افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کی
https://parstoday.ir/ps/radio/afghanistan-i69794-افغانستان_او_پاکستان_په_تیره_اونۍ_کی
 په تیره اونۍ کی د افغانستان د ملی وحدت دولت، د پاکستان په دولت د نیوکی په کولو سره اعلان وکړ: اسلام آباد د کابل په وړاندی د خپل سیاست بدلولو ته چمتو نه دئ. پدی حال کی د پاکستان سیاسی او مذهبی ګوندونو، له ترهه ګرو ډلو، او د شیعه مسلمانانو له وژلې سره په مقابله کی د یاد هیواد په ناتوانۍ نیوکه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 24, 2018 06:40 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کی

 په تیره اونۍ کی د افغانستان د ملی وحدت دولت، د پاکستان په دولت د نیوکی په کولو سره اعلان وکړ: اسلام آباد د کابل په وړاندی د خپل سیاست بدلولو ته چمتو نه دئ. پدی حال کی د پاکستان سیاسی او مذهبی ګوندونو، له ترهه ګرو ډلو، او د شیعه مسلمانانو له وژلې سره په مقابله کی د یاد هیواد په ناتوانۍ نیوکه وکړه.

د افغانستان د ؤلس مشر مطبوعاتی دفتر هم اعلان وکړ: محمد اشرف غنی، په کابل کی په پاکستان کی د بریتانیی له سفیر« توماس درو» په کتنه کی،« له دولت سره د دولت » د مذاکرو له لارې، په مختلفو ډګرونو کی له پاکستان سره د دؤو اړخیزو اختلافاتو په هوارۍ تاکید وکړ. په تیره اونۍ کی همداراز داعش

ترهه ګری ډلې، د پاکستان په جنوب لویدیځ کی د بلوچستان صوبی په مرکز کی په یوې کلیسا د حملې مسؤلیت په غاړه واخیست. د افغانستان د دفاع وزارت ویاند« محمد رادمنش » هم، پاکستان ته خبردارئ ورکړ؛ د دغه هیواد د پوځیانو سرحدی سرغړونی او تیری به، د افغانستان د ځواکونو له متقابل ځواب سره مخامخ شی. تیره اونۍ د پاکستان یو شمیر مشرانو او عالمانو د راولپنډۍ ښار د خبریالانو د ودانۍ مخې ته په راغونډیدو سره، په سوریی د امریکی او د یاد هیواد د نورو لویدیځو متحدینو حمله، د بشری حقوقو او نړیوالو قوانینو پایمالول وبلل، او هغه یی وغندله.

په دوام کی د تیرې اونۍ د دؤو ډیرو مهمو پیښو څیړنې ته ستاسو ګرانو دوستانو پام را اړؤو:

 په تیره اونۍ کی د افغانستان او پاکستان سرحدی ځواکونو، د خوست  په ولایت کی په کلکی نښتې لاس پوری کړ، چی یو شمیر پاکستانی پوځیان هم ووژل شول. د خوست ولایت د پوځی مقامونو له قوله، پاکستانی ځواکونو غوښتل یوه سرحدی پوسته تر خپلی ولکی لاندی راولی، چی د افغانستان د قواؤو له مقاومت سره مخامخ شول.

له دې څخه ورتیر چی کوم یو لورئ؛ د دغې حملې پیلونکئ ؤ، د

هغې د پیښیدو د علتونو په هکله مختلفې نظریی مطرح دی. یو شمیر سیاسی ټولنې؛ د افغانستان او پاکستان د سرحدی ځواکونو ترمنځ نښته، د مخالفو وسله والو کسانو او ترهه ګرو ډلو د تګ را تګ له امله ګنی، چی له پولې څخه په اوښتو سره، د افغانستان یا پاکستان په خاوره کی په ترهه ګرو حملو اقدام کوی. دغه ټولنی باوری دی؛ چی په دواړو هیوادونو کی یو شمیر جریانونه هڅه کوی، د نیابتی جګړې له لارې په یو بل باندی دباؤ واچوی. داسی یو سیاست، چی تل د افغانستان د دولت له خوا د پاکستان په ضد مطرح دئ خو کومه نتیجه یی نه ده لرلې.

د سیاسی چارو څیړاندئ« سید رحمت الله نهضت یار » پدې باره کی وایی:« پاکستان، تل د ځان په ګټه د حالاتو د ګډوډولو په لټه کی دئ. په پاکستان له نړیوالو؛ په تیره بیا د امریکی له دباؤونو وروسته، د اسلام آباد دولت سربډاله شوئ دئ ».

یو شمیر نوری سیاسی ټولنې هم، د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ سرحدی نښتې، د اختلافاتو د هوارۍ او د افغانستان د سولې پروسی د پرمخ بیولو لپاره، د کابل او اسلام آباد د هلوځلو له کبله ګنی. دغه موضوع مخینه لری، چی هر کله د افغانستان او پاکستان دولتونو هڅه کړې ده، د خپلو اختلافاتو د حلولو په منظور

اقدام وکړی، په هر دواړو هیوادونو کی یو شمیر جریانونه شته، چی د دغو هیوادونو په پولو کی نښتې او تاوتریخوالی ته په لمن وهلو سره یی، هڅه کړې ده هغه له ناکامۍ سره مخامخ کړی. افغانستان ته د پاکستان د لمړی وزیر« شاهد خاقان عباسی » وروستئ سفر، او د افغانستان د سولې پروسې له پرمختګ سره د مرستې لپاره د همکارۍ کولو لپاره د دؤو هیوادونو موافقه کول، د پام وړ اقدام ؤ؛ چی د ده له  خوا « له دولت سره د دولت » د خبرو اترو په نامه، د افغانستان د ؤلس مشر« محمد اشرف غنی » د طرحې په چوکاټ کی سرته ورسید.

د سیاسی چارو د نظر خاوند« مصطفی رشیدی » پدې باره کی باوری دئ چی:« پاکستان دیته ترجیح ورکوی؛ چی ټول پلوی وسله کسان یی په افغانستان کی  فعال پاتی شی، ترڅو د اشرف غنی له دورې څخه هم تیر شی، چی دغه کړکیچن وضعیت کولای شی، په هر دواړو هیوادونو کی د ترهه ګرو حملو د زیاتیدو لپاره مناسب محیط، برابر کړی».

د افغانستان او پاکستان د سرحدی ځواکونو د وروستۍ نښتې په هکله، دریم نظر؛ د ډیورنډ فرضی کرښه ده، چی هماغه شان د دؤو هیوادونو ترمنځ لاینحل پاتی ده. د پاکستان دولت؛ په وروستیو

کلونو کی د ترهه ګرو او همداراز د مهاجرینو له تلو را تلو څخه د مخنیوی کولو په پلمه، د ډیورنډ د فرضی کرښی په خواؤ شا، د اغزن سیمانو غزولو او دیوال جوړولو ته اقدام کړئ، چی د افغانستان دولت ورسره مخالفت کړئ، او د دغه کار د بندیدو غوښتونکئ شوئ دئ. داسی یوه موضوع؛ چی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پوځی نښتو سبب ګرځی.

 په تیره اونۍ کی، په پاکستان کی پر یوې کلیسا حملې، یو ځلې بیا پدی هیواد کی د فرقه پالنې د ادامې خواته د خلګو پام واړاوه. داعش ترهه ګری ډلې، د پاکستان په جنوب لویدیځ کی، د بلوچستان په مرکز« کویټه » کی، د دغې حملې پړه ومنله. په موټر سایکل سپاره ؤو وسله والو نا پیژاندو کسانو، په اسا ناګری « Essa Nagri   » کی د یوې کلیسا په یو شمیرعیسایانو ډزې وکړې، چی یو تن وژل شوئ، او نور ۷ کسان ټپیان شول.

دا اول ځل نه دئ، چی په پاکستان کی مسیحی لږکۍ د ترهه ګرو حملو په نښه کیږی. په تیر ډسمبر کی هم د کویټې په ښار کی په ترهه ګره حمله کی، ۹ کسان وژل شوی، او ۳۰ تنه ژوبل شول. عیسایان؛ د پاکستان د ۲۰۰ میلیون کسیز نفوسو، له دؤو فیصدو څخه کم کسان جوړوی. د دغه هیواد خلګو؛ تل له عیسایانو سره

سوله ایز ژوند لرلئ دئ. له همدی کبله؛ فرقه ګروهنی ته د لمن وهلو، او د داخلی جګړې په لور د دغه هیواد د را کاږلو لپاره، یو پلان شوئ حرکت جریان لری. په همدی دلیل  په شیعیانو له ترهه ګرو حملو وروسته؛ چی له عربستان څخه  یوه وارداتی چاره، او د وهابی مفکورو په اساس یوه ښکارنده ده، اوس په پاکستان کی په عیسوی لږکۍ حملې د زیاتیدو په حال کی دی؛ چی که د اسلام آباد دولت دیته هم پام ونه کړی، کولای شی پاکستان د کورنۍ جګړې په لور لارښوونه کړی. پدی توپیر؛ چی لویدیځ هیوادونه ممکنه ده، په پاکستان کی د عیسایانو د وژلې په وړاندی عکس العمل وښیې، چی دغه مسئله کولای شی د دواړو لورو په اړیکو منفی اغیز وشیندی.

په پاکستان کی د سیاسی چارو شناندئ« اختر بالوخ » پدې باره کی وایی:« په پاکستان کی د عیسایانو؛ شیعیانو او هندوانو په شان مذهبی لږکۍ، په ډیر بد او سخت وضعیت کی اوسیږی، او د اسلام آباد دولت باید، د هغوی د امنیت د پوره کولو لپاره لازیاته هڅه وکړی. ځکه چی زیات شمیر عیسایان او هندوان د خپل خطرناک وضعیت او موقعیت له کبله، له پاکستان څخه وتلی، چی دا د دغه هیواد په ګټه نه ده».

د پاکستان، د بلوچستان صوبی په مرکز« کویټه » کی، په عیسایانو حمله پداسی حال کی وشوه، چی شیعیان هم د دغه ښار په بازار کی تر حملې لاندی ونیول شول. دغه وضعیت ښیې؛ چی ترهه ګر په پلان شوې او هدفمنه توګه، په پاکستان کی اقلیتونه په نښه کوی، ترڅو د اسلام آباد دولت، د مختلفو هیوادونو په مقابل کی و دروی. سربیره پر دې، د شیعیانو په هکله د پراخو نا امنیو په وړاندی د پاکستان د سیاسی اومذهبی ګوندونو اعتراض ښیی، چی د پاکستان خلګ د فرقه پالو ډلو د فعالیت د دوام له کبله، ډیره اندیښنه لری.

د پاکستان چارو کارپوه« عاشق حسین طوری » پدې باره کی وایی:« په پاکستان کی یواځی شیعیان د تکفیری ډلګیو تر یرغل لاندی نه نیول کیږی، بلکه د عیسایانو او حتی د هغه اهل سنت په شان پرګنی، چی له شیعیانو سره ډیری ګډی چاری لری، تر حملی لاندی نیولی کیږی ».

په هرحال، د نواز مسلم لیګ واکمن ګوند، او د پاکستان امنیتی ارګانونه؛ د لږکیو د وژلو په وړاندی د خپلو سترګو په پټولو سره، له پخوا څخه په زیاته اندازه د دغه هیواد د خلګو اعتراض پاروی، او دا د واکمن ګوند په ګټه نه ده؛ چی د نورو ګوندونو او د یاد هیواد د قضایی ارګان تر دباؤ لاندی دئ. ځکه چی د نواز مسلم لیګ ګوند؛ په راتلونکو انتخاباتو کی بریالیتوب ته، چی د هغه د بقا لپاره ضروری دی، له پخوا څخه په زیاته اندازه اړتیا لری.