افغانستان اوپاکستان په تیره اونۍ کې
په دغه کتنه کښې د ملګرو ملتو د مشر ځانګړي استازي میرمن لاینزهم وویل چې له امریکايي چارواکو او له نړیوال بانک سره یې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو په هکله خبرې اترې کړې دي.
د نړیوالې ټولنې لخوا د طالبانو ډلې د واک په رسمیت پیژندلو لپاره د طالبانو غوښتنه
د طالبانو حکومت له مشر سره د ملګرو ملتو داستتازی کتنه
په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره له طالبانو د هند او روسیې غوښتنه
افغانستان ته هند د مرستو د ټرانزیټ د مجوز د صادرولو لپاره د پاکستان شرط
او د افغانستان له شیعه مشرانو سره دطالبانو دولت د مرستیال مشر کتنه په تیره اونۍ کې د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ ځینې مهم خبرونه وو .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت مرستیال مشر د ملګرو ملتو له ځانګړی استازۍ سره په کتنه کې وویل ټول د قانون په وړاندې یوشانته دي او د طالبانو سیاست ټولو لپاره تعلیم دې . د طالبانو د حکومت د مشر مرستیال زیاته کړه په ټول افغانستان کښې امنیت تامین شوی دی او طالبان له دې هیواد سره د مرسته کونکو ارګانونو د امنیت په تامینولو ژمن دي. عبدالسلام حنفي هم داشان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان د نیمګړو پروژو په بشپړولو کښې مرسته وکړي چې د کار کسب د فرصتونو په رامینځته کیدو سربیره، له افغانستانه د استعداد لرونکو ځوانانو د تیښتې مخنیوی وشي.
په دغه کتنه کښې د ملګرو ملتو د مشر ځانګړي استازي میرمن لاینزهم وویل چې له امریکايي چارواکو او له نړیوال بانک سره یې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو په هکله خبرې اترې کړې دي.
د طالبانو حکومت له مرستیال مشر سره د ملګرو ملتو د ځانګړی استازۍ کتنه په داسې شرایطو کې شوی ده چی دغې ډلې په ځلونو له ورپیښو مشکلاتو د افغانستان د ,تلو لپاره د نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کړی ده . په دې باره کې د ملکرو ملتو له استازۍ سره د حنفی خبرې چی د افغانستان ټول خلک د قانون په وړاندې یو شانته دي او دولت په هیواد کې د ټولو د تعلیم او لارو چارو د برابرولو لپاره ژمن دې ، نړیوالې ټولنې لپاره ښکاره پیغام لري چی اصلی هدف یې باور جوړونه ده .
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵ ژمنه وکړه چی د ټولو لپاره امنیت برابر کړی او لږکي هم د قانون په مطابق مساوي حقوق لري .
په تیرو میاشتوکې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې له خلکو سره د طالبانو د بدکړچار راپورونه خپره شول چی د افغانستان په داخل او بهر کې یې د خلکو په ازادیو او حقوقو د تیری او له قانون وراخوا اقداماتو په اړه اندیښنې راوپارولې .
د میرمنو د کار روزګار او زده کړوپه شمول د افغانستان د میرمنو د ټولنې د حقوقو مسله هم د طالبانو حکومت د ځینو چارواکو د څرګندونو او ځینو اعمال شویو تنګ نظریو په دلیل سبب شوی چی بیلا بیل هیوادونه په افغانستان کې د میرمنو د حقوقو باندې د سترګو پټولو په اړه خبردارې ورکړي او حتی د طالبانو په رسمیت پیژندلو مسلې ته د اجتماعی او وګړنیزو ازادیو او د رویې له بدلولو سره تړاو ورکړي .
په تیرو څلورو میاشتو کې د طالبانو بیلا بیلو چارواکو هڅه کړی ده چی په افغانستان کې دلږکیو ، قومونو او میرمنود حقوقو په رسمیت پیژندلو چوکاټ کې د دغې ډلې د څیرې په ښودلو سره نړیوالو ټولنه د طالبانو د حاکمیت په رسمیت پیژندلو ته قانع کړی چی تراوسه دغه ډله نده توانیدلی د ځینو اصلاحی رویو پرمخ نیولو سره سره د نورو هیوادونوباور جلب کړې شی .
په افغانستان کې د خلکو دحکومت د اساس د اعمالولو لپاره دغې ډلې ته د شل میاشتنی فرصت د ورکولو لپاره له نړیوالو ټولنې د غوښتنې په اړه د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت د سرپرست څه موده وړاندې خبرو وښودله چی دغې ډلې ته هم ډیره ښه پته ده چی په دغه هیوادکې له طالبانو د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو غوښتنه جدی ده او او د حکومت د چلولو لپاره طالبان نړیوالو مرستو ته ضرورت لری .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د روغتیا نړیوالې موسسې د افغانستان خلکو ته د روغتیایی خدماتو د وړاندی کولو لپاره د نړۍ د هیوادونو د سملاسی مرستې غوښتنه وکړه .
دنړیوالې روغتیا ادارې مسولانو ویلی دي په افغانستان کې د ۲۳۳۱ روغتایی مرکزونو د فعالیت د دوام لپاره کابو ۳۸۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده .
په افغانستان کې د نړیوالې روغتیا ادارې د مرستو غږملونکی ډاکټر جمشید وویل د نړیوال بانک او اروپای یاتحادیې په شان د نورو مرستندویو سره هڅه کوو چی د افغانستان د روغتیایی مرکزونو ترڅنګ په دغه هیواد کې د کرونا د درملنې مرکزونه هم فعال وساتو .
دا په داسې حال کی ده چی له دې مخکې نوموړی ادارې د افغانستان د روغتیایی سیسټم د دړې وړې کیدا په اړه خبردارې ورکړی وو او ویلی یې وو چی د دغې برخې د ادارې کارمندانو درې میاشتې کیږی چی تنخواګانې ندي اخیستي .
په وروستیو اونیو کې په افغانستان کې د انسانی کړکیچ د رامینځټه کیدا په اړه د بیلا بیلو اورګانونو لخوا د خبرداریو زیاتیدا دغه موضوع جوتوی چی دغه هیواد د نړیوالې ټولنې مرستو ته سملاسی ضرورت لری او په دې زمینه کې هر ډول ځنډ ممکنه ده ډیرې بدې پاییلې ولرلې شي .
په افغانستان کې د روغتایی ، تعلیمی او اقتصادی وضعیت په اړه خپره شوي راپورونه ښي چی دغه هیواد په دغو برخو کې د خلکو د اړتیاو د تامینولو لپاره نړیوالو مرستو ته اړتیا لري او د بیلا بیلو هیوادونو په وسیله د طالبانو د حاکمیت په رسمیت نه پیژندلو له مسلې سره د سیاسی تعامل نه کولو دافغاننستان د چارو په اداره کولو کې د طالبانو د دولت لپاره مشکلات زیات کړي دی .
په همدې اساس ده چی د طالبانو چارواکو له لویدیّځو هیوادونو غوښتي دي چی د سیاسی مسلاحظاتو په څنګته کولو او د بشردوستانه قوانینو په معیار ګرځولو سره د افغانستان خلکو ته سملاسي مرستې وړاندې کړي .
په افغانستان کې د لوږې او میلیونونو کسانو د خوراکی مصونیت د نیشتوالی په اړه خپرې شویو شمیرنو دا اندیښنې رامینځته کړي دي چی د بشر دوستانه د وړاندی کولو اصل ته د نړیوالې ټولنې سملاسی او جدی پام نه کول ممکنه ده له هرڅه زیات ماشومان او میرمنې د لوږې له خطر سره مخامخ کړي .
په تداسې شرایطو کې چی پر افغانستان د طالبانو سلطې سره له دغه هیواد سره نړیوالې مرستې ډیرې محدودې او کمې شوي دی ، ګاونډی هیوادونه په انسانی کړچار سره د ګډو غونډو د ترسره کولو په چوکاټ کې په افغانستان کې د خلکو سره د مرستې او د دغه هیوادد د سیاسی او اقتصادی وضعیت د تثبیت لپاره د بیلا بیلو لارو د موندلو په لټه کې دي . د اسلام اباد او تهران په کوربتوب په وروستیو میاشتو کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د دو غونډو په ترسره کولو سره مقرره ده د دغې غونډې دریم پړاو هم له طالبانو حکومت په بلنې سره په پاکستان کې ترسره شي .
ایران له هغوپه ګوته شمیر هیوادونو دی چی په وروستیو میاشتو کې یې څوځله د خوراکی موادو ، درملو ، او سونګو په شمول بیلا بیلې بشر دوستانه مرستې افغانستان ته ورلیږلی دي .
د ایرانی چارواکو له نظره باید په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره د هلو ځلو تر څنګ باید انسانی کړکیچ د مخنیوی لپاره د افغانستان له خلکو سره سملاسي بشر دوستانه مرستې وشي تر څو خلک قرباني نشي .
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د طالبانو د پوځ لوی درستیز وویل د افغانستان د پخوانی پوځ ځینې کارکونکی به د دغه هیواد په نوی پوځ کې جذب شي .
قاری فصیح الدین وویل هغه کسان چی په پخوانی پوځ کې یې زده کړې دي او البته په فساد کې یې لاس نه درلوده ، د افغانستان په نوی او طالبانو تر حکم لاندې پوځ کې شاملیږي . له دې مخکې د طالبانو د خارجه وزارت سرپرست امیرخان متقی هم ویلی وو طالبان په افغانستان کې د پخوانی پوځ ټولو عسکرو ته اړتیا نلري . د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد هم ویلی دی په افغانستان کې به خپلواکه هوایی ځواک جوړ کړی .
د روان کال د اګست په ۱۵ په افغانستان د طالبانو په خپلواکۍ سره هغه یوه پوښتنه چی عمومی افکارو لپاره مطرح وه ، د افغانستان له وسله وال ځواک سره د طالبانو حکومت مخامخیدنه وه .
د افغانستان د چارو د اداره کولو لپاره په یوې خاصې لیدتوګې د تکیې په شمول د طالبانو تفکراتو ته په پام سره دا ګومان مطرح دی چی دغه ډله به د دغه هیواد له ټولو پخوانیو عسکرو استفاده ونکړي او د ځینو ضوابطو په اساس به یوازې یوشمیر عسکر په نوی پوځ کې جذب شي .
د طالبانو دولت له نظره هغه زیاتره کسان چی د اشرفغنی په مشرۍ د تیر حکومت په پوځ کې یې غړیتوب درلوده ، په نوی پوځ کې غړیتوب ونلرلې شي ځکه چی هغو له فکری نظره د طالبانو ډلې له فکر سره ندي برابر .
په همدې اساس ده چی د طالبانو حکومت چارواکي په نوی پوځ کې د کم شمیر پخوانی پوځ د عسکرو دشاملولو خبره کړی ده .
طالبانو د افغانستان د کنټرول له ترلاسه کولو وروسته د نوی پوځ د جوړولو ژمنه کړی وه چی ظاهرا د طالبانو دولت د دغې فیصلې د سریزو د برابرولو په حال کی دې . له ګواښونو سره د مقابلې او د دغه هیواد له پولو د دفاع لپاره په افغانستان کې د یوه منظم پوځ د بڼه غوره کولو لپاره هڅه د دې په ترڅ کې چی د طالبانو لپاره یو اوږدمهاله هدف حسابیږی ، د افغانستان د وروستیو میاشتو د شرایطو له امله وی چی په معناداره توګه ناامنۍ په زیاتیدا دي .
د افغانستان د پارلیمان پخوانۍ غړی میرمن شکریه بارکزی وایی که طالبان د داعش د کنټرولولو او فرقه ایز جنګ د مخنیوی لپاره جدی اقدام ونکړی نو افغانستان به له جدی کړکیچ سره مخامخ شی چی د هیواد په ګوټ ګوټ کې به د قوم او مذهب په نوم نښتې او تاوتریخوالی پیل شي .
په داسې شرایطو کې چی د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کې د داعش له ترهه ګرو حملو وروسته د طالبانو دولت د داعش له ترهه ګرۍ ډلې سره په مقابله او امنیت په تامینولو کې په کمزورتیا او ناکارندوالي تورن شوی دې ، د متنظم پوځ د جوړولو موضوع په جدی توګه د طالبانو په ایجنډا کې شامله شوی ده .
دا لیدتوګه وجود لری چی طالبان د افغانستان په داخل او بهر کې د خپل اقتدار د ښودلو لپاره باید د منظم او پیاوړی پوځ د جوړولو لپاره خپلې هلې ځلې متمرکزې کړي تر څو له ناامنیو سره د مقابلې او د ثبات د ټینګولو لپاره د خلکو غوښتنو ته د ځواب ویلو په ترڅ کې په پوځ په تکیې سره خپل حاکمیت پیاوړې کړي .
د افغانستان له داخله ګاونډیو هیوادونو ته د احتمالی ناامنیو غځیدا په اړه د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو اندیښنې ته په پام سره د طالبانو په وسیله د یوه پیاوړی پوځ بڼه غوره کول د دغو اندیښنو له کمولو سره مرسته کولای شی .
پای