د افغانستان طالبان د هند او پاکستان له آنده
https://parstoday.ir/ps/radio/afghanistan-i125104-د_افغانستان_طالبان_د_هند_او_پاکستان_له_آنده
په افغانستان کې واک ته د طالبانو بیاځلي رسېدل، له خپلو دوو ګاونډیو هېوادونو هند او پاکستان سره په راکړو ورکړو کې نوی پړاو رامنځته کړ. اسلام  آباد، له طالبانو سره د نوي ډهلي له نږدې کېدو  او په کابل کې د دې هېواد د سفارت له پرانیستل کېدو سره د نه مخالفت سربېره، د هند بشردوستانه مرستو ته هم اجازه ورکړه، ترڅو د پاکستان له خاورې افغانستان ته ولېږدول شي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 19, 2022 17:16 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبان د هند او پاکستان له آنده

په افغانستان کې واک ته د طالبانو بیاځلي رسېدل، له خپلو دوو ګاونډیو هېوادونو هند او پاکستان سره په راکړو ورکړو کې نوی پړاو رامنځته کړ. اسلام  آباد، له طالبانو سره د نوي ډهلي له نږدې کېدو  او په کابل کې د دې هېواد د سفارت له پرانیستل کېدو سره د نه مخالفت سربېره، د هند بشردوستانه مرستو ته هم اجازه ورکړه، ترڅو د پاکستان له خاورې افغانستان ته ولېږدول شي.

له دوو لسیزو وروسته، د ۲۰۲۱م کال په آګسټ میاشت کې پر افغانستان د طالبانو بیاځلي واکمنېدل، د ډېرو کسانو لپاره غافلوونکی وو. په سیمه ایز کچه په افغانستان کې د پاکستان رول او له طالبانو سره د دوی د اړیکو دوام په اړه اندېښنې رامنځته شوې.

د خپل نفوذ ساتلو مرکز په توګه له افغانستان څخه د پاکستان کار اخیستنه، د هند د پام وړ وګرځېده. هغه هند چې د ۲۰۰۲م کال څخه تر ۲۰۲۱م کاله پوري د افغانستان له پخوانیو دولتونو سره نږدې همکاري درلوده او د طالبانو له واکمنېدو وروسته، خپل ډيپلوماتیکې استازولۍ یې بندې کړي. اوس چې د طالبانو له حکومتولۍ یو کال تېر شوی، د افغانستان له طالبانو سره د هند او پاکستان د تعامل څرنګوالی د ارزښت وړ دی. کله چې طالبانو د لومړي ځل لپاره د ۱۹۹۶م کال څخه تر ۲۰۰۱ کاله پوري پر افغانستان واکمن وو، پاکستان د هغو درې هېوادونو له ډلې وو، چې دوی یې په رسمیت و پېژندل. نو د تعجب خبره نه ده چې پر طالبانو اوس هم نفوذ لري.

د سپټمبر ۱۱مې له بریدونو او په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د لومړي ځل حکومت له نسکورېدو وروسته، پاکستان په خپل هېواد کې د طالبانو مشرانو پروړاندې د پوځي عملیاتو له لارې، د ترهګرۍ پر وړاندې په جګړه کې د امریکا ترڅنګ ودرېد. له دې سره، له طالبانو سره اړیکې د اسلام آباد له فعالې همکارۍ سره په بېړه پیل شوې. پاکستان، د امریکا، چین او روسیې په مشرۍ د سولې له بهیره په ملاتړ او د طالبانو له مشرانو کوربتوب او د سیمه ایزو او نړیوالو لوبغاړو او د افغان وګړو په ګډون د سولې په اړه د څو ناستو لپاره د طالبانو په مهم متحد اوښتی دی. له طالبانو سره د نږدې والي او پخوانۍ همکارۍ په درلودو سره، د ۲۰۲۱م کال په آګسټ کې د طالبانو بیاځلي واکمنېدل، د پاکستان لپاره خنډ وو. له دې سره چې اسلام آباد طالبانو ته د یوه ملګري رژیم په توګه ګوري، دا اړیکه د بېلابېلو دلیلونو له هغې ډلې: د ترهګرۍ له امله  له ستونزو لرې هم نه ده.

په پاکستان کې د ترهګرۍ ستونزې په اړه له خبرو وړاندې، د دې ټکي یادونه اړینه ده، چې طالبان هم د افغانستان ملي ګټو په خدمت کې دي او په طالبانو کې دننه د پاکستان ضد عناصر هم شتون لري. طالبان همدرانګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دایمي پولې په توګه د ډېورنډ کرښې له رسمیت پېژندلو سره مخالف دي او پر پولې د اغزن سیم غځولو لپاره د پاکستان پوځ له هڅو سره مقاومت کوي چې دا موضوع څو ځلې رامنځته شوې ده. د مثال په توګه: په ۲۰۲۱م کال کې یوه طالب چارواکي له پاکستان څخه د بشردوستانه مرستو لېږدوونکي موټر څخه د پاکستان بیرغ په ښکته کولو کې رول درلود. هغه د بیرغ له ښکته کولو وروسته، په ښکاره توګه وویل چې غواړي هغه ته اور واچوي.

له دې سره چې پاکستان په تېرو دوو لسیزو کې د ترهګرۍ پر وړاندې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې، پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ له وخت وروسته، د ترهګرۍ له ستونزې سره مخ شوی دی. دا کار په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو د شمېر په ډېروالي سره نه یوازې د داعش په وسیله، بلکې د پاکستان ضد ترهګریزې ډلې یاني: تحریک طالبان پاکستان (TTP) له لوري ترسره شوی دی. داسې چې راپورونه ښيي،له ۶ زره ډېر د پاکستان ضد ترهګر په افغانستان کې شتون لري.

د تعجت وړ خبره نه ده چې پاکستان د پاکستاني طالبانو تحریک ستونزې ته د رسېدنې لپاره له افغان  طالبانو سره نږدې همکاري ولري. په همدې برخه کې، د طالبانو حقاني ډلې د اسلام آباد او د پاکستان طالبانو تحریک ترمنځ یې د منځګړیتوب خبري کړي دي. د دې خبرو پایله اوربند وو، چې شونې ده د پاکستاني طالبانو تحریک لوړپوړي مشر، عمر خالد خراساني له وژل کېدو وروسته دوام پیدا نه کړي.

د ۲۰۰۱ کال راپه دې خوا، هند نږدې ۳ میلیارده ډالر په زیربنسټیزو مرستو کې په افغانستان کې پانګونه وکړه او په څو زیربنسټیزو پروژو کې ګډون درلود. له دې سره، د هند ډیپلوماتیک شتون چې له کابل ورهاخوا پراخ شو او د طالبانو ضد شمالي ائتلاف څخه ملاتړ یې په تېر کال کې د دویم ځل لپاره د طالبانو په راتلو سره پای ته ورسېد.

هند د خپل ښه نیت په ډېروالي سره، په ښکاره توګه په افغانستان کې له سیاسي مذاکراتو او د دوحې د ۲۰۲۰م کال هوکړه، چې په عملي توګه طالبان یې په افغانستان کې واک ته ورسول، غایب وو. هند په ځانګړې توګه په افغانستان کې د هند پر شتمنیو د برید په اړه  د طالبانو اصلی برخه یانې: د حقاني ډلې له لوري او په افغانستان کې د امنو پټنځایونو له لاري د هند په خاوره کې ترهګرۍ په اړه اندېښمن وو.

د هند د پوځ مشر جنرال منوج موکندناراوان، د ۲۰۲۱م کال په اکټوبر میاشتې کې د خپل هېواد اندېښنو په بیان سره وویل: هغه څه چې غواړو ووایو او له تېر یې زده کړو دا دي، کله چې د طالبانو پخوانی رژیم په واک کې وو، موږ یقینا په جامو او کشمیر کې په افغان اصلیت سره بهرني ترهګر درلودل.

که څه هم هند د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په ۲۰۲۱م کال کې د دې ډلې له واکمنېدو وړاندې، هڅه یې وکړه له طالبانو سره پټه اړیکه ولري. د ۲۰۲۲م کال په می میاشتې کې، د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال، د یوې ترهګریزې ډلې په توګه د طالبانو په اړه د هند په دریځ کې بدلون وښود.

ده وویل: د سیمې هېوادونه باید له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د افغانستان وړتیا ډېره کړي، هغه ترهګرې ډلې چې د سیمې د امنیت او سولې لپاره ګواښ رامنځته کوي.

د بشردوستانه او پراختیايي مرستو په تړاو د طالبانو ناهیلو په برخه کې هم کولای شو د هند غبرګون ووینو. د افغانستان اقتصاد د امریکا بندیزونو له امله له منځه ولاړ او دا وضعیت له وچکالیو او د ۲۰۲۲م کال په ورانوونکي ځمکرېږد سره، چې له امله یې زر کسان مړه شول، لاهم بدتره شو. هند د ۲۰۲۲م کال په فیبروري میاشتې کې د بشردوستانه مرستو په توګه، له ۳۳ زره ټنه ډېر غنم او د کووېډ-۱۹ له ۵۰۰ زره ډېره ډوزه واکسین افغانستان ته ولېږل.

هند په افغانستان کې له بیاځلي شتون وروسته، کابل ته یې د چارواکو یو فني ټیم ولېږه او خپل سفارت یې د ۲۰۲۲م کال په جون میاشتې کې افغانستان ته له ځمکرېږد ځپلو سره د مرستو لومړنی کڅوړې په لېږلو سره پرانیست، چې دا فني ټیم به سوداګریزو فرصتونو او د روغتیايي او خوراکي توکو وېشلو ته پام کوي.

له دې سره،  د پراخو همکاریو نښې شتون لري. د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب، په هند کې د طالبانو د پوځیانو زده کړو لپاره لېوالتیا څرګنده کړه. طالبانو همدرانګه د ۲۰۲۲م کال په آګسټ میاشتې کې پخواني دولت پوري اړوند او په هند کې د ۲۵ زره روزل شویو افغان سرتېرو له راستنېدو هرکلی وکړ.

د افغانستان په اړه د پاکستان پخواني لید لوري له اړخه، د پام وړ بدلونونه شتون لري. اسلام آباد نور په افغانستان کې د هند د تعامل مخالف نه دی او دا کار کولای شي بېلابېل دلیلونه ولري. دې موضوع ته په پام سره چې د طالبانو رژیم د افغانستان ملي ګټو ته هم خدمت کوي او پاکستان په داسې موقعیت کې نه دی چې وکولای شي دوی یوه کار ته اړ کړي، په اسلام آباد کې د اقتصادې زمینې لپاره ډېر لومړیتوبونه شتون لري او با ثباته افغانستان ډېری دا موارد چمتو کولای شي.

دا نوی دریځ د افغان طالبانو له حکومت سره د هند په اړیکو کې د پاکستان په غبرګون کې هم ښکاره شوی دی. اسلام آباد له طالبانو سره د نوي ډهلي له نږدې کېدو او په کابل کې د دې هېواد سفارت له پرانیستل کېدو سره د نه مخالفت سربېره، د هند بشردوستانه مرستو ته یې هم اجازه ورکړه، ترڅو د پاکستان له لاري افغانستان ته ولېږدول شي.

هند همدارنګه د سیمې په ترهګرۍ کې د پاکستان په رول ټینګار او د طالبانو او پاکستان د همکارۍ په اړه احتیاط کوي. له دې سربېره، په افغانستان کې د چین د حضور ډېروالی، د هند لپاره د اندېښنې وړ دی. د ۲۰۱۴م کال را په دې خوا، پکن له افغانستان سره اقتصادي مرستې ته ژمن دی او په درې اړخیزو ( امریکا، چین او افغانستان) او په څلور اړخیزو ناستو(امریکا، چین، پاکستان او افغانستان) کې د افغانستان په اړه یې ګډون کړی دی. هند همدارنګه د امریکا په وتلو سره د رامنځته شوې امنیتي تشې په اړه اندېښنه لري، کوم چې د آسیا په سویل او په مرکزي آسیا کې د داعش د راڅرګندېدو لامل شوی دی. له دې امله، ژئو پولیتیکي ګډې ګټې او د سیمې بشردوستانه مرستو او اقتصادي ملاتړ ته د افغانستان اړتیا، د هند او پاکستان ترمنځ د همکارۍ لپاره یو فرصت دی.

اوسمهال، هم هند او هم پاکستان له طالبانو سره د تعامل لپاره کوچني ګامونه اخلي. طالبان هم په افغانستان کې د بشرحقونو په اړه له ښکاره اندېښنو پرته، نن په احتیاط سره حرکت کوي. له دې سره، هماغه ‌ډول چې وړاندې په سیمه کې د سیاسي ناندریو په اړه رامنځته شوي وو، ټول شیان کولای شي په حیرانوونکي توګه پرمختګ وکړي یا کم شي، چې د افغانستان په اړه بدلونونو ته د ډېرې پاملرنې اړتیا شته.

ژباړه: زماني