په سوریې کښې د داعش ډلې یو مهم مشر نیول شوی دی
https://parstoday.ir/ps/radio/event-i157342-په_سوریې_کښې_د_داعش_ډلې_یو_مهم_مشر_نیول_شوی_دی
ایرنا خبري اژانس د سوریې د رسمي خبري اژانس «سانا» په قول راپور راکړی د سوریې د انتقالي حکومت امنیتي ځواکونو بیګا وویل چې په هیواد کښې یې د ترهګرو حملو د پلانولو او اجرا کولو مسوول او د داعش ډلې یو مهم قومندان «ابو الحارث العراقي» نیولی.
(last modified 2025-02-16T06:33:28+00:00 )
Feb 16, 2025 10:58 Asia/Kabul
  • په سوریې کښې د داعش ډلې یو مهم مشر نیول شوی دی

ایرنا خبري اژانس د سوریې د رسمي خبري اژانس «سانا» په قول راپور راکړی د سوریې د انتقالي حکومت امنیتي ځواکونو بیګا وویل چې په هیواد کښې یې د ترهګرو حملو د پلانولو او اجرا کولو مسوول او د داعش ډلې یو مهم قومندان «ابو الحارث العراقي» نیولی.

د سوریې یوه امنیتي چارواکي د دغه خبر په اعلانولو سره وویل د داعش د ټروریسټي ډلې دغه مهم مشر چې ابو الحارث العراقي نومیږي د «ولایت عراق »په نوم د داعش ترهګرې ډلې په تشکیلاتو کښې د مهاجرانو د برخې د مسوول په توګه مهمې څوکۍ پرغاړه درلودلي دي.

هغه دغه راز د هیت تحریر الشام ډلې د یوه مهم پوځي قومندان میسر الجبوري چې لقب یې« ابوماریه القحطاني» د ټرور په شمول د یوشمیر ترهګرو حملو او د وژلو د پلانولو مسوول هم و.

سانا خبري اژانس زیاتوي هغه ډلې چې مخکې یې په دمشق کښې د حضرت زینب سلام الله علیها په سپیڅلي حرم باندې د حملې لپاره پلان کشف او شنډ شوی و د ابو الحارث العراقي تر نیغ په نیغه قومندنۍ لاندې فعالیت کاوه.