چین په لبنان د صهیونیسټ رژیم بریدونه وغندل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د چین د باندنیو چارو د وزارت ویاند »لین جیان» د لبنان د پلازمینې بیروت په جنوب باندې د صهیونیسټ رژيم بریدونو ته په غبرګون کښې دغه حملې وغندلې.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند لین جیان د »چاینا ډیلي»ورځپاڼې د خبریال پوښتنې ته په ځواب کښې چې ویلي یې وو د اسرائیلو رژیم د بیروت په ضاحیه جنوبي سیمې باندې هوايي حملې کښې د دغه سیمې یوشمیر کسان وژلي او ژوبل کړي دي وویل پیکینګ داسې هر ډول کړچار چې ملکي وګړو ته تاوان رسوي غندي.
هغه په دې خبرې سره چې چین د مینځني ختیځ په اوسني حالت باندې ډیر اندیښمن دی وویل له ټولو ښکلیو لورو څخه غواړو چې د تاوتریخوالو د نور زیاتیدا د مخینوي لپاره خپل ارامښت او زغم خوندي وساتي.
د تیرې چهارشنبې ورځې په سهار د لبنان د پلازمینې بیروت په ضاحیه جنوبي سیمې باندې د صهیونیسټ رژیم په هوايي بریدونو کښې اوه کسان شهیدان او اتیا نور ژوبل شوي وو.