د افغانستان د سولی د عالی شورا بریاوی( لومړۍ برخه)
قدرمنو ملگرو!په تیرو دوو لسیزو کښې د افغانستان د بدلونونو د جاجولو له یوې هغې نوی ټولګې سره ستاسو په خدمت کښې یوو چې په دغه اته برخیزې ټولګې کښې هڅه کوو،د افغانستان د بدلونونو بیلابیل اړخونه وجاجوو،اوس په لومړۍ برخه کښې د دغه هیواد ملی وحدت دولت او د سولې د لوړې شورا کړچار ته ځغلنده کتنه کوو
په ۲۰۰۱ م کال کښې پر طالبانو رژیم د مجاهدینو په بریالیتوب او د کابل په نیولو پسې ، د جرمنی د بون کانفرنس د پریکړې له مخې په افغانستان کښې موقته دولت جوړ او حامد کرزی د موقته دولت د مشر په توګه وټاکل شو او بیا په ټولټاکنو کښې بریالی شو او تر ۲۰۱۴ کاله پورې اولسمشر پاته شو.دې ته په پام سره چې حامد کرزی پخپله پښتون دی نو په هیواد کښې یې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره ډیرې هڅې وکړې چې یوه پکښې مهمه د سولې د لوړې شورا جوړول وو.دغه شورا په ۱۳۸۹ هجری لمریز کال کښې په نهه شپیته غړیو سره جوړه شوه. د سولې د عالی شوره د جوړولو اصلی وخه له طالبانو ډلې سره د اړیکو د ټینګولو د وسلو کیښودلو لپاره د دغې ډلې د قانع کولو او له سولې پروسې سره یې د یوځای کولو لپاره هڅه وه چې د حامدکرزی په مشری افغان دولت په جدیت سره تعقیبول.د دغې شورا خورا مهمه ځانګړنه د غړیو یې جوړښت ؤ چې پکښې د درستو خواو سیاسی او جهادی مشران شامل دی او حامد کرزی په داسې جوړښت سره هڅه وکړه داسې وښئ چې ټولې ډلې او بهیرونه حتی جهادی مشران په افغانستان کښې د سولې مسئلې ملاتړ کوی څو په هڅو او فعالیتونو سره یې د طالبانو اعتماد جلب کړی.سره له دې ځینو سیاسی ټولنو دغه شورا د ګډې لیدتوګې نه درلودونکی بللی .
د افغانستان د مسئلو یو کارپوه،پروفیسور ویکټور پینچوک په دې هکله وییلی: د افغانستان د سولې عالی شورا ته د سولې خبرواترو په پرمخ بیولو کښې ډیرې ستونزې ورپیښې دی ځکه چې په افغانستان کښې ګردې خواوې ترې ملاتړ نه کوی او پخپله ګټه یې نه ګڼی.
--- په لومړی سر کښې یو وتلی افغان جهادی او سیاسی شخصیت،
برهان الدین ربانی د سولې د لوړې شورا د مشر په توګه وټاکل شو چې د افغانستان په ټولو سیاسی او جهادی لورو او ډلو کښې یې ځانګړی درنښت درلوده که څه هم ،هغه په یوې ترهګرې حملې کښې شهید کړی شو خو په خپل ژوند کښې د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کښې د دغې شورا د فعالیت په پراخولو کښې بریالی ؤ او د شورا موقعیت یې د یوې اغیزمنې ټولنې په توګه ټینګ کړ.ځکه چې وییل کیږی په هغه مهال ګڼ شمیر طالبانو د وسلو په کیښودلو سره له دولت سره یوځای شول.سره له دې په افغانستان کښې ځینې ډلې باوری دی چې د سولې عالی شورا د پخوانی اولسمشر حامد کرزی په وخت د سولې پروسې له پرمخ بیولو سره د مرستې لپاره یو کوټلی پروګرام او سټراټیژی نه درلوده.
د سیاسی مسئلو یوه افغان کاپوه صدیق پتمن په دې باره کښې وییلی:
د افغانستان د سولې لوړې شورا د حامدکرزی په مهال هیڅکله د سولې ټینګولو لپاره جدی پروګرام نه درلوده او باید په لا جدیت او کوټلی پروګرام سره خپل دغه پلان تعقیب کړی وې.
=== د برهان الدین ربانی په شهادت پسې زوی یې،صلاح الدین ربانی د سولې د عالی شورا د مشر په توګه وټاکل شو خو د خارجه وزیر په توګه یې د ټاکلو په خاطر د دغې شورا د ارواښاد مشر لارې ته دوام ورنکړل شو که څه هم د پاکستان د ملګرتیا د جلبولو لپاره یې مهم ګامونه پورته کړل او اسلام اباد ته د پلاویو په لیږلو سره یې وښودله چې یوازې د پاکستان د ملګرتیا په جلبولو سره په افغانستان کښې پایښته سوله ټیګولی شی.په صلاح الدین ربانی پسې
پیر سید احمد ګیلانی د سولې د لوړې شورا مشر غوره شو.افغان اولسمشر محمد اشرف غنی له دغې شورا په پوره ملاتړ سره وښودله چې په هیواد کښې د سولې او امنیت له ټینګولو سره د مرستې لپاره یې د فعالیت په دوام او کړچار باور لری . هغه د شورا غړیو تر پنځوسو کسانو په کمولو سره هڅه وکړه د غړیو نظرونه په خپلو کښې لانیژدې کړی ځکه چې ویل کیدل د شورا په غړیو کښې ځینې طالبانی او یا ملی ضده بهیرونه شته چې د یوې پریکړې د خپلولو خنډ کیږی. حاضر دمه د افغانستان د وحدت اسلامی ګوند مشر محمد کریم خلیلی د سولې د عالی شورا مشری په غاړه لری . هغه په کراتو ټینګار کړی،له طالبانو سره د سولې خبرواترو د پیلولو لپاره دغه شورا هیڅ وارمخکښې شرط نلری.سره له دې داسې ښکاری ،د سولې پروسې په اړه د افغانستان په بیلابیلو ارګانونو کښې داسې
څو ګونه توبونه شته چې ورته د سولې د لوړې شورا د تمرکز خنډ کیږی .
د سیاسی مسئلو یو افغان کارپوه په دې اړه وائی:د سولې د لوړې شورا له سترګو لرې له ځینو عناصرو سره پټو خبرو اترو ته د حکومت مخه کول د دې لامل شوی چې د سولې شورا مهم بریالیتوب ترلاسه نکړی.
--- د افغانستان د سولې عالی شورا ته نیژدې ټولنې ،له سولې پروسې سره یوځای کیدا ته د طالبانو په هڅولو سره په دغه هیواد کښې د پایښته سولې او امنیت له ټیګیدا سره د مرستې لپاره د شورا د پرمختګ د نه کولو خورا مهم علت بهرنی لاملونه بولی ځکه چې په افغانستان کښې د سولې د ټینګولو لپاره ټول قومونه او لوری یو نظر لری او د افغانستان د ملی وحدت دولت د اجراییه شورا مشر عبدا... هم په ځلونو له طالبانو غوښتلی چې له سولې پروسې سره یوځای شی ځکه چې د اوس د افغانانو خورا مهمه غوښتنه په خپل هیواد کښې د سولې ټینګیدا او د جنګ او وژلې ختمیدا ده خو بهرنی ټولنې چې خپله ګټه په افغانستان کښې د کړکیچ په دوام کښې ګڼی،نو په پرځایښت کښې یې خنډ کیږی.
د افغانستان د سیاسی مسئلو یو کارپوه محمداسماعیل قاسمیار وییلی: د وسله والو مخالفانو مشرۍ له افغانستانه په بهر کښې ده او ورسره تماس نه شی نیول کیدای .کله هم چې سولې ته نیژدې شوی د سولې پلویان یا ووژل شول یا بندی کړای شوی او یا یې ورپاره ستونزې رامینځته کړې .
=== په هر حال،که څه هم په تیرې یوې لسیزې کښې د افغانستان دسولې لوړې شورا د طالبانو د نظر په جلبولو سره د سولې له تینګولو سره د مرستې په لړ کښې د خلکو تمو ته ځواب ورکړل شوی نه دی خو د فعالیت دوام یې د دې ښودنه کوی چې د افغانستان د ملی وحدت دولت له طالبانو سره په خبرواترو او سولې کلک باور لری او د سولې د عالی شورا د غړیو په جوړښت کښې د ګردو قومونو او لورو د غړیو شتون د دې ښودنه کوی چې له طالبانو سره سوله یوه ملی غوښتنه ده او دغه دله هم باید د خلکو غوښتنې او شرایطو په درک کولو سره د سولې له ټینګیدا سره د مرستې په لړ کښې ګام پورته کړی. ځکه خو پخوانی افغان اولسمشر تل له طالبانو غوښتلی،په افغانستان کښې د ورور وژنې لپاره د بهرنیو ټولنو د لاس په آوزار بدل نه شی. د حامد کرزی له نظره آمریکا په افغانستان کښې یوازې په خپلو موخو او ګټو پسې ده او د دغه هیواد د خلکو لپاره هیڅ اهمیت ته قایله نه ده .په همدې وجه له آمریکا سره خبرو اترو ته د طالبانو ګروهنه نه یوازې د افغانستان د خلکو په نیزد د دغې ډلې حیثیت داغی کوی،بلکې د دې ښودنه کوی چې طالبان په خپلې وروستۍ ادعا هیڅ باور نلری چې ځان یوه ملی ډله معرفی کړی او له آمریکا سره مقابله چې د طالبانو شعار دی،تر ادعا زیات بل څه نه دی.