افغانستان اوپاکستان په تیره اونۍ کې
https://parstoday.ir/ps/radio/afghanistan-i114420-افغانستان_اوپاکستان_په_تیره_اونۍ_کې
د پارلیمان د ړنګولو او نوی انتخاباتو د ترسره کولو په اړه د پاکستان د لومړی وزیر له غوښتنې وروسته د دغه هیواد ولسمشر له دغې غوښتنې سره موافقت وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 06, 2022 10:24 Asia/Kabul
  • افغانستان اوپاکستان په تیره اونۍ کې

د پارلیمان د ړنګولو او نوی انتخاباتو د ترسره کولو په اړه د پاکستان د لومړی وزیر له غوښتنې وروسته د دغه هیواد ولسمشر له دغې غوښتنې سره موافقت وکړ .

په چین کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو دریمه غونډه

د پاکستان د پارلیمان ړنګیدا او د د غه هیواد د لومړی وزیر څنګته تلل

د ملګروملتو په وسیله د افغانستان لپاره د بشری حقوق د ځانګړی راپور برابرونکي ټاکل

د طالبانو لخوا په افغانستان کې د کوکنارو د کر منع کیدا

او په سیمه کې د ترهه ګرۍ په مرکز د افغانستان اد بدلیدا په اړه د پاکستان خبردارې د تیرې اونۍ مهمې پیښې او بدلونونه وو .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د پارلیمان د ړنګولو او نوی انتخاباتو د ترسره کولو په اړه د پاکستان د لومړی وزیر له غوښتنې وروسته د دغه هیواد ولسمشر له دغې غوښتنې سره موافقت وکړ .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له واکه د ده د څنګ ته کولو لپاره د مخالفو سیاسي ګوندونو له هڅې وروسته چې د پارلمان د مشر له مخالفت سره مخامخ شوه له ولسمشر عارف علوي وغوښتل چې د ملي پارلمان د ړنګولو په ترڅ کښې نوي انتخابات ترسره کړي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل  د امریکا چارواکو د پاکستان ډيپلوماټانو ته خبرداری ورکړی چې لومړی وزیر باید د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د کتنې لپاره ماسکو ته د وروستي سفر او د ترهګرۍ پرضد جنګ د هغه د پخوانیو  نیوکو په شان  د هغه د بهرنی سیاست د فیصلو په دلیل له واکه څنګ ته کړې شي . عمران خان  څو ورځې مخکې په ټیلي ويژن باندې  په وینا کښې وویل زما  د حکومت پرضد یوه دسیسه پلان شوي ده چې په خارج کښې جرړه لري .

د پاکستان د پارلمان ړنګول  او په هیواد کښې د نویو پارلماني انتخاباتو ترسره کول د تحریک انصاف د واکمن ګوند د اکثریت د ختمولو  او د بیا نا باور رایې له لارې د لومړي وزیر د څنګ ته کولو لپاره د حکومت د مخالفو سیاسي ګوندونو له هڅې وروسته د عمران خان د نظر وړ سناریو وه .

عمران خان چې په پاکستان کښې د تیرو اونیو سیاسي بدلونونه بهرني جرړه لرونکي او د تحریک انصاف ګوند د څنګ ته کولو لپاره د امریکا په لسمونې سره ګڼي د ملي پارلمان د ړنګولو لپاره له وخته مخکې غوښتنه ولسمشر ته ورکړه او عارف علوي هم ورسره موافقت وکړ .

عمران خان هڅه وکړه د پاکستان د ولسمشر عارف علوي د قانع کولو له لارې له خپلې سیاسي کارنامې د څنګ ته شوي لومړي وزیر نوم لیرې کړي او په وارمخکې انتخاباتو کښې په ډیرې کوټلتیا سره وکولای شي بیا بریالی شي .

که عمران خان د ملي پارلمان د ړنګولو غوښتنه نه کولای ، د پارلمان غونډې ته په لنډ وخت کښې هغه ته د باور رایې لپاره د بیا رایو په اچولو سره د عمران خان د ساتلو او په واک کښې د پاتې کیدا لپاره د تحریک انصاف ګوند د هڅو د ماتي خوړلو امکان ډیر زیات وو ، په دې سربیره عمران خان د پاکستان د تاریخ د هغو لومړیو وزیرانو په فهرست کښې شاملیده چې ونه توانیدل خپل پینځه کلن پړاونه بشپړه کړي او هغوې له واکه څنګ ته شوي وو .

د پارلمان د ړنګولو لپاره د پاکستان له ولسمشر ه د غوښتنې لپاره د  عمران خان هوشمندۍ د هغه او د واکمن تحریک انصاف ګوند د لوړرتبه چارواکو لپاره مناسب فرصت رامینځته کړ چې د تبلیغاتو په قانوني مهلت کښې د خلکو په مینځ کښې په شتون سره د خپل کړچار د بیانولو په ترڅ کښې د عمومي افکارو لپاره د واکمن تحریک انصاف ګوند له ماتي سره د مخامخ کولو لپاره د مخالفو سیاسي ګوندونو سناریو او د سیالانو موقعیت روښانه کړي .

په بله وینا عمران خان د پارلمان د ړنګولو په غوښتنې سره د ځان او خپل سیاسي ګوند لپاره یوبل چانس رامینځته کړ چې د یوه څنګ ته کړې شوي سیاستوال په لیکه کښې د وروستولو لپاره د مخالفو سیاسي ګوندونو له لومې ځان بچ کړي .

د ملي پارلمان د ړنګولو لپاره او د نویو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د پاکستان د ولسمشر عارف علوي په موافقت سره عمران خان فرصت لري په دغه لنډه موده کښې بیا د دوه زره اتلسم  کال د انتخاباتو په شان د پاکستان  عمومي افکار له ځان سره ملګري کړي .

د عمران خان په څلورکلن پړاو باندې د پاکستان د عمومي افکارو مثبتې جاجونې د هغه لپاره دغه چانس رامینځته کړی دی چې د پارلمان په وارمخکې انتخاباتو کښې یوځل بیا له خپلو سیالانو د زیاتو څوکیو په ګټلو سره وکولای شي نوي  کابینه جوړه کړي .په تیره بیا دا چی حاضر دمه د عمران خان دولت مخالف ګوندونه د پاکستان په خلکو کې دومره ځای نلري او د ټاکنو بیا ترسره کول به هغو لپاره دومره خاص چانس رامینځته نکړې شي .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

په چین کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو په غونډه کې ګډون کونکیو د یوې ګډې بیانیې په خپرولو سره ټینګار وکړ چی په افغانستان کې یو پراخ سیاسي جوړښت رامینځته شی .

په چین کې د افغانستان د ګاونډیانو په غونډه کې ګډون کونکي هیوادونو خارجه وزیران ژمن شول له افغانستان سره اقتصادی او بیخ بینایی ملګرتیا ته دوام ورکړي . په دغه بیانیه کې همداراز په افغانستان کې د یوه پراخ سیاسی جوړښت او حکومت په رامینځته کولو ټیبنګار شوی دی .

په دغه غونډه کې ګډون کونکیو ، په افغانستان کې په ملی مصالحې ، د مینځ لارو او سالمو داخلی او بهرنیو سیاستونو کارول ، له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره جوت پروګرام ، د بشری حقوقو په تیره بیا میرمنو او ماشومانو د حقوقوپه تامینولو ټینګار وکړ .

د چین خارجه وزیر وانګ ایی د پاې بیانیې ته په اشارې سره وویل د دغې غونډې نتیجه په دو بیانیو کې منعکس شوی ده چی یوه د افغانستان دګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو د درې ورځني غونډې اوبله د افغانستان د اقتصادي ، بیخ بینایی او کرهڼې برخو د ملاتړونو په اړه ده . په دغه غونډه کې ګاونډیو هیوادونو افغانستان ته اقتصادی ، تجارتي  ، انساني او انرژۍ په برخو کې د ملګرتیا ژمنه کړی ده .

په نهایی بیانیه کې همدارا ز ګاونډیو هیوادونو ټینګار کړی دی چی باید په افغانستان کې د ماشومانو د تعلیم او د میرمنو د حقوقو د ضمانتونو په زمینه کی ګامونه پورته شي .

د طالبانو خارجه وزارت هم په یوه ټویټری پیغام کې د چین غونډه او د طالبانو له خارجه وزیر امیر خان متقی سره د افغانستان د ګاوندیو هیوادونو د خارجه وزیرانو جلا جلا کتنې د نړۍ له هیوادونو سره د اړیکو د پراختیا او تعامل په رامینځته کولو کې ګټه ور وبللې .

په چین کې د افغانستان په غونډه کې د اسلامي ایران ګډون کونکی پلاوی د دغه هیواد د مشکلاتو جرړه د امریکا د غلطو سیاستونو او نیواکګرانو له لوری د افغانستان اوږده نیواک وباله خو په عین حال کې یې له اوسنی وضعیت د افغانستان د وتلو لپاره حل لارې هم وړاندې کړې .

په دغو حل لارو کې یوه د چارو د اداره کولو لپاره د دغه هیواد په حاکمیتی فضا کې د زیات درک په خاطر د افغانستان په ټولنه کې د سیاسی خبرو د فضا رامینځته کول دی . بی شکه د افغانستان خلک له څلورو لسیزو جنګ او وینې بهیدنې وروسته د چارو د اداره کولو لپاره د سولې ، امنیت او ملی بهیر هرکلې وکړ او د پراخ بنسټه دولت جوړیدا د افغانستان داخلی موضوع ده چی طالبان او سیاسی او مذهبی لوري په هغه په اړه تفاهم ته ورسی .

««««««««««««««««««««««««««««««

په افغانستان کې د انجلیو د ښونځیو له تړل کیدا سره په یووخت د ملګرو ملتو د بشری حقوقو شورا د دغه هیواد د بشری حقوقو شورا د دغه هیواد لپاره یو ځانګړې راپور برابرونکې وټاکه .

د ملګرود بشری حقوقو شورا ریچرډ بنت د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړی راپور برابرونکی په توګه وټاکه .

هغه په خپل ټوییټر کې ولیکل ویاړ کوی چی دا نوې ماموریت ورته ورکړل شوی دې . ریچرډ بنت له دې مخکې په افغانستان کې د یوناما د بشری حقوقو د مشر په توګه فعالیت کړی دې ،

د ملګروملتو د بشری حقوقو شورا د ۲۰۲۱ میلادی کال د اکتوبر په ۷ د افغانستان په چارو کې د ځانګړی راپور برابرونکی د ځای رامینځته کولو ته د پریکړه لیک په صادرولو سره د طالبانو له سلطې وروسته په دغه هیواد کې د بشری حقوقو په وضعیت څارنه وکړی .

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په خپلې ۴۹  کلنۍ غونډې  کې ریچارډ بنیټ  په افغانستان کې بشري حقوقو د څارنې ، ارزونې  او په دې اړه د راپورونو په څوکۍ ګمارلی دی .  ریچارډ بنیټ پخپل یوه ټولینز پیغام کې  ددغه خبر په تائيدولو سره  لیکلي دي ،  زه  د افغان ښځو، ماشومانو او نارینه‌ ؤ د انساني حقوقو د خوندیتوب لپاره غږ پورته کوم  او له ټولو شریکانو سره به په ګډه او په پوره ژمنتیا کار وکړم .

څه موده مخکې هم   د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش وئیلي وو ،دافغانستان   دمیرمنواو انجونو له حقوقو څخه ملاتړ  یو داسې ملاتړ دی چې  ماشومان  او اړمن کسان  له لوږې او ټولنې هم  له  بې وځلۍ  ژغوري .

 په افغانستان کې د   دانجونو د ښونځیو د حالاتو دتعقیبونې لپاره د ملګرو ملتو دنوي  ماموریتونو ته پام په داسې حال کې دی چې  ټاکل شوې وه ،  په افغانتسان کې  له څو میاشتنیو چټیانو وروسته ددغه هیواد ا نجونو ښونځي پرانیستل شي ، خو د طالبانو د موقته حکومت  د معارفو وزارت  اعلان کړی دی چې  د   متوسط صنفونو  ښونځي  به تر بلې اطلاع پورې تړلي وي . چې دغې چارې دنړیوالو چغه یو ځل بیا  راپورته کړې ده .

په افغانستان کې د میرمنو له اعتراضونو اود میرمنو د ټولنې د محدودیتونو د پورته کولو لپاره له طالبانو د نړیوالې ټولنې بیا بیا غوښتنې سره سره دغې ډلې تراوسه داسې اقدام چی د هغو رضایت برابر کړی ، ندې ترسره کړې  .

دې ته په پام سره چی  نړیواله ټولنه هماغه راز په افغانستان کې د طالبانو د حاکمیت په رسمیت پیژندلو ته چمتو نده ، په دغه هیواد کې د مختلفو پرګنو پرضد د محدودیتونو دوام  دغې ډلې لپاره د رسمیت پیژندلو بحران  ژور کړی .

په دې اساس تر  هغه وخته چی د طالبانو دولت په سیاسی ، کلتوری ، اجتماعی ډګرونو منجمله د میرمنو د حقوقو د درناوی ته پام ونکړی  د نورو هیوادونو او نړیوالو اورګانونو له لوری به د دغې ډلې په رسمیت پیژندلو هدف ته رسیدا ډیر سخت او ګران وی .

پای