افغانستان له پاکستانه د اسانتیاو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/radio/afghanistan-i133496-افغانستان_له_پاکستانه_د_اسانتیاو_غوښتنه_وکړه
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت د مهاجرینو وزیر خلیل الرحمان حقاني په کابل کښې د پاکستان له سفیر سره په کتنه کښې له پاکستان سره په سرحدي لارو کښې د تګ راتګ د اسانتیا د رامینځته کولو غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-05-27T09:34:05+00:00 )
May 27, 2023 12:52 Asia/Kabul
  • افغانستان له پاکستانه د اسانتیاو غوښتنه وکړه

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت د مهاجرینو وزیر خلیل الرحمان حقاني په کابل کښې د پاکستان له سفیر سره په کتنه کښې له پاکستان سره په سرحدي لارو کښې د تګ راتګ د اسانتیا د رامینځته کولو غوښتنه وکړه.

د طالبانو د حکومت د مهاجرینو وزیر خلیل الرحمان حقاني په کابل کښې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمان نظاماني سره په کتنه کښې د افغانستان د خلکو لپاره په سرحدي لارو کښې د اسانتیاو د رامینځته کولو پرضرورت باندې ټینګار سره په سرحدي لارو کښې په تګ راتګ کښې اسانتیاوې د دواړو هیوادونو د صادراتو او د وارداتو په ګټه وبللې.

حقاني دغه راز له پاکستان څخه وغوښتل حج ته په پاکستان کښې د افغانستان د دیره کډوالو د استولو په زمینه کښې هم مرسته وکړي.

د پاکستان سفیر هم په دغه کتنه کښې د یادو مشکلاتو د ختمولو ډاډ ورکړ.