د افغانستان د جنګ افغانیزه کېدل ولې؟
https://parstoday.ir/ps/radio/afghanistan-i9583-د_افغانستان_د_جنګ_افغانیزه_کېدل_ولې
زمونږ رېډیو ته د رارسېدلو رپوټونو له مخې د افغانستان د ننګرهار ولایت ځای چارواکو پرون وویل چې په چپرهار ولسوالۍ او د ده بالا ولسوالۍ په هسکه مېنه سیمه کښې د امریکې د ډرون حملو له کبله په لسګونو داعش او طالب ځواکونه ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 01, 2016 09:21 Asia/Kabul
  • د افغانستان د جنګ افغانیزه کېدل ولې؟

زمونږ رېډیو ته د رارسېدلو رپوټونو له مخې د افغانستان د ننګرهار ولایت ځای چارواکو پرون وویل چې په چپرهار ولسوالۍ او د ده بالا ولسوالۍ په هسکه مېنه سیمه کښې د امریکې د ډرون حملو له کبله په لسګونو داعش او طالب ځواکونه ووژل شول.

تېره هفته د افغانستان رسنیو د امریکائی فوځیانو په نقل سره وویل چې په تېر کال کښې په افغانستان کښې د جنګی الوتکو د نورو حملو په نسبت د ډرون حملو اندازه زیاته شوې ده او په مجموعی توګه په تېر میلادی کال کښې شپږ پنځوس فیصده هوائی حملې د امریکائی ډرون الوتکو لخوا ترسره شوې دی. په دغه رپوټ کښې د امریکې په ډرون حملو کښې د عامه افغان خلقو د سرتاوانونو شمېر نه دے اعلان شوے. خو له دې مخکې په افغانستان کښې د ملګرو ملتو د نمائندګۍ دفتر د یو رپوټ په خپرولو سره په ډاګه کړې وه چې په دوه زره پینځلسم کال کښې د امریکې په څلورو واړو هوائی حملو کښې یو عامه افغان وګړے وژل شوے دے.

د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر باراک اوباما هم څه موده مخکې اعتراف کړے ؤ چې په تېرو څو میاشتو کښې ډرون حملې پنځوس فیصده زیاتې شوې دی خو بې ګناه او عامه خلق چې د دغو حملو په وجه وژل کیږی د امریکې لخوا د بې پامۍ په وجه دی. دا چې ډرون حملې ولې زیاتې شوې دی، امریکائی رسنې په دې باره کښې لیکی چې د امریکې په جنګی سټراټیجۍ کښې د بدلون په بنیاد ډرون حملې زیاتې شوې دی چې دا موضوع د شلمې میلادی پېړۍ وروستیو وختونو ته ګرځی چې د پخوانی شوروی له دړې وړې کېدو وروسته په امریکه کښې یوه نظریه مطرح شوه چې د هغې له مخې د دغه هېواد فوځ پکار دی خصوصیتی شی او پکې له نویو ټېکنالوجیو څخه زیات هرکلے وشی او استخباراتی ادارې پکار دی زیاتې شی. د امریکې د ولسمشر پخوانے مرستیال ډېک چینی او د امریکې د جنګ پخوانے وزیر رامسفیلډ د دغې نظریې ملاتړی وو چې د دوه زره وړومبی کال د ستمبر د یولسمې له پېښې وروسته دغه نظریه یا طرحه اجرا شوه.

د بلېک واټر ادارې او د خصوصی استخباراتی ادارو جوړېدو او له ډرون الوتکو څخه د استفادې په شان چارې په همدې لړ کښې اجراشوې چې ویلې شوو دغه نظریه یا طرح د امریکې په یوې جنګی سټراټیجۍ بدله شوې ده. د امریکې ولسمشر باراک اوباما چې په دوه زره یولسم کال کښې کومه نوې جنګی پالیسی اعلان کړه له همدغې نظریې څخه یې تاثیر اخېستۀ چې د اروپا په شمول په ځینو هېوادونو کښې د امریکې په فوځی اډو کښې امریکائی ځواکونه پکار دی کم کړې شی چې هم د لګښتونو او هم دامریکې د ځواکونو د سرتاوانونو اندازه کمه شی. که امریکې په افغانستان کښې د ځواکونو کمښت ته غاړه کېښوده نو دا د دغې سټراټیجۍ په بنیاد وو چې ځواکونه یې په کم شمېر کښې په اډو کښې دننه پراتۀ وی چې له یوې خوا له نوې ټېکنالوجۍ او ډرون الوتکو څخه استفاده وشی او له بلې خوا هم له ځای خلقو سره تړونونه لاسلیک کړی او ځای ځواکونه چې په افغانستان کښې ورته اربکیان ویل کیږی تشکیل کړی او د امریکایانو په ځاے هغوی له هغو ترهه ګرو ډلو سره چې خپله امریکې جوړې کړې دی او د ختمولو څه اراده یې نه لری وجنګیږی.

له بلې خوا افغان حکومت هم چې له امریکې سره د امنیتی تړون په لاسلیکولو کښې یې بیړه کوله امریکایانو ته دا اجازه ورکوی چې په افغانستان کښې خپل مشکوکه جنګ ته دوام ورکړی او د افغانستان په وړاندې خپله هیڅ ژمنه پوره نه کړی چې که یې پوره کړې وې نو د افغانستان او پاکستان ترمېنځ به تاو تریخوالے دې حد ته نه رسېدۀ چې نن افغان حکومت غواړی د ملګرو ملتو د امنیت په شورا کښې له پاکستانه شکایت وکړی.

د افغانستان د امنیت د شورا د مطبوعاتی څانګې د مشر نجیب ا... منلی د وېنا له مخې چې زمونږ له رېډیو سره یې د ټیلفون له لارې مرکه کوله امریکه په قانونی توګه د افغانستان او پاکستان ترمېنځ په پوله ایزو مسائلو کښې د مداخلت حق نه لری خو د افغانستان په خاوره باندې د پاکستان پرله پسې تېریو ته په پام سره چې د افغانستان د امنیتی ځواکونو د وژل کېدو سبب کیږی د کابل او واشنګټڼ ترمېنځ امنیتی تړون امریکه ژمنوی چې له دغوتېریو څخه مخنیوے وکړی. او دا چې دغه ذمه واری د امنیتی تړون په بنیاد نه پوره کوی د امریکې د ګټو په خاطر دی چې د پاکستان په مرستې سره غواړی پوره یې کړی.

باید وویل شی چې د افغان کارپېژاندو شننې چې په دوه زره څوارلسم کال کښې یې ویل چې امریکه د امنیتی تړون په لاسلیکولو سره غواړی د افغانستان جنګ افغانیزه کړی صحیح ثابتې شوې او نن د امریکې او نېتو د ځواکونو سرتاوانونه تقریباً صفر ته رسېدلی دی او افغانان د افغانانو په لاسو وژل کیږی.

------------