د کابل په دشت برچي کښې د افغانستاني ماشومانو قتلِ عام
(last modified Wed, 19 May 2021 07:01:41 GMT )
May 19, 2021 11:31 Asia/Kabul
  • د کابل په دشت برچي کښې د افغانستاني ماشومانو قتلِ عام

په پنځویشتمه روژه د کابل د سید الشهدا ښوونځي مخې ته د شویو ترهګرو چاودنو په هکله یوه ځانګړې لیکنه

د تهران راډیو د ویب سایټ قدرمنو لوستونکو السلام علیکم! د روژې د مبارکې میاشتې په وروستیو ورځو کښې د افغانستان د پلازمینې کابل ښار په دشت برچي سیمه کښې د سید الشهدا په نامه د انجونو د یو ښوونځي مخې ته په شویو دریو ترهګرو چاودنو کښې د بیګناه ماشومانو د مظلومانه وژلې په هکله مو یوه ځانګړې لیکنه برابر کړې ده هیله ده چې تر پاې یې ولولئ.

*/*/*/*/*/*/*/*/*

په داسې حال کښې چې د شیعه او سني په شمول د افغانستان ټول مسلمان او مجاهد ولس تل د یو بل ترڅنګ په ګډه صلحه ایز ژوند تیر کړی دی او تاریخ ګواه دی چې د افغانستان د مسلمان ولس په منیځ کښې مذهبي تفرقه بیخي نه وه او دغه دواړه تل نه بیلیدونکي وروڼه وو. خو سره له دې، څو کاله وشول چې په افغانستان کښې د تفرقه اچونې او ورور وژنې ښکارنده راڅرګنده شوې ده او په وروستیو څو کلونو کښې د افغانستان ډیر مظلوم مسلمانان چې زیاتره شیعه مذهبه وو، شهیدان شوي دي. د وژلو پړه یې هم هر ځل د داعش په نامه یوې موهومې ډلې په غاړه اخیستې ده، دا هغه ډله ده چې نه د افغانستان په خلکو کښې نفوذ لري او نه په دغه هیواد کښې کومه معلومه جغرافیا لري.

د افغانستان د جنګ ځپلي ولس په تیره بیا د دغه هیواد د شیعه مسلمانانو مصیبتونه او کړاؤنه لکه چې ختمیدونکي نه دي. د روانې غويي د میاشتې د اتلسمې نیټې یعنې د روژې د مبارکې میاشتې د پنځویشتمې په مازیګر د کابل د لویدیځ په شیعه میشتې دشتِ برچي سیمې کښې د چاودنو څو غږونه واوریدې شول، کابل د غم په دوړو کښې ډوب شو، ورو ورو خبرونه راغلل چې سړکونه له مړو ډک شوي دي او زیاتره د ۹ او ۱۴ کالو ترمینځ عمر لرونکې ماشومانې جینکۍ دي.

*/*/*/*/*/*/*

د مازیګر په شل باندې څلور بجې په دشت برچي کښې د سید الشهداء ښونځي د چُټۍ د ټلۍ د کړنګیدو په وخت جینکو خپل کتابونه راغونډ کړل او بستې یې وتړلې او په ماشومانه خنداګانو او شور سره ډلې ډلې له ښوونځي څخه په راوتلو وې چې په خوا کښې ولاړ له بمونو ډک موټر وچاودیده.

د افغان ماشومانو نارې سورې او ژړاګانې پورته شوې، ځینو ماشومانو بیرته د ښوونځي لور ته منډه کړه چې دغه وخت بله چاودنه وشوه. د ماشومانو له مخونو خندا وتښتیده او ځاې يې په ژړا انګولا بدل شو. هر خوا ته غم او وحشت خور شو.

*/*/*/*/*/*/*

د دې پيښې یو عیني شاهد وايي: له چاودنې وروسته مې ولیدل چې د سید الشهدا ښوونځي مخې ته ډیرې زده کونکې لکه د ګلونو د پاڼو ترمې ترمې شوې دي. په دې منځومان کښې هغه څه چې ډیر یې وبوږنولم دا وو چې یوه ماشومه مې ولیده چې زخمي شوې او په خپلو وینو رنګ شوې وه، د کتابونو بستې یې اور اخیستې و او له ما څخه یې مرسته وغوښتله. ما فکر کوه چې ګني دا له ما غواړي چې زرترزره یې روغتون ته ورسوم خو دغې ماشومې په مړغوني غږ له ما وغوښتل چې کشره خور ترې ورکه شوې ده او د هغې په موندلو کښې یې مرسته وکړم.

دلته پوښتنه دا پیدا کیږي چې د افغانستان ماشومان ولې او په کوم جرم وژل کیږي؟

د بیګناه انسان وژل یوه نه بخښل کیدونکې ګناه ده. کله چې یو بیګناه انسان په ناحقه وژل کیږي نو ورڅخه د ژوند حق اخیستل کیږي او هغه له خپل ترټولو ستر حق څخه بې برخې کیږي.

متعال خدای د بیګناه انسانانو د وژل کیدو په هکله د تکویر د مبارکې سورې په ۹ آیت کښې پوښتنه کوي: په کوم جرم ووژل شول؟

قرآن کریم د بیګناه انسانانو د سر ساتنې او حرمت ته ډیر اهمیت ورکړی دی. دا اهمیت او ارزښت تر دې حده دی چې د یو بیګناه انسان قتل یې د ټولو خلکو د قتل برابر بللی دی او قصداً یې د بیګناه انسان د قتل له کبیره ګناه څخه منعه کړې ده او فرمايي: هر کس چې یو بیګناه انسان ووژني نو داسې ده لکه چې ټول انسانان یې وژلې وي.

*/*/*/*/*/*/

جاوید، د کابل د غمناکې پیښې یو بیانونکی داسې وايي: د چاودنې په وخت په پوهنتون کښې وم. کله چې دفتر ته ننوتلم نو ومې لیدل چې دوه همکاران مې ژاړي او له پیښې خبر شوم. سمدستي د پيښې ځاې ته لاړم ځکه چې زما یو نزدې خپل هم هلته زده کړه کوي. داسې مناظر مې ولیدل چې د کاڼي په شان سخت زړه هم ژړوي، هرې خوا ته مړي پراته وو او خلکو پرې ژړل.

یو بوډا سړی مې ولیده چې اوښکې یې له مخ او ږیرې څڅیدې او ویل یې: د خپلې لور خط مې وپیژنده خو خپله نه معلومیږي. هلته یو قیامت جوړ و، تر څو چې سترګو کار کوه، وینې روانې وې او ماشومانې وې چې په وینو کښې لغړیدې.

د دشت برچي په پیښه کښې مړې شوې زیاتره زده کونکې د بې وزلو کورنیو وې چې د کابل د یوې ډیرې محرومې سیمې په توګه دلته اوسیدلې او د قالینونو په اوبدلو سره د ژوند چارې تیروي او د یو ښه راتلونکي په هیله یې زده کړې ته مخه کړې او ښوونځي ته تللې.

*/*/*/*/*/*/*/*/*

دغه خونړۍ پیښه چې خلک ژړوي، په ټولنیزو شبکو کښې یې پراخ غبرګونونه درلودل او د کابل د سید الشهدا ښوونځي په وینو د سرو ماشومانو د مړو انځورونه په انټرنیټ کښې خپاره شول.

هم داشان د انټرنیټ کارونکو په مجازي فضا یا انټرنیټ کښې په خودجوشه توګه د دې ترهګرې پیښې له پاتې شویو سره د خواخوږۍ په ترڅ کښې په (کابل-تسلیت) او (برچي-تسلیت) هیشټیګونو او د کلپونو په جوړولو سره غمرازي وکړه.

د حسین یکتا په نوم د ټویټر یو ایراني کارونکی لیکي: هغه ورځ نزدې ده چې له هغو انجونو چې د چاودنې په لالايۍ سره په ښوونځي کښې په ابدي خوب اوده شوې پوښتنه وشي چې، بِأیِّ ذَنب قُتِلَت. (په کومې ګناه ووژل شوئ). آیا مونږ نه راویښیږو؟

یو بل کارونکي د نهج البلاغه د ۲۷ خطبې یوې برخې ته په اشارې سره لیکلي چې امام علي علیه السلام فرمايي: اوریدلي مې دي چې د یهودي ښځې له پښې یې کَړه خلاصه کړې ده، که مسلمان سړی د دې خبر په اوریدو مړ شي نو روا ده. افسوس دې وي پر ما چې داسې معصومې افغان ماشومانې په خاورو او وینو کښې لغړول کیږي او مونږ یې ننداره کوو. نن سبا د یو مردِ میدان کمی څومره ډیر احساسیږي.

د علیرضا په نوم یو بل کارونکي لیکلي دي: آیا د سید الشهدا په مکتب کښې له شهادته خواږه هم څه شته؟ ستاسو دې نصیب شي ځکه چې شهادت ستاسو لپاره د عزت لامل او د هغې نړۍ لپاره د شرم سبب دی چې ستاسو د وینې د توییدو په وړاندې یې خوله ګنډلې ده.

*/*/*/*/*/*/*/*

د افغانستان ډیرو سیاسي شخصیتونو او ارګانونو هم  په کابل کښې د شیعیانو خلاف ترهګره حمله وغندله.

دا وړومبې ځل نه دی چې د افغانستان خلک په تیره بیا هزاره قام او شیعه مسلمانان له خونړیو بریدونو سره مخامخیږي بلکې له دې مخکښې هم څوڅو ځلې د افغانستان په جوماتونو، ښوونځیو او پوهنتونونو کښې له حملو او بریدونو سره مخامخ شوي دي.

خو د افغانستان چارواکو او نړیوالې ټولنې په تیره بیا لویدیځو هیوادونو چې په دغه هیواد کښې د خپل پوځي شتون په موخه یې د ترهګرو فعالیتونو لپاره لاره هواره کړې ده، هرځل یې د دغو غمیزو تش په غندلو بسنه کړې ده او د افغانستان د مظلوم ولس د مصیبتونو تشه تماشه کوي.

دغه غندنې نورې نو تکراري او عامې شوې دي خو هیڅ کوم نړیوال ارګان او د سلطې نظام ځواب ورکولو ته غاړه نه ږدي چې د دغو بوږنونکو جنایتونو عاملان څوک دي او د افغانستان خلک ولې هره ورځ د ډیرو غمیزه ناکو جنایتونو قرباني کیږي.

حقیقت دا دی چې تحجر او استکبار د یوې سکې دوه مخه دي او دواړو یې تل له جهالته ګټه پورته کړې او له علم سره یې مقابله او دښمني کړې ده.

*/*/*/*/*/*/*/*