-
غریب آبادي: د امریکې د بشري حقوقو اصلي څیره د آلبانزه په بایکاټولو سره بې نقابه شوه
May 17, 2026 16:06پارس ټوډی- د ایران د خارجه وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال په سوشل میډیا کښې په یو پيغام کښې ولیکل: په نړیواله جزايي محکمه کښې د ځواب وینې د غوښتنې په وجه د ملګرو ملتو په یو ځانګړي رپورټرې بندیز لګول، د امریکې د بشري حقوقو د سیاسي اصلي څیره په ډاګه کوي.
-
په لندن کې د فلسطین د ۷۸ کلن اشغال پر ضد د اعتراض غږونو انګازې وکړې
May 17, 2026 06:31پارس ټوډي- زرګونه د فلسطین ملاتړکوونکي د نکبت د ۷۸مې کلیزې په مناسبت، د لندن په مرکزي واټونو کې د اشغال د دوام، په غزه کې د نسلوژنې او له صهیونیسټي رژیم څخه د برېتانیا د سیاسي او نظامي ملاتړ پر ضد لاریون وکړ.
-
اروپا ته د روسیې خبرداری: د ماسکو صبر او زغم مه ازمایئ
May 16, 2026 14:40د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان کې د روسیې دایمي استازي ویلي، د ناټو او اروپايي هېوادونو له لوري د روسیې پر ضد په جګړه کې د لاسوهنې زیاتوالی، اروپا یوې خطرناکې مرحلې ته نږدې کړې ده.
-
د امریکا د سنا د اقلیت مشر: چین ته د ټرمپ سفر بشپړه رسوايي وه
May 16, 2026 14:37د امریکا د سنا د اقلیت مشر: چین ته د ټرمپ سفر بشپړه رسوايي وه
-
په ایران باندې تیریګران باید د جنګ بایلونکي معرفی شي
May 16, 2026 14:15ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا مشهور اقتصاد پوه «جیفرې ساکس» باوري دی د نړیوالو حقوقو پراساس په ایران باندې تیري کونکي باید د جنګ د بایلونکو په توګه وګڼل شي؛هغوې د ملګروملتونو د منشور خلاف ورزۍ کړې ده او د ورپسې تاوانونو او د پایلو مسوول دي.
-
د ایران د اسلامي جمهوریت په اړه د چین سیاست بدل نشو
May 16, 2026 13:03ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان «ایکسپریس ټریبیون» ورځپانې چین ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د سفر د نتیجې په هکله ولیکل: د چین ولسمشر «شي جینپینګ» د امریکا له ولسمشر ټرامپ سره په خبرو کښې سوړ کړچار درلود چې د ټرامپ د عزت د ساتل کیدا سبب شو او دغه پیغام یې په صراحت سره منتقل کړ چې پیکینګ هماغه راز ډیپلماټیک اړم ته پاې بند دی او د تهران په هکله په خپلو دریځونو کښې بدلون راوستلو ته تیار نه دی.
-
امریکا به له ناټو تړون څخه ونه وځي
May 16, 2026 12:27ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فینلینډ ولسمشر «الکسانډر اسټوب» په یو لر څرګندونو کښې دې ته په اشارې سره چې امریکا له ناټو تړون څخه د وتلو اراده نلري وویل واشنګټن به هماغه راز په ناټو کښې خپل فعالیت ته دوام ورکړي ځکه چې دغه اقدام د واشنګټن له ګټو سره په تضاد کښې دی.
-
د امریکې پوځي چارواکی: د ایران خلاف جنګ زمونږ بودجه ختمه کړې ده/ د تهران په اقتدار باندې د سنټکام د قومندان اعتراف
May 16, 2026 11:42پارس ټوډی- د امریکې د سمندري ځواک د عملیاتو مشر وویل: د ایران خلاف جنګ د دې ځواک بودجه ختمه کړې ده او که تکمیلي بودجه تصویب نه شي نو د امریکې سمندري ځواکونه به له راتلونکې جولایۍ میاشتې نه سختو فیصلو کولو ته مجبور شي.
-
د امریکا او د چین ترمینځ اختلاف راښکاره شوی
May 16, 2026 11:32زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د چین د ولسمشر «شي جینپینګ» ترمینځ له دوه ورځنۍ کتنې وروسته دواړو هیوادونو بیلابیلې بیانیې خپرې کړې چې پکښې په مهمو موضوع ګانو کښې واضح اختلاف راښکاره شوی.
-
د امریکې د ایراني ضده پریکړه لیک له مسودې سره د چین مخالفت: محتوا یې مناسبه نه ده
May 16, 2026 11:25پارس ټوډی- په ملګرو ملتو کښې د چین نماینده د ایران او هرمز تنګي په هکله د امریکې او بحرین د پریکړه لیک مسوده «نامناسبه» وبلله او ورسره یې مخالفت وکړ.