د عراق مقاومت ډلو په اسرائیلو باندې بریدونو ته دوام ورکړی
(last modified Sun, 06 Oct 2024 00:49:45 GMT )
Oct 06, 2024 05:19 Asia/Kabul
  • د عراق مقاومت ډلو په اسرائیلو باندې بریدونو ته دوام ورکړی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق اسلامي مقاومت د نیواکي ټاټوبو (اسرائیلو) په شمال کښې په دریو مهمو مرکزونو باندې حملې وکړې.

د عراق اسلامي مقاومت په یوې بیانیې کښې وویل : د عراق د اسلامي  مقاومت مجاهدانو د نیواکګرۍ په مقابل کښې د مقاومت د کړچار په دوام او د لبنان او د فلسطین د ملتونو په ملاتړ او د ماشومانو ، د ښځو او د بوډاګانو په شمول د ملکي وګړو قتل ته په ځواب کښې پرون سهار له بې پایلوټه الوتکو په کار اخیستلو سره د نیواکي ټاټوبو په شمال کښې په دریو مهمو مرکزونو بریدونه وکړل.

د عراق اسلامي مقاومت په دغه بیانیې کښې د صهیونیسټ رژیم په مرکزونو باندې د حملو د پراخولو او دوام خبر ورکړ.

د عراق اسلامي مقاومت په تیرو میاشتو او اونیو کښې هم د نیواکي فلسطین په جنوب کښې په ایلات سیمه کښې په مهمو او حساسو ځایونو باندې حملې کړي وې.

د عراق د اسلامي مقاومت په ترټولو مهمې بې پایلوته الوتکې حملې کښې چې په تیرې جمعې ورځ یې د نیواکي جولان په لوړو کښې د صهیونیسټ رژیم په یوې پوځي اډې وکړه د اسرائیلو د ظالم رژیم پینځه دیرش پوځيان مړه یا ژوبل شول.

د ویلو ده چې د عراق اسلامي مقاومت ډلو مخکې هم خبرداری ورکړی و په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم د حملو د دوام په بڼه کښې به په نیواکي ټاټوبو کښې د دغه رژيم د مرکزونو پرضد حملې زیاتې کړي.