د امریکا په داخل کښې د ولسمشر ټرامپ په یوه تر ټولو مهم سیاسي چیلنج بدل شوی دی.
-
د امریکا ولسي جرګې د ایران پرضد د جنګ پریکړه لیک تصویب کړ
Jun 04, 2026 10:24ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسي جرګې کانګرس بالاخره د ایران پرضد د جنګ د بندولو او د جګړې د ختمولو لپاره د جنګي اختیاراتو پریکړه لیک د دوه سوه اتو مخالفو رایو په مقابل کښې په دوه سوه پینځلسو موافقو رایو سره تصویب کړ.
-
اسرائیلو ته د امریکا د مرستو په بندېدو سره سمدستي سیمه کې سوله راځي
Jun 03, 2026 13:14پارس تودی- د امریکا د جمهوري پال ګوند استازی په یوه پیغام کې له صهیونیست رژیم سره د امریکا په مرستو باندې په نیوکې سره، ټینګار وکړ چي د دغو مرستو په بندېدو سره، په سیمه کې به سمدستي سوله واکمنه شي.
-
د تهران او واشنګټن تر مینځ هوکړه د نتانیانو لپاره ننګونه رامینځته کوي
Jun 03, 2026 12:55پارستودی- امریکایي نشریې فورن پالیسۍ په یوه شننه کې ولیکل چي د جنګ د ختمېدو لپاره د ایران او امریکا تر مینځ د هوکړې د وروستي کېدو په صورت کې، د صهیونیست رژیم لومړي وزیر نتانیاهو به په سیاسي ډګر کې له جدي ننګونو سره مخ شي.
-
اولیانوف: د ایران د بډایه شويو یورانیمو لېږدولو ته اړتیا نشته
Jun 03, 2026 12:13پارس ټوډې – په ویانا کې د نړیوالو بنسټونو لپاره د روسیې دایمي استازي اعلان وکړ چې د ایران له خاورې څخه د بډایه شويو یورانیمو ایستل او لېږدول ضروري نه دي.