افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې
(last modified Mon, 25 Jul 2022 08:40:22 GMT )
Jul 25, 2022 13:10 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې

ګرانو او قدرمنو لوستونکو السلام علیکم! د (افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې) نومې لړۍ یوه بله برخه مو چمتو کړې ده. نن هم وړومبې د دغو دواړو هیوادونو د تیرې اونۍ د مهمو پیښو او خبرونو سرټکي او ورپسې به د ځینو په هکله شننې او څیړنې هم درته وړاندې شي

د امریکې له خوا د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د نیمايي برخې د آزادیدو احتمال، د افغانستان او پاکستان ترمینځ تجارتي موافقې، په افغانستان کښې د بریښنا تولیدولو ته د پاکستان د چمتووالي اعلان، په افغانستان کښې له ترهګرو د ملاتړ په هکله په هندوستان باندې د پاکستان تور، د افغانستان له خاورې د نورو هیوادونو په نه ګواښل کیدو باندې د طالبانو ټینګار، د پاکستان په پنجاب کښې صوبايي انتخابات، د جینکو د ښوونځیو په پرانستلو پورې له افغانستان سره د مرستې شرطمنیدل، په رسمیت د طالبانو پیژندلو ته د نړیوالې ټولنې د ګروهنې نشتوالی، پاکستان ته د افغانستان په چارو کښې د ایران د ځانګړي استازي سفر او پاکستان ته د شنګهايي د ملګرتیا سازمان د عمومي منشي سفر د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ مهمې پيښې وې..........

*/*/*/

د طالبانو د حکومت چارواکو او پاکستاني پلاوي په سوداګري چارو کښې د اسانتیا راوستلو په سر موافقه وکړه.

د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت د دغې وزارتخانې د سرپرست نور الدین عزیزي او پاکستاني پلاوي ترمینځ د خبرواترو چورلیز د دواړو هیوادونو د اقتصادي اړیکو پراختیا او په تجارت او ټرانسپورټ کښې اسانتیا اعلان کړه.

د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت ویلي چې په دغې غونډې کښې پاکستان ته د سکرو ډبرو په صادراتو، د شیانو په بدل کښې د شیانو په تبادلې او په سرحدونو کښې په ۲۴ ساعته خدماتو باندې بحث وشه. دواړو لورو په پاکستان کښې په آزاده توګه د افغانستاني ټرکونو د چلیدو او تګ راتګ په سر هم موافقه وکړه.

د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تجارتي ملګرتیا د پراختیا لپاره کابل ته د اسلام آباد د لیږلي پلاوي او د طالبانو د حکومت ترمنیځ موافقه د افغانستان د خلکو د ضرورتونو په پوره کولو کښې د طالبانو ستونزې څه نا څه کمولې شي.

پاکستان له افغانستان سره د تجارت په تاریخ کښې د دغه هیواد ترټولو ستر سوداګري انډیوال پاتې شوی دی. ګاونډیتوب او قومي، مذهبي، زباني او تاریخي نزدیوالی هغه وجوهات دي چې پاکستان یې د افغانستان د تجارتي انډیوالانو د لسټ په سر کښې ګرځولی دی.

په تیر اوړي کښې په افغانستان باندې دوباره د طالبانو د واکمنیدو له امله په دغه هیواد کښې سیاسي بدلونونو ته په پام سره د کابل او اسلام آباد اقتصادي او سوداګري ملګرتیاوې په افغانستان کښې د سیاسي بې ثباتۍ او د کورنیو اقتصادي ننګونو تر تاثیر لاندې تر پام وړ حده کمې شوې وې.

د شیانو د ځاې پرځاې کولو لپاره د افغانستان او پاکستان د سرحدونو د ناامنۍ له امله رامینځته شوې اندیښنې او د متقابلو تجاري فعالیتونو د ترسره کولو په نسبت د دواړو هیوادونو د سوداګرو بې اعتمادۍ د هغوي ترمینځ د تجارت د اندازې د پام وړ کمیدو سبب شوې دي.

افغانستان ته د پاکستان د سوداګري پلاوي سفر او واک ته د طالبانو له رسیدو او د سیاسي حاکمیت له بدلیدو مخکښې عادي تجارتي حالاتو ته د دواړو هیوادونو د ستنیدو لپاره په ځینو برخو کښې د طالبانو له حکومت سره یې موافقې دا هیله رامینځته کړې ده چې د دواړو لورو په تجارتي مبادلاتو کښې په رونق او د پاکستان د سرحدونو له لارې له نورو هیوادونو په اسانه د شیانو د واردولو په امکان سره په افغانستن کښې د مصرف د بازارونو لپاره د شیانو تامین تر ډیره حده پیاوړی کیږي.

د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د پاکستان د تجاري پلاوي د موافقې یوه برخه په پاکستان کښې د افغانستان د ټرکونو او لاریو په آزاده ګرځیدل دي چې دا چاره افغانستان ته د شیانو د انتقال بهیر چټکولی شي او د دغه هیواد سوداګر به د پاکستان له ټرانزټي لارې لازیاته ګټه پورته کړي.

په دې تیر یو کال کښې چې طالبان په افغانستان باندې دوباره واکمن شوي دي، د امریکې له خوا د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو د بلاک کیدو او په رسمیت د طالبانو د واکمنۍ پیژندلو او ورسره ملګرتیا ته د نړیوالې ټولنې د ګروهنې د نشتوالي په شمول ګڼ کورني او بهرني عوامل سبب شوي چې د شیانو واردات، تجارت او د خلکو د اړتیا وړ شیانو تامین له سخت بندون سره مخامخ شي او هم دې مسئلې د طالبانو حکومت له سختې ننګونې او د هیواد د چارو په چلولو کښې له کمزورۍ سره مخامخ کړی دی.

اټکل کیږي چې د شیانو د مبادلاتو لپاره د افغانستان او پاکستان د سوداګرو له فعالیتونو څخه د محدودیتونو د ختمولو او اسانتیا لپاره د طالبانو له حکومتي چارواو سره د پاکستان د تجارتي پلاوي په موافقو سره له دې وجې د رامینځته شوي کمښتونه او ګراني څه ناڅه کمه شي.

*/*/*/*/*

په کابل کښې د پاکستان سفیر ویلي چې هندوستان په پاکستان کښې د ناامنۍ د رامینځته کولو لپاره په افغانستان کښې له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

په کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد خان مدعي شو چې په وروستیو دوو لسیزو کښې د هندوستان حکومت، په پاکستان کښې د ناامنۍ لپاره په افغانستان کښې له فعالو ترهګرو ډلو ملاتړ کړی، هغوي یې روزلې دي او مالي لګښتونه یې ورپوره کړي دي.

احمد خان په افغانستان کښې د هند د رول په خرابونکي بللو سره وویل: په تیرو څو لسیزو کښې هندوستان یو خرابونکی رول لوبولی دی او د افغانستان له لارې یې په پاکستان کښې ترهګر تحرکات ترسره کړي دي.

کابل کښې د پاکستان سفیر په دوام کښې څرګنده کړه: د طالبانو حکومت ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د پاکستان په شمول د هیڅ کوم هیواد خلاف ونه کاروله شي او مونږ د دغې ژمنې هرکلی کوو.

د افغانستان په خاوره کښې له موجودو ترهګرو څخه د پاکستان خلاف په ملاتړ باندې د هندوستان تورنیدل د هغو سیاستونو په دوام کښې دي چې اسلام آباد لږترلږه په تیرو دوو لسیزو کښې د نوي ډیلي په وړاندې غوره کړي دي. البته له ترهګرۍ د ملاتړ تور یو دوه اړخیز بهیر دی چې په دې وروستیو کلونو کښې یې هند او پاکستان د یو بل خلاف مطرح کوي.

د پاکستان د حکومت له نظره هندیان د تحریک طالبان او داعش په شمول د افغانستان په خاوره کښې له فعالو ترهګرو ډلو څخه په ملاتړ سره د پاکستان د امنیتي زیانونو د زیاتولو په لټه کښې دي او ورڅخه مالي ملاتړ یې په دې برخه کښې یو اوزار دی.

په داسې حالاتو کښې چې افغانستان ورسره د طالبانو د اقتدار ګرایۍ او په دغه هیواد کښې د پراخ بنسپته حکومت د نه جوړولو په وجه له پراخې سیاسي او امنیتي بې ثباتۍ سره مخامخ دی، په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو د فعالیت زمینه هم زیاته شوې ده.

په تیر کابو یو کال کښې چې طالبان په افغانستان باندې واکمن دي، داعش ترهګرې ډلې د کابل په شمول د دغه هیواد په مختلفو سیمو کښې ګڼې حملې کړې دي چي دا کار د طالبانو د حکومت په امنیتي کړچار باندې د افغانستان د مختلفو پرګنو د خلکو د اعتراض سبب شوې ده.

په کابل کښې د پاکستان د سفیر څرګندونې ښودنه کوي چې اسلام آباد هم د افغانستان له اوسني امنیتي چاپیریال څخه چې د ترهګرو د ودې ځاې دی، په غصه دی او داسې یو چاپیریال په خطر کښې د پاکستان د کورني امنیت د اچولو لپاره له افراط پالو څخه د هندوستان د ملاتړ لپاره یوه مناسبه زمینه ګڼي.

البته له ترهګرۍ د ملاتړ د تور طرحه هغه مسئله ده چې هندوستان پرې هم پاکستان په ځلونو تورن کړی دی او حتی له نړیوالو ارګانونو او خپلو لویدیځو انډیوالانو یې غوښتي دي چې د دباؤ په اچولو سره دغه هیواد له افراط پالنې د ملاتړ غوڅولو ته مجبور کړي.

د پاکستان په چارواکو کښې دا اندیښنه شته چې هندوستان د طالبانو د واکمنۍ په پړاؤ کښې له افغانستان سره د انساندوستانه مرستو د اوزار په کارولو سره په دغې ډلې کښې خپل نفوذ زیات کړی او دا مسئله په افغانستان کښې د هندوستان د لاپراخ شتون سبب شوې ده چې د اسلام آباد له نظره د پاکستان د ملي امنیت لپاره یو ګواښ او خطر ګڼل کیږي.       

  */*/*/*/*/*/*/

تیره اونۍ د پاکستان په پنجاب صوبه کښې د وزیراعلی د غوره کولو لپاره انتخابات ترسره شول. دغه انتخابات چې په ظاهره د تحریک انصاف ګوند کاندید ګټلي وو، په ډراماټیکه توګه یې نتیجه د مسلم لیګ نواز ګوند د کاندید په ګټه بدله شوه او د وزیراعظم شهباز شریف زوی حمزه شریف د پنجاب د وزیراعلی په توګه غوره شو.

له دغې نتیجې وروسته د پاکستان د تحریک انصاف ګوند پلویانو د عمران خان په بلنه په بیلابیلو ښارونو کښې مظاهرې وکړې.

د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کښې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د تحریک انصاف د پلویانو دغه مظاهرې د پنجاب صوبې د اعلی وزیر د انتخابولو لپاره د تحریک انصاف د استازي په مشکوک ډول له ماتي خوړلو وروسته وشوې.

د پاکستان په پیښور، راولپنډۍ، کویټه ، فیصل اباد ، لاهور او نورو ښارونو کښې په واټونو او چوکونو کښې اعتراض کونکو کسانو د پنجاب صوبې د اعلی وزیر د انتخابیدا پرضد د شعارونو په ورکولو سره د ټایرونو په سوځولو سره لارې بندې کړې.

د تحریک انصاف مشر عمران خان د پنجاب د اعلی وزیر د انتخابولو نتیجه د اساسي قانون د درې شپیتمې(۶۳) مادې پرخلاف وبلله او په خپلو پلویانو یې غږ وکړ چې په واټونو کښې مظاهرې وکړي.

د پنجاب صوبې د اعلی وزیر د انتخاب په څرنګوالي باندې اعتراض کښې د پاکستان په بیلابیلو ښارونو کښې د تحریک انصاف د پلویانو مظاهرې د لومړي وزیر شهباز شریف د حکومت لپاره نوی چیلنج کیدلی شي.

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف تیره اونۍ د پنجاب صوبې په مینځ پړاوه انتخاباتو کښې تر ټولو زیاتې رایې وګټلې او په طبیعي ډول یې دغه هیله لرله چې په ځايي پارلمان کښې د پنجاب صوبې د اعلی وزیر د انتخابیدا په بهیر کښې د تحریک انصاف کاندید اعلی وزیر غوره شي.

د پنجاب صوبې د اعلی وزیر د انتخابیدا لپاره د رایو له اچول کیدا وروسته د پارلمان مرستیال وویل د تحریک انصاف استازی چوهدري پرویز الهي د یوسل شپږاتیا(۱۸۶)  او د مسلم لیګ د نواز شریف څانګې استازي حمزه شهباز شریف  هم یوسل نهه اویا (۱۷۹) رایې ترلاسه کړي دي.

خو د پنجاب صوبې پارلمان د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان  د یوه ائتلافي ګوند مسلم لیګ قائد اعظم څانګې لس رایې رد کړې او حمزه شهباز شریف یې د انتخاباتو بریالی کاندید اعلان کړ.

د پنجاب صوبې د اعلی وزیر په توګه د مسلم لیګ د نوازشریف څانګې د استازي حمزه شهباز د بریالیتوب له اعلانه وروسته تحریک انصاف په پنجاب صوبې او د هیواد په بیلابیلو ښارونو  کښې له خپلو پلویانو وغوښتل د پنجاب صوبې د اعلي وزیر د انتخابولو په بهیر کښې د اساسي قانون په خلاف ورزۍ باندې اعتراض کښې په واټونو کښې مظاهرې وکړي.

د پنجاب صوبې په پارلمان کښې له تحریک انصاف سره د ائتلافي ګوند مسلم لیګ قائد اعظم څانګې د لسو استازیو د رایو نه منل د دې چې  ښودنه کوي د تحریک انصاف د استازیو چوهدري پرویز الهي د یوسل شپږاتیا رایو په مقابل کښې په یوسل نهه اویا رایو سره د مسلم لیګ د نوازشریف څانګې د استازي حمزه شهباز شریف د بریالي  اعلانول مشکوک او غیر طبیعي دي.

د پنجاب صوبې د اعلی وزیر د انتخاب په څرنګوالي باندې د تحریک انصاف ګوند او د هغه د پلویانو پراخو اعتراضونو ته په پام سره دغه احتمال شته چې د پاکستان ستره محکمه یعني سپریم کورټ د دغه دوسیې د شکمنو اړخونو د روښانه کولو لپاره د عمل ډګر ته ننوځي او په دغه انتخاب کښې  له تحریک انصاف سره د ائتلافي ګوند مسلم لیګ قائد  اعظم  څانګې د لسو غړیو د رایو د نه منلو او د رایو د اچولو په څرنګوالي باندې د غور لپاره یوه کمیټه جوړه کړي.

البته دغه ګونګوسې شته چې تحریک انصاف هم د پنجاب صوبې د اعلی وزیر د انتخاب په بهیر باندې اعتراض کښې سترې محکمې ته شکایت کوي چې دغه مسله په پاکستان کښې موجود سیاسي تاوتریخوالی نور هم زیاتولی شي.

دې ته په پام سره چې د تحریک انصاف استازي چوهدري پرویز الهي د پنجاب صوبې د اعلی وزیر د انتخابیدا په بهیر کښې د مسلم لیګ د نوازشریف څانګې له استازي حمزه شهباز شریف څخه اوه (۷) زیاتې رایې ترلاسه کړي دي لیرې ښکاري چې د پنجاب صوبې په پارلمان کښې د تحریک انصاف د ائتلافي ګوند مسلم لیګ قائد اعظم څانګې د لسو استازیو د رایو د نه منلو فیصله قانوني زمینه ولري او په همدې دلیل دغه مسلې ته د سترې محکمې سپریم کورټ ورګډیدل د واکمن مسلم لیګ نوازشریف څانګې په تاوان سر ته رسیدلی شي.

*/*/*//*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی