افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې ۱۳۹۶-۰۴-۱۰
ګرانو او عزتمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره افغانستان او پاکستان په تېره اونۍ کښې له یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یوو. له هر څه مخکې به د افغانستان او پاکستان ډېرو مهمو خبرونو ته یوه کتنه وکړوو او بیا به په دې اړه تحلیلی رپوټونه درته وړاندې کړوو.
په تېره هفته کښې د پاکستان په پاړه چنار کښې ترهه ګرو حملو او د دغې سیمې د شیعه مسلمانانو قتل عام د دغه هېواد په سیاسی او امنیتی ټولنو کښې پراخه انعکاس ولرۀ. افغانستان ته د امریکې د فوځ د ګډ درستیز جنرل جوزف ډانفورډ سفر او په کابل کښې د دغه هېواد له ولسمشر محمد اشرف غنی سره کتنې یو ځل بیا په افغانستان کښې د امریکې د فوځی ځواکونو د زیاتولو پروګرام پامونه ځانته راوګرځول. افغان ولسمشر په یو پېغام کښې د واړۀ اختر په مناسبت طالب ډلې ته خبردارے ورکړ چې د سولې له چلند سره د دغې ډلې د یوځاے کېدو لپاره زیات وخت نه دے پاتې. تېره هفته د پاکستان د وزیر اعظم د لور له احضارېدو وروسته هغې په اول ځل د خپلې کورنۍ د مالی فساد د تحقیقاتی کمېټۍ په فعالیتونو نیوکه وکړ.ه د ملګرو ملتو له ماشومانو څخه د ملاتړ صندوق یونیسېف هم د یو رپوټ په خپرولو سره وویل افغانستان، بنګلادېش او ملاوی درې هغه هېوادونه دی چې له پینځو کالو نه د کم عمر ماشومانو زیاته مرګ او مړینه لری. تېره هفته افغانستان او پاکستان ته د چین د بهرنیو چارو د وزیر له سفره وروسته دواړو هېوادونو د یوې بیانیې په خپرولو سره د امنیتی اطلاعاتو د تبادلې په سرد موافقې خبر ورکړ.
د پروګرام په دې برخه کښې د تېرې هفتې دوو مهمو پېښو ته یوه کتنه کوو.
یوه ډېره مهمه مسئله چې تېره هفته یې د پاکستان په بدلونونو سخت تاثیر کړے ؤ د پاکستان په پاړه چنار کښې په شیعه روژتیانو باندې ترهه ګره حمله وه. دغه چاودنه چې له کبله یې په سلګونو کسان شهیدان او ژوبل شول په پاکستان کښې د خلقو او سیاسی ټولنو د پراخو احتجاجونو سبب شوې او خلقو په اسلام آباد، پاړه چنار او نورو ښارونو کښې د پرلت غزونو او مظاهرو په جوړولو سره په شیعه ؤ باندې د ترهه ګرو حملو د غندلو ترڅنګه د هغوی امنیت ټینګولو ته د پاکستان د حکومت او فوځ په بې پامۍ سخت تنقید وکړ. د پاکستان د فوځ قوماندان جنرل قمر جاوېد باجوه پاړه چنار ته په سفر سره کوشش وکړ چې په دغه سیمه کښې د قدس د نړیوالې ورځې د ترهه ګرو حملو د کورنیو په ډاډګیرنې سره د احتجاجونو په سختوالی کښې کمے راولی.د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومی سېکتر علامه راجه ناصر عباس جعفری له باجوه سره په کتنه کښې په دې باره کښې وویل:
«د سپاه صحابه، جماعت الاحرا او داعش په شمول ترهه ګرې ډلې غواړی فرقه پالنې ته په لمن وهلو سره پاکستان ناامنه کړی چې له دې لارې خپلو سپېرو اهدافو ته ورسی.»
البته د پاړه چنار مصیبت ځپلو ته د پاکستان د وزیر اعظم محمد نواز شریف په بې پامۍ باندې د دغه هېواد د سیاسی ټولنو او خلقو لخوا سخته نیوکه وکړه.
د پاکستان خلقو په تېره بیا د دغه هېواد شیعه ؤ دا توقع لرله چې نواز شریف به سیمې ته په سفر سره شیعه ؤ ته د ډاډ په ورکولو سره په ذاتی توګه هغوی ته د امنیت د ټینګښت په اړه اطمینان ورکړی. خو د پاکستان وزیراعظم چې د برطانیې پائېتخت لندن ته یې سفر کړے ؤ، که څه هم د عامه افکارو تردباو لاندې مجبوراً اسلام آباد ته زر راستون شو، خو پاړه چنار ته د سفر په ځاے بهاولپور ته لاړ چې په دې وروستیو کښې په دغه سیمه کښې د سونګو په یو ټېنکر کښې د اور لګېدو له کبله له دوو سوو نه زیات کسان ووژل شول. که څه هم دغه مسئلې ته پاملرنې هم زیات اهمیت لرۀ خو د پاکستان خلقو دا طمه لرله چې نواز شریف به پاړه چنار او کوئټې ته هم سفر وکړی چې د ترهه ګرو حملو له کبله پکښې په سلګونو کسان مړۀ او ژوبل شول. د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د پاکستان د وزیراعظم په دغه چلند باندې د سختې نیوکې ترڅنګه وویل:
«ډېره د افسوس خبره ده چې نوازشریف یوازې بهاولپور ته لاړ او د پاړه چنار او کوئټې په شان سیمو خلقو ته بې پامی کوی. ځکه چې شیعه هم پاکستانیان دی او وزیراعظم پکار دی د هغوی حالت ته هم پاملرنه وکړی.»
د جمعیت علمای پاکستان ګوند مشر پیر سید معصوم نقوی د دغه هېواد په خلقو په تېره بیا په شیعه ؤ باندې د ترهه ګرو حملو په غندلو سره وویل:
«د سنی او شیعه مسلمانانو له وژلې څخه د دښمنانو مقصد د مسلمانانو ترمېنځ د اختلافاتو رامنځته کول ا د پاکستان د خلقو د اتحاد او یووالی متزلزل کول دی. نو که د اسلام آباد حکومت د شیعه ؤ د غوښتنو په اړه بې پامی کوی نو د هغوی اعتراضونه او احتجاجونه به د پاکستانی ټولنې په لا زیاتو ملاتړونو سره دوام پېدا کړی.»
په هر حل د دغه هېواد د خلقو په تېره بیا د شیعه ؤ امنیتی حالت ته د پاکستان د وزیراعظم محمد نواز شریف د بې پامۍ په دغه هېواد کښې مختلف تعبیرونه کیږی چې بې له شکه د نواز مسلم لیګ د واکمن ګوند په ګټه نه دی. په همدې حال کښې د پاکسان د فوځ مشر هم چې پاړه چنار ته یې سفر وکړ د شیعه مسلمانانو د امنیت د ټینګښت لپاره د پاکستان د خلقو ترمېنځ د هغه له وعدو ته زیاتې امیدوارۍ رامنځته کوی چې ورباندې عمل د پاکستان د خلقو په نزد د دغه هېواد د فوځ حېثیت له مخکې نه زیات پیاوړے کولې شی. دا په دې معنا دی چې د پاکستان خلق په تېره بیا شیعه دا طمه لری چې د دغه هېواد د فوځ قوماندان به د پاکستان د خلقو د امنیت د ټینګښت په اړه په خپلو وعدو عمل وکړی.
افغانستان ته د امریکې د فوځ د ګډ درستیز جنرل جوزف ډانفور سفر د افغانستان په اړه د واشنګټن د نوې پالېسۍ د برابرولو په لړ کښې مهم ګڼل کیږی. د فوځیانو د شمېر د زیاتولو په شمول په دې اړه د امریکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ فېصله د امریکې د دفاع وزیر ته سپارلې ده او دا په دې معنا دی چې په امریکه کښې اقتدار ته د ری پبلېکنانو په رسېدو سره فوځیان د بیا قوت موندنې او د افغانستان په شمول د سپینې ماڼۍ په فېصلو کښې د تاثیر کولو په حال کښې دی. که څه هم ویل کیږی چې په افغانستان کښې د امریکې فوځی سټراټیجی او پالیسی لا نه ده اعلان شوې خو د امریکې د فوځ د خاموشه څراغ په شکل یې په افغانستان کښې د امریکې د فوځی مېدان د اختیاراتو ډګر پراخه کړے دے. هغوی په فوځی عملیاتو کښې په مختلفو بهانو سره خپلې حملې زیاتې کړې دی او په همدې حال کښې افغانستان ته د امریکې د نویو ځواکونو لېږد او په مهمو سیمو کښې د هغوی ځاے پرځاے کېدل هم شروع شوی دی. د امریکې پخوانی ولسمشر له افغانستانه د امریکې د زیاترو فوځی ځواکونو په وېستلو سره په حقیقت کښې د امریکې د فوځ لپاره په یو بل وېتنام باندې د دغه هېواد د بدلولو مخنیوے وکړ. له دې امله دا مهمه پوښتنه مطرح ده چې په افغانستان کښې د امریکې د فوځی ځواکونو زیاتول په کومو اهدافو سره رامنځته کیږی؟
د معدنی زېرمو او د خشخاشو د کر په زمکو باندې په تسلط باندې د افغانستان د جنګ بدلول، مرکزی اېشیا ته د تندلاریتوب او ترهه ګرۍ ټرانزېټ، په سیمه کښې د واشنګټن د ترټولو سترې فوځی اډې په توګه د ځواکونو له تکمیل سره مل په افغانستان کښې د روسیې او چین له شتون او فوځی نفوذ سره مقابله په افغانستان کښې د فوځی ځواکونو له زیاتولو څخه د امریکې ځینې اهداف دی. په دې بنیاد هغه ډول چې امریکه ادعا کوی په افغانستان کښې د دغه هېواد د فوځی ځواکونو زیاتوالے نه یوازې په دغه هېواد کښې د سولې او امنیت له ټینګښت سره مرسته نه کوی بلکه د تشدد پسندو ډلو لپاره د لازمی بهانې په رامنځته کولو سره به په افغانستان کښې ناارامۍ او جنګ لا زیات کړی.
"هیل" امریکائی رسنې په افغانستان کښې د بهرنیو ځواکونو د زیاتولو د طرحې په ردعمل کښې ولیکل:
«کېدې شی ډېر زر د امریکې خلقو ته وویل شی چې د خبرو اترو مېز ته د طالب ډلې راکښلو ته د مجبورولو لپاره افغانستان ته له پینځو زرو نه تر لسو زرو پورې ځواکونه لیږل کیږی. خو تېرو ماتو او اوسنیو حالاتو ته په پام سره څه دلیل نشته چې فکر وکړوو چې زیات ځواکونه به طالب ډله خبرو اترو لپاره حاضرېدوته مجبوره کړی. په افغانستان کښې د سولې او ثبات د رامنځته کولو لپاره د امریکې کوششونو ماتې خوړلې ده او د امریکې د مداخلې دوام کېدې شی د خپلو چارو د مدیریت لپاره د افغانستان د توانمنولو د چلند چټکتیا کمه کړی.»
حقیقت دا دے چې امریکې په افغانستان کښې په تېرو شپاړسو کلونو کښې د بحران د مدیریت په اعمالولو سره له یوې خوا کوشش کړے دے په دغه هېواد کښې په بهرنیو ځواکونو باندې په تکیې سره له یو کمزوری حکومت څخه ملاتړ وکړی او له بلې خوا په افغانستان کښې خپل فوځی شتون توجیه کړی. په افغانستان کښې د داعش ترعنوان لاندې د ترهه ګرو او تشدد پسندو ډلو څرګندېدنه په همدې لړ کښې د پام او غور وړ چاره ده.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې مېرمن ماریا زاخاروو وویل:
« امریکه هر څومره وخت پس یو ځل په افغانستان کښې د خپلو فوځی ځواکونو د زیاتولو په اړه خبره کوی، خو د اقداماتو لپاره یې هیڅ مفهوم او سټراټیجی موجوده نه ده او د واشنګټڼ زیاتره چلندونه د ملګرو ملتو د امنیت د شورا د حکمونو مطابق نه دی. نو ځکه په افغانستان او نورو هېوادونو کښې د امریکائی فوځیانو زیاتوالے نه یوازې په افغانستان د ثبات نه سبب کیږی بلکه ناارامۍ نورې زیاتوی.»
د چین د بهرنیو چارو ویاند لوکانګ هم په افغانستان کښې د امریکې د فوځی ځواکونو د زیاتوالی په ردعمل کښې وویل:
«بیجېنګ په افغانستان کښې د امریکې د اوږد مهاله شتون مخالف دے، نوځکه د واشنګټن لخوا هر اقدام پکار دی د افغانستان د حاکمیت او زمکنۍ بشپړتیا د احترام ترڅنګه په دغه هېواد کښې له سولې سره مرسته وکړی چې د فوځی ځواکونو زیاتول د دې په خلاف چاره ده.»
په داسې حال کښې چې امریکې تر 2014 کاله پورې د نېټو په ملګرتیا له ترهه ګرۍ سره د تش په نامې مقابلې لپاره په افغانستان کښې له یو لک دېرشو زرو نه زیات فوځی ځواکونه ځاے پرځاے کړی وو اجازه یې ورکړه چې د خشخاشو د کر زمکې دې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی او طالب ډله هم ورځ په ورځ قوت پېدا کړی. په تېرو دریو کلونو کښې امریکې هم په افغانستان کښې د بهرنیو تالی څټو او له طالب ډلې څه د بیل شویو کسانو په منظمولو سره د داعش په نامه ترهه ګره ډله جوړه کړه او ورسره د مقابلې په بهانه یې په دغه هېواد کښې د خپلو فوځی ځواکونو زیاتول شروع کړی دی. یو داسې حالت چې په افغانستان کښې د بحران د نوی دور سبب شوے دے.
---------