په چين کښې د طالبانو د سفارتکارو قبلول
طالبانو وويل، چين د دغې ډلې لخوا معرفي شوي کسان د افغانستان د طالبانو د حکومت د رسمي استازيو په توګه منلي دي.
د شفقنا خبري آژانس د رپوټ له مخې د طالبانو د خارجه وزارت سرپرست امير خان متقي وويل، د دغې ډلې او چين ترمېنځ په تعلقاتو کښې زيات پرمختګونه شوي دي.
متقي په بيجنګ کښې د افغانستان د سفارت لپاره د نويو سفارتکارو د قبلولو په وجه د چين قدرونه کړې ده.
هغه واضحه کړه چې چين ته د افغانستان د محصولاتو د صادرېدو د زمينې برابرېدل، په دغه هېواد کښې د افغانستان د ګاونډي هېوادونو د خارجه وزيراتو د غونډې په شان ناسو جوړېدل او اوس د طالبانو د نويو سفارتکارو قبلول د بيجنګ د روغا نيت ښودنه کوي.
زياتره هېوادونه او نړيوالې ادارې په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت په رسميت پېژندل په دغه هېواد کښې د ټول شموله او پراخ بنسټه حکومت له جوړېدو سره مشروط کړي دي او د دغه شرط تر منلو پورې په هېوادونو کښې د سفير په توګه د دغې ډلې لخوا د معرفي شويو نمائندګانو يا په ملګرو ملتو کښې د افغانستان د نمائندګانو په توګه د هغوي له قبلولو څخه ډډه کوي.