د اوبو سیاست-۷
(last modified Tue, 31 May 2022 10:46:32 GMT )
May 31, 2022 15:16 Asia/Kabul
  • د اوبو سیاست-۷

د افغانستان په هایډروپالیټک کښې د ترکیې او هندوستان رول

ګرانو او قدرمنو لوستونکو د اوبو سیاست نومې لړۍ له اوومې برخې سره مو په خدمت کښې یو. په نننۍ برخه کښې د افغانستان په هایډروپالیټک کښې د ترکیې او هندوستان د رول جاج اخلو، نو راسره مله ووسئ.

ترکیه په مختلفو سیاسي اوزارونو او کړنلارو سخت کوشش کوي چې په سیمه کښې د خپل نفوذ او اغیزشیندنه زیاته کړه. په دغو اقداماتو کښې د مختلفو اوزارونو په تیره بیا (د اوبو د ډیپلماسۍ) له لارې په افغانستن کښې د دغه هیواد نرم نفوذ ته اشاره کوې شو چې وده یې د افغانستان د اوبو په سترو پروګرامونو او پروژو او د ډیمونو په جوړولو کښې د ترکیې په پانګونو او ونډه اخیستنې کښې په اسانه لیدې شو.

له ۲۰۲۱ کال وروسته په نوي پړاؤ کښې د آسیا په مینځ کښې د شتون په موخه د ترکیې پر تاریخي او سټراټیجکو اهدافو سربیره  دغه هیواد په افغانستان کښې د سیاسي اغیزشیندنې په موخه په سیمه کښې سټراټیجک سیاست ته مخه کړې ده. سره له دې یوه بله د پام وړ موضوع چې ترکیه په افغانستان کښې اغیزشیندنې ته هڅوي، له ګاونډیانو سره د افغانستان د ګډو اوبو موضوع ده. له ګاونډیانو سره د اوبو په ګډو سرچینو کښې د جغرافیايي موقعیت له نظره دواړه هیوادونه ورته حالات لري.

د اوبو د ډیپلماسۍ په برخه کښې ایرانی محقق او د تربیت مدرس پوهنتون استاد ډاکټر حجت میان آبادي په افغانستان کښې د ترکیې د سیاست او د دغه هیواد په پروژو کښې یې د رول په هکله باور لري چې د پراختیا په جامه کښې د ترکیې سټراټیجک ډکټرین د افغانستان د اوبو د زیرمو لپاره یولړ پلانونه لري چې له پایلو څخه یې ایران نیغ په نیغه اغیزمنیږي او د دې هیواد له سویل ختیځ څخه د خلکو د پراخې کډه کیدنې لامل ګرځي.

په افغانستان کښې د ترکیې پراخ شتون د یو داسې هیواد په توګه وینو چې د عثماني خلافت نوی توهم لري. دغه هیواد یو جدي پروګرام لري چې له اوبو څخه په خپلو ګاونډي هیوادونو کښې د نفوذ د پراختیا لپاره د یوې وسلې په توګه کار واخلي. د افغانستان د کمال خان بند د جوړویدو وړومبنۍ اغیزه هغو سیلابونو د مخنیوي بحث دی چې په ځايي ژبه (دشتمال) بلل کیږي کوم چې د هامون ډنډ د ډکیدو اصلي سرچینې دي. د سیند د ژواک چاپیریال بهیرونه هم د بند په وهلو سره له جدي ستونزو سره مخامخیږي. د بند د جوړولو په څیړنو کښې نه صلاحکار شرکت د ژواک چاپیریال د مسائلو خیال ساتلی او نه د ترکیې شرکت. د هامون ډنډ او سیند د اوبو د حق خیال نه ساتل په سیمې کښې د دوړو د سخت زیاتوالي او د ایران په سویل ختیځ کښې له خطر سره د انساني سلامتیا او امنیت د مخامخیدو سبب شوي دي چې د سیندونو لاندنۍ برخه ته د جدي تاون رسیدو څرګنده نمونه ده. په نړیوالو کنونشنونو کښې د یو عُرفي او لازم الاجرا اصل په توګه د سیندونو پورتني او د سرچینو هیوادونه له هر هغه کار څخه منع کړې شوي دي چې د سیندونو لاندینیو هیوادونو ته د تاوان رسیدو لامل ګرځي.

د افغانستان کمال خان ډیم د افغانستان او هندوستان د دوستۍ له بند وروسته چې په سلما ډیر مشهور دی، د دغه هیواد په لویدیځ کښې دویم ستر بند دی. کمال خان بند چې په نیمروز ولایت کښې د هیرمند سیند دپاسه د چهاربرجک ولسوالۍ د زرنج ښار په ۹۵ کیلومیټرۍ کښې پروت دی، د ۱۳۴۵ لمریز کال له پیل څخه یې د جوړولو مراحل شروع شول. خو په افغانستان کښې د کورني جنګ په جوړیدو او بیا د شوروي او ورپسې د امریکې د حملو او د کورنیو شخړو په وجه یې د جوړیدو کار بند شو خو له ۱۳۹۰ کال څخه افغانستان یوځل بیا د ترکیې په ګډون سره د دغه بند د جوړولو عمراني عملیات پیل کړل چې د ۲۰۲۱ کال د مارچ په ۲۴ نیټه د دغه بند وروستۍ فاز هم افتتاح شو.

کمال خان بند په افغانستان کښې د کرهڼې یو لاک پنځه اویا زره هیکټاره ځمکه اوبه کوي او تر ۹ زره میګاواټه بریښنا به تولید کړي. خو که چیرې د هامون ډنډ د اوبو د پوره کولو لپاره د دغه سیند د اوبو د حق خیال ونه ساتل شي نو د ایران د سیستان کرهڼیزې ځمکې بې اوبو پاتې کیږي او ترې لاندې به د هامون تالاو هم وچ شي.

د افغانستان او د نیل سیند په سرچینه لرونکي ایتوپیا په شان په پاسنیو هیوادونو کښې د ترکیې په هایډروپالیټکو فعالیتونو کښې ډیر ورته والي لیدل کیږي. داسې ښکاري چې ترکیه د افغانستان او ا یتوپیا په شان هیوادونو د اوبو د پراختیا له طرحو په ملاتړ کښې دوه ستر هدفونه تعقیبوي. وړومبې هدف دا دی چې ترکیه په نړۍ کښې له ګډو اوبو څخه د ګټه پورته کونې په لړ کښې د یوې نوې رویې رامینځته کول تعقیبوي، دا رویه او کړنلاره له دې امله چې د نړیوالو سیندونو اوبو ته د کورنیو اوبو په سترګه ګوري، د نړیوالو حقوقو له قواعدو سره په ټګر کښې ده. په دې وجه انقره په دې موخه په نړیواله سویه داسې انډیوالانو ته اړتیا لري چې وکړې شي خپل حقوقي ضده هدف پرمخ بوځي.په حقیقت کښې ترکیه په دغو هیوادونو د یو ډول بیلګه جوړونې په لټه کښې ده او د دې موضوع ترڅنګ د اوبو د موضوع په هکله پرله پسې د نړیوالو کانفرنسونو د جوړولو په شمول د خپلې عمومي ډیپلماسۍ او نرم قدرت په پياوړتیا څخه ګټه اخلي.

له دې نه علاوه، د دغه هیواد دویم هدف د افغانستان په ګاونډ کښې له خپل لرغوني سیال یعنې ایران سره، د جلې او فرات د اوبو د بهیدو په برخه کښې له عراق او له ایتوپيا څخه د نیل د اوبو د وربهیدو په برخه له مصر سره مقابله ده.

ترکیه هڅه کوي چې د دغه سیمو د هایډروپالیټک یا د اوبو د سیاستونو د نقشې په بدلولو سره د یادو سیمو په جیوسټراټیجکو حالاتو باندې اغیزه وکړي او په سیمه کښې په اوبو باندې د یو سلطه ګر په توګه، د عثماني امپراطورۍ د ستنو د دوباره پورته کولو په لټه کښې شي.

یو بل هیواد چې د ترکیې په شان د آسیا په زړه کښې په تیره بیا له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۲۱ کاله پورې نوې پړاؤ کښې په معلومو اهدافو سره په افغانستان کښې ډیر رول لوبولی دی، هندوستان دی. دغه هیواد په افغانستن کښې د سیاسي اغیزشیندنې او له میدانه د خپل پخواني دښمن یعنې پاکستان د ایستلو لپاره په افغانستان کښې د بندونو د جوړولو په برخه کښې پراخه پانګونه کړې ده. هندوستان په هریرود سیند باندې د سلما بند او د کابل په سیند باندې د شاه توت بند د جوړولو په شان به افغانستان کښې د اوبو په پروژو کښې په پراخې پانګونې سره چې د افغان سرچینو د اعلان له مخې به په راتلونکې یوې لسیزې کښې افتتاح شي، په دغه هیواد کښې د خپل نفوذ د ساحې پر زیاتولو سربیره به، د افغانستان د اوبو له سرچینو څخه د خپل لرغوني سیال پاکستان خلاف ګټه پورته کړي.

د افغانستان په هکله د هندوستان د بهرني سیاست د شننې او څیړنې لپاره د (سیاسي محاصرې) د اصل څیړنه ډیر اهمیت لري.

سلمان بند چې د هند او افغانستان د دوستۍ په ډیم مشهور دی، په هریرود سیند باندې د ایران-ترکمنستان د دوستۍ بند نه پورته د هندوستان له خوا جوړ شوی دی.

د (سیاسي محاصرې یا کلابندۍ) اصطلاح په اول ځل د هندوستان د لرغوني لیکوال کاتیلیا له خوا مطرح شوه. د دغې کړنلارې له مخې هندیان باوري دي له دې امله چې پاکستان خپل دښمن ګڼي، د افغانستان په شان یو هیواد څخه ګټه پورته کړي چې له پاکستان سره اختلاف لري.

په دې وجه هندیانو د دې کړنلارې د یوې برخې په توګه د ډیورینډ پولې په سر د افغانستان او پاکستان ترمینځ اختلاف ته لمن وهلې او له افغانستان سره یې نزدې اړیکې ټینګې کړې دي. د افغانستان او لاندینیو هیوادونو ترمینځ د اوبو په ګډو سرچینو کښې د هندوستان له خوا په پراخه پیمانه د بندونو جوړیدل زیاتره په سیاسي اهدافو سره تعقیبیږي.

په کابل کښې د شاه توت بند د جوړولو پروژې په پاکستان کښې یولړ اندیښنې رامینځته کړې دي. ځکه چې دغه پروژه به پاکستان ته د اوبو په بهیدو کښې د کمي سبب شي. د کابل سیند او سرچینې یې د پاکستان د خلکو په ژوند او معیشت کښې مهم رول لوبوي. دغه سیند د افغانستان او پاکستان د تقریباً ۷ میلیونه خلکو د څښلو د اوبو یوازنۍ سرچینه ده. د شاه توت بند د جوړولو تړون د افغانستان د تیر ولسمشر اشرف غني او د هندوستان د وزیراعظم نریندر مودي ترمینځ لاسلیک شو چې ټاکل شوې په راتلونکو شپږو کالو کښې بشپړ شي.

سلما بند هم چې د هند او افغانستان د دوستۍ په بند مشهور دی،د هندوستان له خوا د هریرود سیند په پورتنۍ برخه کښې د ایران او ترکمنستان د دوستۍ بند دپاسه جوړ شوی دی. د دغه بند د ډکولو له پیل راهیسې د ایران د شمال ختیځ په تیره بیا د مشهد ښار د اوبو د تامینولو په لړ کښې جدي ستونزې رامینځته شوې. شک نشته چې د دغه بند ډکول او افتتاح هم د اوبو د امنیت او هم د ژواک چاپیریال له نظره د ایران په ختیځ کښې ډیرې ناوړه اغیزې کوي. د اوبو د نړیوالو حقوقو د قواعدو له مخې ایران او په تیره بیا مشهد ښار له هریرود سیند څخه د اوبو حق لري. هم داشان د افغانستان حکومت له ۲۰۱۳ کال څخه د هرات ښار په پورتنۍ برخه کښې د هریرود سیند په یوې سرچینې باندې د (پاشدان) بند جوړول پیل کړي دي. دغه پروژه هم د آذربایجان جمهوریت له خوا چې په ترکیې پورې پیئلې هیواد دی، په اجرا کیدو ده.

دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان خلک تمه لري چې اوبه په سیمه کښې د همکارۍ او ملګرتیا په عنصر بدلې شي او افغان چارواکي پرې نږدي چې پردي هیوادونه د دغه هیواد د اوبو له سرچینو څخه، په سیمه کښې د خپلو اغراضو لپاره ګټه واخلي.

*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی